پوهندوی یحیا “همای”
پښتو سره له دې چې د افغانستان يوه لویه او د ډيرو ويونکو لرونکې ژبه ده او د تېر اساسي قانون د شپاړسمې مادې له مخې یې رسمیت او د کارېدنې حقوفي بریدونه روښانه دي، خو په ډيرې خواشينۍ سره بايد دا تريخ حقيقت ومنو، چې د افغانستان پخوانيو او تېرو حکومتونو د پښتو ژبې د بډاينې او پراختيا لپاره نه یوازې دا چې د پام وړ کارونه نه دي کړي، بلکې له خپلو روا او رسمي حقونو یې هم بې برخې کړې ده. همدا لامل دى چې زمونږ د ټولنې ډيرى هغه لوستي برخه چې د تېرو حکومتونو د واکمنۍ پرمهال يې زده کړې کړې دي، سره له دې چې پښتانه دي، خو نشي کولاي په اسانۍ سره په پښتو ژبه درسته لیکنه وکړي.
له پښتو سره د حکومتونو چلند
د پخوانيو حکومتونو د واکمنۍ پر مهال په پلازمينه کابل کې څوک لږ تر لږه پر پښتو پوهېدل هم نه او که به کوم پښتون کابل ته وکوچېد، نو د وخت په تېريدو سره به يې خپله ژبه هېره کړه. د پخواني ټولواک محمدظاهرشاه کورنۍ د دې ادعا د ثبوت غوره بيلګه ده. د محمد ظاهر شاه کورنۍ سره له دې چې محمدزي پښتانه وو، خو پر پښتو نه پوهېدل. په پلازمينه او نورو حکومتي دفترونو کې د پښتو نه چلښت ددې لامل شو، چې پښتو ته د ولس اړتيا له منځه لاړه شې او ډېری ښاري او سیاسي وګړي د پښتنو په شمول له پښتو ژبې سره مخه ښه وکړي. ځکه چې په پلازمينه کې له ښوونځيو نيولې تر پوهنتونونو، حکومتي دفترونو، د واکمن او نورو لوړپوړو چارواکو تر ويناوو هرڅه په پښتو نه ترسره کېدل، نو ښکاره خبره ده، چې په دغه ډول چاپيريال کې به ولس څرنګه د پښتو زده کړې ته اړتيا احساس کړي. نو دغه تشه او ستونزه د پښتو ژبې د کمزورتیا او شاته والي یو له سترو او مهمو لاملونو څخه ده، چې تر اوسه هم دوام لري او د نوموړې ژبې د پیاوړتیا او پراختیا په لار کې یې ستر خنډ رامنځته کړی دی.
د پښو پر وړاندې د لوستو او علمي کادرونو چلند
که د نورو لوستو او علمي کادرونو په کړنو او سایکولوژیکي لیدلوري غور وکړو، نو دوی د پښتو ژبې پیاوړتیا او پراختیا یوازې د پوهنتونونو د پښتو څانګو استادانو، ادیبانو او شاعرانو دنده او مسولیت ګڼي. د نورو علمي ځانګو پښتانه استادان او پروفیسران خپل ځانونه له دغه درانه مسولیته په بشپړه توګه وتلي او خدای بښلي ګڼي. که موږ تاسې د کابل مرکزي او نړيوال پوهنتون د پښتنو استادانو کړنو او سايکولوژۍ ته ځير شو، نو وینو چې ډېری یې هغو اطرافي او له کلیو او بانډو څخه راغلو پښتو ژبو محصلینو ته، چې له دري ژبې سره مطلقه نابلدتیا لري، په دري ژبه تدریس کوي او خپل تدریسي کتابونه او چپټرونه یې ورته په دري ژبه چمتو کړي دي. د علمي رتبو په موخه خپلې مقالې، کتابونه او سمینارونه هم په دري ژبه لیکي او چمتو کوي. زه چې په نوموړي پوهنتون کې د تېرو اوولسو کلونو راهیسې د تدریس دنده پر مخ وړم، د ځینو استانو په اړه ډېر وروسته پوه شوم، چې په اصل کې پښتو ژبی دی، خو هسې په دري ژبه تدریس، لیکنې او خبرې کوي.
نو که چېرې د پښتو د ويونکي سایکولوجيکي لیدلوری پیاوړی وی، خپلې ژبې او هویت ته په ارزښت قایل وی. یا یې له خپلې ژبې پښتو سره شعوري او حقوقي چلند کړی وی، نو د دغې ژبې په لا غوړېدا او پراختیا کې یې ښکاره او ګټور رول لرلی شو. دغه هغه شاخصه یا فکټور دی، چې د نوموړې ژبې د پرمختګ په لار کې یې خنډونه رامنځته کړي دي او باید ورته پاملرنه زیاته شي.
د پښتو پر وړاندې د عامو ولسي وګړو چلند
له لوستو او د نورو علمي څانګو د پښتنو کادرنو ور اخوا د پشتو پر وړاندې د هغې د عامو ويونکو یا پشتون توکمو کړنې او سایکولوژیک لیدلوری هم د پام وړ دی. دغه برخه د یوه مهم زیانمن فکټور په توګه یادولی شو، چې د ژبې د پراختیا په لار کې یې خنډونه رامنځته کړې دي. زما د خپلې تجربې او لید پر بنسټ په تېرو دوه لسیزو کې به مې په سلو کې پنځه سلنه داسې دري ژبې وروڼه لیدلي وي، چې له یوه پښتو ژبي سره یې په پښتو خبرې کړې وي. نور پاتي په سلو کې پنځه نوي سلنه پښتانه له دري ژبو سره په دري ژبه خبرې کوي. کوم دري ژبي ته چندانه اړتیا نشته چې پښتو ژبه زده کړي او یا پرې خبرې وکړي، ځکه دغه اړتیا یې پښتو ژبو ور پوره کړې ده او ټولې اړیکې ورسره په دري ژبه په ورین تندي په ویاړ سره پالي. له دې وراخوا د دري ژبو او پښتو ژبو په دوستیو کې له یوې درې ژبې ناوې د پشتنو سترې سترې کورنۍ دري ژبې کېږي او شوې دي. په دې سربېره د هېواد په هغو ولایتونو کې چې ګډژبي دي، پښتانه او دري ژبي دواړه پکې ژوند کوي، تر ټولو زیاینمنې برخې دي او ژبنۍ پولې د پښتو په زیان د دري ژبې له خوا خوړل کېږي. ډيری په پایله کې ډېری پښتو ژبې کورنۍ په پښتو ژبه خبرې نه کوي او مخ په دري ژبوالي روانې دي. داسي پښتانه لا هم شته چې يوله بل سره په دري ژبه خبرې کوي.خو له دري ژبو ځخه یې هیځ نیکه او د هغې لمسی له پښتو ژبو سره په پښتو خبرې نه کوي. په دې برخه کې د نورو ډېرو شواهدو د راوړنې او لیکنې اړتیاده، خو دلته د خپلې ژبې پر وړاندې د پښتنو د سایکولوژيکي ليدلوري په اړه په دغه لنډه یادونه بسنه کوم، چې ډېری پښتانه د دري ژبو په وړاندې په پښتو د خبرو کولو له سره جرات هم نه لري. که په کابل کې د سورلیو په یوه موټر کې ټول پښتانه ناست وي او موټر چلونکی یې هم پښتو وي، خو د ښکته کیدو پر مهال له چلوونکي سره په دري ژبه خبرې کوي.
د پښتو اوسمهالی ژبنی، ادبي، څېړنیز او تخلیقي بهیر
د پښتو ژبې علمي ادبي او ژبنۍ څېړنیزه برخه تر اوسه په کمزوري حالت کې ده. زموږ مشرانو ژبپوهانو د ژبې په برخه کې ډېری کار یوازې په رغښتي برخه کې کړې دي او ډېری یې د ګرامر په بیا بیا تکرار لیکنې او تالیفاتو کې ځانونه بوخت کړي دي او د ژبپوهنې په نورو برخو لکه چارواله، زېږنده، ادراکي، تاريخي او پرتلیزه… کې د پښتو ژبې لپاره یا په پښتو ژبه څه نه دي شوي. په ادبي څېړنیزه برخه کې هم ډېری ادبپوهانو د ادب تاریخ په لیکنې څېړنې او تلیفاتو کې کار کړی دی. دا ډول که څه هم د کره کتنو لړۍ روانه ده، د ځينو لیکوالو له خوا کره کتنیزې غونډې کېږي، یا د یو شمېر لیکوالو له خوا کره کتنیزې لیکنې کېږي، خو د څرنګوالي او ډېروالي له پلوه په دې کچه نه دي، چې د نورو ملتونو او ژبو سره له همدې پلوه پښتو سیالي وکړای شي. په تخلیقي برخه کې هم ډېری کسانو یوازې شعر لیکنې ته مخه کړې ده. پر نورو ادبي ژانرونو کار کېدنه تر ډېره محدوده ده. که موږ د طنزونو، لنډو کیسو، ډرامو، ناولونو، ادبي ټوټو ژانرونو اوسمهالي بهیر ته ځير شو، نو د شعر په پرتله له کمزوري حالت لرونکې ده. سره له دې چې د شعر په برخه کې اوسمهال د غوره، پیاوړو او ښو شاعرانو لرونکي یو، ډېر شمېر ځوانان په شعر لیکنې بوخت دی، خو یوازې شعر لیکنه د ژبې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره بسنه نه کوي. د پښتو ژبې پیاوړتیا او د نړۍ له نورو پیاړو ژبو سره د سیالې جوړونې دنده یوازې د شاعرانو اړونده نه ده او نه شعر لیکنه په یوازې توګه کولی شي پښتو د نړۍ له ژبو سره د سیالۍ جوګه کړي. شعر، شاعري او شاعر د ژبې او فرهنګ په پیاړتیا او پراختیا کې یوه څېرمه او جزوي هڅه، کړنه یا ښېګڼه ده، خو دغه برخه داسې یو مرکزي رول نه شي ترسره کولای، چې د پیاوړتیا او پراختیا ټول وړ شاخصونه او فعالیتونه کاور یا په ځان کې راونغاړي.
له دې ور اخوا په اوسمهالې نړۍ کې د حیرانونکو او چټکو ټکنالوژيکي پرمختګونو په لامل، سره له دې چې له یو بل سره د لېږد وسېلې او اسانتیاوې په کې ډېرې شوې، خو ورسره د شعر اوریدنې او لوستنې دوقي اړخ په کچیز (تدریجي) ډول کمزوری شوی او کمزوری کېږي. په دې توګه د شعر او شاعرۍ ارزښت د پخوا په پرتله مخ په ځوړند روان دی. که څه هم د دغو ادعاوو اثبات د ډېرو دلایلو وړاندې کولو او ډېرو پاڼو د تورولو اړتیا رامنځته کوي، خو دا چې زما دغه لنډه تنګه لیکنه یې د ځایونې وړتیا نه لري، نو دلته یوازې په دې بسنه کوم، چې د اوسمهالې ټکنالوژۍ د پرمختګ په ترځ کې د اړیکو پراختیا، په بېلابېلو برخو کې رامنځته شوې انټېرنټي وېب پاڼې، ډول ډول چاریز او کاري افلیکېشنونه، ټولنیزې رسنۍ او د پیغام د لېږد نوې او اسانه وسېلې، د ډېش انټن په مرسته د نړۍ د بېلا بېلو سیمو، هېوادونو او توکمنونو اړوند ټلویزوني چېنلونه، چې د نړي په هر کوټ کې میشتو وګړو ته د تاریخي جنګي سیاسیي، بيولوژيکي او جغرافیه يي جالبو مستندونو، ډول ډول علمي معلوماتو، فرهنګونو او د ورځنیو نوو نړېوالو پېښو، خبرونو او پیغانو د لېږد او رسونې وړتیا لري، پر شعر او شاعري خپل سیوری غوړوي او یادې جالبې وسېلې د شعر او شاعرۍ د دوقي اړخ د کمزورتیا د سترو لاملونو په توګه یادولی شو. په لنډه ویلی شو، چې په پښتو کې په ژببنۍ او ادبي دواړو برخو کې ډېری اړین اړخونه شته، چې د څېړنو، د اثارو د لیکنې، ژباړنې او رامنځته کونې اړتیا لري.
پایله
د هرملت د بقا او پايښت لپاره د هغه ملت د فرهنګ او کلتور ساتنه اړېنه ده. هغه ملتونه چې خپل کلتور ته يې په درنه سترګه نه دي کتلي او د خپل فرهنګ د ساتنې مسؤليت يې په سمه توګه نه دى ترسره کړى، د نابودۍ او د فرهنګ له ورکیدو سره مخ شوي دي. د کلتور د ساتنې لپاره تر ټولو مهمه وسېله ژبه ده. د ژبې په ژغورنې او بډاینې سره کولی شو خپل کلتور خوندې وساتو.
که موږ د پښتو ژبې د پیاوړتیا، پراختیا، بډاینې او د نړۍ له نورو ژبو سره د هغې د سیالې جوړونې رښتینې هڅه کوو، نو دا یو واقیعت دی، چې یوازې په شعر او شاعرۍ دغه وړۍ نه شړۍ کېږي. موږ باید د شعر او شاعري او نورو ادبي تخلیقي پنځونو، کره کتنو او څېړنو ترڅنګ د نړۍ د پياوړو ژبو د زده کړې په مرسته په بېلابېلو علمي برخو او څانګو کې د لیکنو او ژباړو له لارې په پښتو ژبه کې د اړتیا وړ ډېری علمي اثار رامنځته کړو. په دې کار سره به مو له یوې خوا د خپلې وروسته پاتې ټولنې علمي او زده کړنۍ اړتیاوې ځواب کړې وي او له بلې خوا به مو خپله ژبه د لیکنیو توکو او اثارو له پلوه په ځان باسیه، پياړې او بډایه کړې وي.