جمعه, سپتمبر 13, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو...

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ مه) د نوومبر په پنځمه به، د متحدوایالتونو اتباع د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي چې خپل راتلونکی ولسمشر/ ولسمشره وټاکي.

د جولای په وروستیو کې، د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن وروسته له هغه له نوماندۍ تېر شو چې په مناظره کې پاتې راغی او همداراز یې روغتیايي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته شوې.

بایډن د ځان پر ځای د ولسمشرۍ د کاندیدې په توګه د خپلې مرستیالې کاملا هریس ملاتړ وکړ.

د دیموکراتانو ملي کنوانسیون، چې تیره اوونۍ په شیکاګو کې جوړ شو، د هریس نوماندي او د هغې د مرستیال په توګه د مینیسوټا د والي ټیم والز انتخاب تایید کړ.

دواړه اوس له ټرمپ او د هغه له مرستیال جې ډي وینس سره په انتخاباتو کې سیالۍ ته تیاري نیسي.

نو څوک د بري چانس لري او څوک به بریالی شي؟

مخکې تر دې چې بایدن له کاندیداتورۍ لاس واخلي او کاملا هریس کاندیده شی، په ټولو نظرپوښتنو کې ټرمپ مخکې و. خو اوس وضعیت بدل دی.

د یو شمېر امریکايي رسنیو او همداراز له امریکا لېري د یورو نیوز له لوري د سروې ګانو او نظرپوښتنو نتیجې ښيي د ټرمپ پرتله هریس ډېر ملاتړي لري.

د اګست په میاشت کې اغلې هریس په سیالۍ کې په لومړی ځل مخکښه شوه، سره له دې چې ځینې شنونکي په دې باور دي چې د جولای په نیمایي کې په پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ باندې د وژنې هڅه په دې معنا ده چې د هغه بری نژدې تضمین شوی و.

د هریس موقف وروسته له هغه نور هم ښه شو کله چې والز د هغې مرستیالي ومنله.

په پیل کې څرګنده نه وه چې نوموړی به حاضر شي چې له مېرمن هریس سره مرستیال ولسمشرۍ ته کاندیداتوري ومني او که ونه مني.

ټرمپ، چې د مهاجرو، اقلیتونو او بیلابیلو توکمنو، په تېره بیا مسلمانانو په اړه سخت دریځ لري، د یو شمېر امریکایانو له لوري په دې تورن دی چې توکمپالوونکي تمایلات لري. له دې کبله د امریکا په ټولنه کې، چې د نړۍ د هر هیواد وګړي پکې اوسي، ممکن د ګڼو خلکو له رایو محروم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب