Homeخبرونهافغانه مېرمن د داعش له طرحې سره د تړاو له منلو وروسته...

افغانه مېرمن د داعش له طرحې سره د تړاو له منلو وروسته له امریکا وایستل شوه

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۱ مه) په ټکساس ایالت کې د امریکا یوې محکمې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجی‌زاده، چې د امریکا دایمي اقامت یا ګرین کارت یې درلود، وروسته له هغه له امریکا وایستله چې هغې له داعش څخه په الهام اخیستو د ډله ییز برید د پلان تور یې ومانه.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، حاجی‌زاده منلې چې له یوه بهرني تروریستي سازمان سره یې اړیکې لرلې او د اخراج پر حکم یې د استیناف له حقه تېره شوې ده.

محکمې د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۰ مه) د هغې د ایستلو حکم ورکړ او د جمعې په ورځ له امریکا وایستل شوه. ویل شوي چې نوموړې خپل اصلي هیواد ته استول شوې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، دا په نژدې درېیو لسیزو کې د یوه «بهرني ترهګر» د اخراج په اړه د دې ځانګړې محکمې لومړنی حکم دی. دا محکمه په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوې وه، خو شاوخوا درې لسیزې ترې استفاده نه وه شوې.

د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، حاجی‌زاده له داعش سره د وفادارۍ ژمنه کړې، د خپلو اولادونو په افراطي کولو کې یې رول درلود او په ۲۰۰۲۴ کې یې د خپل زوی او زوم د ترهګریز پلان ملاتړ کړی و.

د مېرمن حاجی‌زاده زوی عبدالله حاجی‌زاده او زوم یې نصیر احمد توحیدي تر دې مخکې د یادې حملې د طرحې په تړاو نیول شوي او محکوم شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...