جمعه, سپتمبر 13, 2024
Homeخبرونهد اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشر د طالبانو نوی قانون د...

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشر د طالبانو نوی قانون د ښځو پر حقونو تېری وباله

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ مه) د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي چې د اروپایي ټولنې غړي د طالبانو د امربالمعروف قانون اندېښمن کړي دي.

هغه پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه وویل چې اروپایي اتحادیه د افغان ښځو پر حقونو دومره پراخ تېری نه شي زغملی.

بوریل د اروپایي اتحادیې په استازیتوب وویل چې نوی قانون د هیوادونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو په عادي کېدو او د دې ډلې په رسمیت پیژندلو کې یو بل خنډ دی.

د طالبانو حکومت له واک ته رسیدو درې کاله وروسته لا هم هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې ډلې له افراطي اقداماتو داسي ښکاري چې له دې ایسته به هم په رسمیت ونه پېژندل شي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون  د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» د قانون په اړه د یوناما او ځینو نورو خواوو اندېښنې بې اساسه وبللې.

نوموړي ویلي، هر هغه غیر مسلمان چې د یادو قوانینو په اړه اندېښنه ښيي او یا یې ردوي باید ځان په اسلامي قوانین پوه او درناوی یې وکړي.

ده دا هم ویلي، کوم مسلمانان چې دا قانون ردوي هغوی د ایمان له زوال سره مخ دي.

بوریل په طالبانو غږ وکړ چې “د افغان ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیکه او پراخه سرغړونه پای ته ورسوي”، ده زیاته کړه چې له ښځو سره د طالبانو چلند ممکن د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په توګه وګڼل شی، چې د روم د کړنلارې له مخې د بشریت پر ضد جرم ګڼل کیږي.

اروپایي اتحادیې د طالبانو د امریالمعروف په نوي قانون کې د دغه وزارت د پراخو واکونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوی قانون دې ادارې ته ډیر اجرایوي واکونه ورکوي.

ده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه لیک ته په اشارې وویل چې د اړیکو عادي کول او د طالبانو په رسمیت پیژندل په دې شرط دي چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي.

په دې قانون کې له محرم او حجاب پرته د ښځو په ګرځېدو بندیز لګول شوی او همداراز د نارینه وو پر جامو او ږیرې پر څارنې ټینګار شوی دی.
دغه قانون د یوناما په ګډون د بشري او د ښځو د حقونو د فعالانو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوی دی.
یوناما په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د طالبانو د نوي قانون له مخې د خلکو د حقونو اخیستل او په دوامداره وېره کې ساتل به د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري دیکارلو د طالبانو “د امربالمعروف او نهې المنکر قانون” د انساني وجدان خلاف بللی او ویلي دي چې ، چې د دغه قانون تصویب به نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورتګ مخه ونیسي.

تېره اوونۍ د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا تصویب شو.

د دغه قانون له تصویب سره، په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه وو سره د ښځو سفر منع شوي دي.

دغه قانون هم د ښځو مخ، بدن او غږ د “عورت” په توګه ګڼي او د “غیر محرم” په مخ کې یې ښکاره کول جرم بولي.

1 COMMENT

  1. جوزیپ بوریل، دا تاسې نه وئ او نه یاستئ چه دینی تعصب مو خپلو ګټو له پاره په ټوله نړۍ کې د چلوونو له لارو لمن وواهه، نن مې طالبانو ته خبرداري ورکړ، ستاسو د اسنادو پر بڼسټ!

    تاسو عزتمندو ته سلام او درناوی!

    له تعصباتو نه لاس وباسئ! دا د غرب مستند ، لاندې تحقیقي سند، دسیسه وه او دی چه لکه نن چه اسرایل د فلسطین وینې تویوي، پاکستان به د
    افغانانو وینې تویې کړي ! له تعصب نه لاس ؤباسئ! یو تحقیقی سند له ډېرو نه:https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-der

    زه زمری کاسی یم

    تاسو عزتمندو ته درناوي.

    د غرب له دسیسو نه ځانونه خبر کړئ، موږ په خوب کې ؤ چه د موږ وطن د بربادي دسیسې جوړې سوې وې!

    https://www.pbs.org/wgbh/pages/frontline/shows/target/etc/modern.html

    https://www.jstor.org/stable/10.13169/jglobfaul.6.2.0186

    یا دا لاندې مخ کې ټول مالومات ولولئ!

    https://www.google.com/search?q=how+the+west+created+the+terrorism&oq=how+the+west+created+the+terrorism&gs_lcrp=EgZjaHJvbWUyBggAEEUYOdIBCjI2NjMxajBqMTWoAgiwAgE&sourceid=chrome&ie=UTF-8

    ګلونه
    زمری کاسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب