تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) د افغانستان بانک مرستیال، صدیقالله خالد، ویلي چې د روان لمریز کال تر پایه به له بانکي حسابونو د پیسو پر ایستلو ټول محدودیتونه په بشپړه توګه لغوه شي.
صدیقالله خالد د یکشنبې په ورځ (د لړم په درېیمه) د افغانستان د بانکونو د اتحادیې له لوري د افغانستان د بانکوالۍ په ملي کنفرانس کې وویل چې سږ کال په بانکونو کې د خلکو د سپما کچه لوړه شوې او پنځو میلیاردو افغانیو ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړه: «د روان کال تر پایه به د پېرېدونکو پر بانکي حسابونو لګول شوي محدودیتونه په بشپړه توګه لغوه شي.»
د افغانستان بانک مرستیال همداراز وویل، چې په بېلابېلو سیمو کې به د پیسو ایستلو ۱۰۰ نوي ماشینونه (ایټياېم) ولګول شي او په ګڼو ځایونو کې به د برېښنايي پیسو ورکولو ماشینونه (پياواېس) هم فعال شي. دغه ماشینونه پېرېدونکو ته زمینه برابروي چې د نغدو پیسو پر ځای د بانکي کارت له لارې پیسې ورکړي.
خالد دا هم وویل، چې په افغانستان کې شپږو بانکونو د اسلامي بانکوالۍ ټول شرایط پوره کړي او ډېر ژر به د اسلامي بانکوالۍ جوازونه ترلاسه کړي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان بانکي نظام له پراخو ستونزو سره مخ شو او پر بانکي حسابونو محدودیتونه ولګول شول.
د دغو محدودیتونو له ډلې یو هم له بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستلو د اندازې ټاکل وو. که څه هم په وروستیو کې د پیسو ایستلو اجازه ورکړل شوې اندازه تر یوه بریده لوړه شوې، خو دغه محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.
د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، له انفرادي افغاني حسابونو څخه په اوونۍ کې د پیسو ایستلو حد ۳۵۰ زره افغانیو او له ډالري حسابونو څخه پنځو زرو ډالرو ته لوړ شوی و.
همداراز، په میاشت کې له افغاني حسابونو څخه د پیسو ایستلو حد یو میلیون افغانیو او له ډالري حسابونو څخه ۱۵ زره ډالرو ته رسېدلی و.
د افغانستان بانک د پخوانۍ خبرتیا له مخې، له هغو انفرادي حسابونو څخه چې تر دوو میلیونو افغانیو یا ۳۰ زره ډالرو پورې پیسې پکې وي، د پیسو ایستلو محدودیت نه لګېږي. ورته معافیت د هغو شرکتونو د حسابونو لپاره هم اعلان شوی و چې پکې تر درې نیمو میلیونو افغانیو یا ۵۰ زره ډالرو کمې پیسې وي.