شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبله نوميالي شاعر احمدفراز سره مرکه / ژباړه: بارکوال مياخېل

له نوميالي شاعر احمدفراز سره مرکه / ژباړه: بارکوال مياخېل

په ډېرې ايماندارۍ مي د نورو محروميتونه احساس کړل

[د اردو ژبې له نوميالي پښتون شاعر احمدفراز سره مرکه]

 

احمدفراز چي اصل نوم يې سيداحمدشاه و، د ١٩٣١م کال د جنورۍ پر څورلسمه نېټه د پښتونخوا په نوښار سيمه کې د سيدمحمدشاه برق په کور کې زوکړى و، خو اصلي ټاټوبى يې د کوهاټ سيمه ده، د اردو ژبې نوميالي او د سترې پايې شاعر و. په خپل ژوند کې يې ديارلس شعري ټولګې خپرې کړې، د نړۍ په کچه يې د ښه شاعر جايزې تر لاسه کړې. ارواښاد فراز تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ٢٠٠٨م مېلادي کال د اګست د مياشتې پر ٢٥مه نېټه د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې له دې
نړۍ سترګې پټې کړې. 

ارواښاد احمدفراز په ٢٠٠٣مېلادي کال کې د خپل يوۀ ادبي سفر په ترڅ کې کوټې ته راغلى و او د پښتو، بلوڅي او اردو ژبې له ګڼ شمېر شاعرانو سره يې ليدنه کتنه وکړه او پر ګڼ شمېر ادبي مسايلو يې ورسره خبرې او بحثونه وکړل. دا لاندېنۍ مرکه هم په مجلسي ډول د کوټې د ځينو اردو شاعرانو له خوا ورسره شوې وه، چي په مشهوره اردو ورځپاڼه (جنګ) کې خپره شوې وه او پښتو ژباړه يې په لومړي ځل په ٢٠٠٨م کال په (ښکلا) مجله کې خپره شوې وه.       ((بارکوال))

 پوښتنه:- ښاغلى احمدفراز تاسې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې په اردو شاعري کې په ټوله نړۍ کې د زيات شهرت او نوم لرونکي شاعر په توګه پېژندل کېږئ او په هند او پاکستان کې په ميلينونو خلکو ستاسې شعرونه په ياد کړي دي، تاسې له پاکستانه پرته په هند کې هم په مشاعرو، سېمينارونو او ادبي غونډو کې ګډون کړى دى، په دغو دوو هېوادونو کې د شاعرۍ په اړه ستاسې رايه څه ده؟

ځواب:- تر کومه ځايه چي په هند کې د اردو او هندي شاعرۍ خبره ده، نو زه دا ويلاى شم چي تر غالب وروسته په هند کې بل هيڅ يو لوى شاعر نه دى پيدا شوى، خو د هغه په پرتله په پاکستان کې علامه محمداقبال، فيض احمدفيض، مجيدامجد، ن.م. راشد او نور ډېر شاعران پيدا شوي دي. په هند کې چي اوس هم کومه اردو او هندي شاعري کېږي، هغه په پاکستان کې د کېدونکې شاعرۍ په پرتله ډېره کمزورې او سطحي شاعري ده، البته د هغه ځاى خلک وايي چي په هند کې په ځينو سيمه ييزو ژبو کې ښه شاعري کېږي، خو موږ اوس په هغو سيمه ييزو ژبو نه پوهېږو، ځکه نو د هند د هغو سيمه ييزو ژبو د شاعرۍ په هکله هم څه نه شو ويلاى. اوسمهال هم په پاکستان کې ډېره ښه شاعري کېږي، منير نيازى خپل ځانګړى سبک او ليکلاره لري، ډېره ښه شاعري کوي، تر کومه ځايه چي د هند خبره ده، نو هلته تر کيفي اعظمي وروسته هيڅ يو ښه شاعر نه دى پيدا شوى او هغه هم د منځنۍ درجې شاعر و، د هغوى په پرتله په موږ کې د غزل او نظم له پلوه ځينې نوي اوازونه د فکر او هنر له مخې ډېر باارزښته او مهم ګڼل کېداى شي.

پوښتنه:- د شاعر او شاعري په اړه تاسې د خپلې تجربې په روڼا کې څه نظر لرئ؟

ځواب:- وروره شاعري څه د نيمې ورځې کار يا وظيفه نه ده، دا ټول ژوند غواړي بلکې شاعري غواړي چي څلرويشت ساعته به دي د وينې فشار لوړ وي، په دې کې د ژوند بېلابېل رنګونه نغښتي دي، د ژوند ډېر اړخونه پکښې دي، د بې روزګارۍ عذاب ورسره تړلى دى، د ژوند ترخۀ او خواږۀ حقيقتونه ورسره تړلي دي، له خپله ځانه سره په پرله پسې توګه جګړه کول دي، کله- کله پکې سړى خپل ځان ته هم ښکنځاوې کوي او ورسره په جنګ اخته وي. هو خو شاعري هڅه او کوښښ دى، د ژوند په لاره کې د پرتو اغزيو سينګار او ښايست دى، مينه ده او بيا تر ټولو مطالعه او مشاهده مهمه ده، په شخصي توګه د هر شاعر خپل انداز او محسوسات وي، اوس ګوره خوږلت دى، د دې څو ډوله خوندونه دي. د حلوا، نارينګۍ او يا د نورو خوږو شيانو په خوږلت کې څومره فرق وي. د شاعر د خپلو احساساتو له مخې خو هغه په خپل شعر کې ځانګړي او اغېزمن خواږه وړاندې کوي. په شاعري کې د راکړې ورکړې خبره نه چلېږي، دا خو يو ډول پرله پسې رياضت او شخوند ته اړتيا لري، شاعري له شاعر څخه په بشپړه توګه وفا غواړي، له شاعري سره بې وفايي کول له خپل معشوق سره تر بې وفايۍ کولو زياته بده خبره ده او بيا شاعري له تا پوره وخت غواړي، داسې نه ده چي ستا مصروفيتونه زيات دي، نو ته د اتو- لسو مياشتو لپاره شاعري پرېږده او بيا چي وخت او فرصت دي پيدا کړ، نو بيرته شاعري پيل کړه. شاعر که يو ځل د شاعرۍ لمن خوشې کړه، نو بيا شاعري د ده انتظار نه کوي، نو ځکه زه دا وايم چي شاعر دي په پرله پسې توګه شاعري کوي.

پوښتنه:- د مشهورې شاعرۍ او معياري يا لويې شاعرۍ تر منځ څه توپير دى؟

ځواب:- شاعري په اسانه نه کېږي چي څوک دي هيڅ بې هيڅه د کاغذ پر مخ يو څه وکښلاى شي، ته به په پرله پسې توګه هڅه کوې، که ته شاعر يې نو بيا به د شاعرۍ د ټولو اصولو د پر ځاى کولو تر څنګ په پرله پسې توګه دا هڅه او کوښښ کوې چي ښه شاعري وکړې. يو څوک ناببره شتمن جوړېدلاى شي، په يوۀ ليلامګر کې يې لاټري ختلاى شي، خو په شاعرۍ کې لاټري نه خېژي، بلکې په ادب کې چاته لاټري نه ور خېژي، څوک په ناڅاپي توګه لوى ليکوال يا شاعر نه شي جوړېداى، سمه ده چي يو څه موده به شهرت تر لاسه کړي او شهرت به يې يو څه موده پاته شي، خو خبره دا ده چي کله يو شاعر په شاعري کې داسې يوۀ مقام ته رسېږي چي هغه د خلکو له خوا ومنل شي، نو بيا ضروري ده چي يا خو مخ پر لوړ لاړ شي او يا مخ پر ځوړ راشي.

پوښتنه:- په همدې تناظر کې تاسې د فيض احمدفيض د وروستۍ شعري ټولګې (زما زړه، زما پردېس ” دلِ من، مسافرِ من”) په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب:- د ډېرو خلکو په ذهنونو کې دا خبره ور ګرځېدلې ده، زما په نظر تر يو څه وخته پورې د انسان اعصاب غښتلي او پر ځاى وي، خو کله چي بيا د سړي بدن کمزورى شي او سړى خپل سېک له لاسه ورکړي، د عمر داسې پړاو ته ورسېږي چي ساه هم سمه نه شي اخيستلاى، سړى دومره کمزورى شي چي د اورلګيت بلې تيلۍ ته ور پو کړي هم نه يې شي وژلاى، خو کله بيا داسې هم وي چي يو څوک په لوى عمر کې ډېر غښتلى او تکړه وي، خو ذهن او دماغ يې کار نه ورسره کوي. اوس خو ماشاءالله د احمدنديم قاسمي عمر ٨٥ کلونو ته رسېدلى دى (څو کاله کېږي چي هغه هم له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي)، نورې ټولې خبرې پر ځاى دي، خو اوس د هغه د شعر چينه وچه شوې ده او زما په نظر دا د يوۀ هنرمند لپاره د يوې غميزې برابر وي، چي هنر يې د دۀ په وړاندې ساه ورکړي.

