Homeخبرونه۲۷ کلنه فنلنډۍ انفلوینسره د پلاستیک جراحۍ په ترڅ کې مړه شوه

۲۷ کلنه فنلنډۍ انفلوینسره د پلاستیک جراحۍ په ترڅ کې مړه شوه

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۱ مه) د فنلنډ ۲۷ کلنه انفلوینسره اولیویا اوراس د پلازمېنې هیلسنکي د ښکلا په یوه خصوصي کلینیک کې د ښکلا / پلاستیک جراحۍ لپاره د بې‌هوښۍ درملو ورکولو (انستیزي) پر مهال بې‌هوښه شوه او وروسته په روغتون کې مړه شوه.

د نوموړې کورنۍ وايي، اولیویا له بې‌هوښۍ وروسته روغتون ته ولېږدول شوه، خو هلته یې ساه ورکړه. د هیلسنکي پولیسو ویلي، له پېښې درې ورځې وروسته یې د رسمي تحقیقاتو غوښتنه ترلاسه کړه او اوس د احتمالي جرم په اړه پلټنې روانې دي.

د اولیویا مور او پلار شک لري چې ښايي په کلینیک کې د کومې تېروتنې له امله دا پېښه شوې وي، خو تحقیقات لا په لومړني پړاو کې دي او نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

اولیویا په ۱۴ کلنۍ کې په انسټاګرام کې فعالیت پیل کړی و او د زرګونو کسانو پام یې ځان ته اړولی و. په ۲۰۱۶ کال کې د «The Perfect Selfie» په نوم مستند فلم له خپرېدو وروسته یې لا ډېر شهرت وموند. وروسته یې خپل انسټاګرام حساب بند کړ او په ۲۰۱۷ کال کې امستردام ته ولاړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...