تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د نړیوالې همکارۍ او پیوستون له فضا څخه په استفادې، په افغانستان او نورو سیمو کې خپل جیوپولیټیک نفوذ پراخ کړ.
لاوروف د چهارشنبې په ورځ له روسي رسنۍ «آر بي سي» سره په مرکه کې پر امریکا تور ولګاوه چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته یې د نړیوالې همکارۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیکونو څخه د پراخو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټه واخیسته.
هغه وویل، د امریکا پوځي عملیات یوازې د ترهګرو ډلو د ماتولو لپاره نه وو، بلکې موخه یې په مهمو سیمو کې د واشنګټن د سیاسي او پوځي حضور پیاوړتیا هم وه.
لاوروف وویل: «امریکا له نړیوال پیوستون او هغه پرېکړهلیک څخه چې پوځي عملیاتو ته یې اجازه ورکړې وه، تر ډېره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره نه، بلکې د خپلو جیوپولیټیک پلانونو د عملي کولو او د نفوذ د پراخولو لپاره کار واخیست.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې ورته تګلاره وروسته په عراق او لیبیا کې هم ولیدل شوه، چې د ده په وینا، امریکا په دغو هېوادونو کې د نړیوال امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم د حکومتونو د بدلون او ستراتیژیک نفوذ هڅې وکړې.
د لاوروف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې روسیې په دې وروستیو کلونو کې د امریکا پر بهرني سیاست او په نړیوالو شخړو کې د ناټو پر رول نیوکې زیاتې کړې دي. خو تر هغه مهاله چې له امریکا او لوېدیځ سره یې اړیکې ښې وې، نه یوازې یې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پر ماموریت او پوځي مداخلې نیوکه نه کوله بلکې په ملګروملتو او امنیت شورا کې یې د هر پرېکړه لیک چې د افغانستان په تړاو وړاندې کېدهو ملاتړ کاوه.
امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، پر افغانستان پوځي برید وکړ. په دغو بریدونو کې چې القاعدې ترسره کړل، نژدې درې زره کسان په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې ووژل شول.
واشنګټن ویلي و چې په افغانستان کې یې د پوځي عملیاتو موخه د القاعدې له منځه وړل او د طالبانو د هغه حکومت نسکورول وو چې اسامه بن لادن او د القاعدې نورو مشرانو ته یې پناه ورکړې وه.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پوځي حضور کابو دوې لسیزې دوام وکړ او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره پای ته ورسېد. له دې وروسته طالبان بېرته واک ته ورسېدل.
روسیې له هغه وروسته له طالبانو سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې او تعامل پراخ کړی، خو په عین حال کې ټینګار کوي چې د لوېدیځو هېوادونو پوځي مداخلې افغانستان له سیاسي بېثباتۍ سره مخ کړی دی.
لاوروف د روسیې هغه پخوانی دریځ بیا تکرار کړی چې د امریکا پوځي مداخلې یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له موخو نه، بلکې له جیوپولیټیکو موخو سره هم تړاو درلود. واشنګټن بیا تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې پوځي عملیات د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په غبرګون کې پیل کړي او موخه یې د راتلونکو ترهګریزو ګواښونو مخنیوی و.