پوښتنه:- يو وخت داسې وو چي د مترقي ادب ليکونکي (ترقي پسندان) ډېر فعال وو او په ټوله نړۍ کې د دې تحريک تر اغېز لاندې ډېره منل شوې او ښه شاعري او ادب منځ ته راغى، خو اوس ترقي پسندان چندانې هغسې فعاليت او هلې ځلې نه کوي، ولې؟

ځواب:- هو ما هم يو څه موده د مترقي فکر له مخې شاعري وکړه، په ډېره ايماندارۍ سره مي د نورو بېوزلي او محروميتونه احساس کړل، اوس هم په هماغه نظر يم. په يوۀ هېواد کې د نظام له بدلونه خو بايد داسې ونه انګېرل شي، چي ګواکې هغه نظام ناکامه شو، هغه د ناروغۍ د معاينه کولو ځاى ناکامه شو، هغه فلسفه ناکامه شوه، د نړۍ ستړې ستونځې او د انسان بده ورځ خو له طبقاتي پلوه نه ده بدله شوې، اوس هم د انسان په درد دردمن زړونه هماغسې ناکراره او په ټوپونو دي، هغه وړانګه او هغه سووکى (بڅرکى+سپرغۍ) لا مړ شوى نه دى، ستونځې اوس هم شته، د واک او اختيار د څښتنانو د بېوروکراسۍ په وړاندې اوس هم اواز را پورته کېږي، زه وايم چي د يو چا بې عزتي بايد ونه شي مثلاً که زه مزدور يم، خو د خپل هېواد د هغو ګټو لپاره- چي ماته يې را رسېږي- مزدوري کوم، زه بايد د هيڅ يوۀ لوى سړي او لوى شخصيت داسې يوه خبره ونه منم، چي هغه زما د هېواد او ولس د ګټو په خلاف وي، زما په نظر تر ټولو بنيادي خبره د ضمير ريښتينوالى او سپېڅلتوب دى.

پوښتنه:- د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته په نړۍ کې د ترقي پسندۍ په اړه يو ډول نظرياتي بحران رامنځته شوى دى، له سوشليزم (اشتراکيت) پرته بل کوم نظام ستاسې په نظر کاميابه شوى او څومره کاميابه شوى دى؟

ځواب:- زما په نظر که نن هم شوروي اتحاد پر خپل ځاى پاته واى نو امريکې به دا جرئت نه واى کړى، نن چي امريکا هر څه کوي په دې پوهېږي چي هيڅوک يې مخه نه شي نيولاى، نن که اسرايل پر يوۀ ځاى څلوېښت فلسطينيان وژني، نو بوش د هغو فلسطينيانو په اړه هيڅ نه وايي، بلکې د اسرايل لپاره وايي چي هغوى حق لري د خپل ځان دفاع وکړي. اې وروره! د شوروي اتحاد له ماتېدو څخه خو تاوان پېښ شوى دى، خو په دې کې د زړه د بدېدو خبره نه شته. د احساساتو له مخې که پر انسان باندې ظلم او تېرى کېږي نو د شاعر زړه به ارورمرو پر دردېږي او په ليکلي ډول به تر خلکو پورې د دې درد د رسولو دنده او رسالت تر سره کوي.

پوښتنه:- له پينځوسو کلونو راهيسې ستاسې په شهرت کې کمي رانغله، بلکې نور زياتوب پکې شوى دى، کتاب مو چاپېږي او په بيړه خرڅېږي، په دې اړه څه واياست؟

ځواب:- زه تل د هغو ميلينونو انسانانو- چي له ما او زما له شاعرۍ سره مينه لري- د مينې او لورېينې مننه کوم او خلک هم دا وايي چي له پينځوسو کلونو راهيسې دومره زيات شهرت لري او لا يې شهرت پسې زياتېږي، نو يو څه خبره خو ضرور شته، خو زه شهرت د معياري شاعرۍ بنسټ او بنياد نه ګڼم. په ١٩٧١م کال کې د “منسلک” په نامه يوه مجله خپرېدله، په دې مجله کې د شهرت په لحاظ يوه لړۍ پيل شوه، چي په هغه کې به لوستونکيو د خپلې خوښې سندرغاړي، د خپلې خوښې سروز ږغوونکي (موسيقار) او د خپلې خوښې شاعر ته رايې ورکولې. په شاعرانو کې خلکو ماته تر فيض احمدفيض زياتې رايې راکړې، اووه دېرش زره رايې وې، کله چي بيا په واپډاهاوس (برېښناکوټ) کې يوه غونډه جوړه شوه، ضياء محى الدين يې وياندي کوله او بېګم نصرت بوټو (د بې نظير بوټو مور) هم هلته راغلې وه، نو ما د دريځ پر سر وويل چي: “زه خپله رايه فيض صاحب ته ورکوم” او زه نن هم هماغه خبره کوم. زما کتاب (دردِ آشوب) په ١٩٦٠م کال کې آدم جي جايزه وګټله او زما تر وروستي کتاب (غزل بهانه کروں) پورې پر ټولو نيمګړتياوو او عيبونو برسېره تاسې هر څه وينئ، خو زه به دومره ووايم چي ماته خلکو بېخي ډېره مينه راکړې ده او ماته تر ټولو مهمه خبره همدا ده چي زما په ژوند کې د ميلينونو انسانانو مينه زما په برخه شوې ده، خو تر کومه ځايه چي د شاعرۍ خبره ده، زه هيڅکله هم ترې ډاډه نه يم او نه به ترې ډاډه شم. بيا هم هغه خبره ده، چي د وينې فشار به دي په پرله پسې توګه لوړ وي.

پوښتنه:- تاسې غزل او نظم دواړه ليکلي دي، آيا د دغو دواړو ژانرونو لپاره بېل-بېل حالت او کيفيت ته اړتيا وي که څنګه؟

ځواب:- زما لپاره شاعري مهمه ده، د شاعرۍ کوم ژانر مهم نه بولم. په “غزل بهانه کروں” کتاب کې مي يو نظم هم نه شته، ټولې غزلې دي، په دې موده کې مي هيڅ يو نظم هم نه دى ويلى، که د نظم ټوله موضوع د غزل په يوۀ بيت کې ځاى شي نو نظم ته اړتيا نه پېښېږي، خو که خيال او موضوع داسې وي چي د نظم غوښتنه کوي نو بيا خپله نظم شي، د دې لپاره زه ځانګړې تياري نه کوم. هو دا خبره ضرور ده چي د تګ پر وخت د موټر چلولو په حال کې هم د غزل بيتونه جوړوم، مګر نظم ليکل ناسته غواړي، نظم د بشپړې توجه او فکري يووالي تر څنګ زيات وخت غواړي. زما په نظر د دغو دواړو د ليکلو تر منځ پيمانه بېله ده، مثلاً که ته اوبو ته تږى يې، نو د اوبو لپاره ګيلاس موضوع ده، خو که دي د چايو په کپ کې اوبه وڅښلې نو تنده دي نه ماتېږي، همداسې د غزل رنګ جلا دى، د نظم خوند جلا دى او دا هر يو خپله پيمانه پخپله له ځانه سره راوړي، که غزل وي د غزل قالب به وي او که نظم خپله به يې جوړښت د نظم وي، هو د غزل په پرتله نظم يو ډول ترتيب غواړي او بيا دا هم ده چي د خيال له پلوه تر کومه ځايه غزل يا نظم غزېږي بايد پسې وغزول شي نه کم نه زيات. مهدي حسن چي کله “رنجش هى سهى” سندره وويله نو له ځانه يې د يو چا دوه بيتونه پسې زيات کړل، ما ورته وويل چي ته داسې کار مه کوه او له دې هيسته زما غزلې مه وايه، زه پوهېږم چي څومره بيتونه بايد وويل شي، ګنې که ما غوښتلاى نو پر دې غزل به مي لس بيتونه ور زيات کړي واى.

پوښتنه:- تاسې له ډېر پخوا راهيسې له فيض احمدفيض سره شناخت او ملګرتيا لرئ، ستاسې د ملګرتيا په اړه که څه راته وواياست؟

ځواب:- تر کومه ځايه چي له فيض صاحب سره زما د ملګرتيا خبره ده، ما به له هغه څخه ازادي اخيستله، د جنرال ضياءالحق د واکمنۍ پر مهال موږ په لندن کې وو، عبدالله ملک، علي سردارجعفري، فيض صاحب او څو نورو پوهانو او د قلم څښتنانو پينځويشت کاله مخکې (افرو اسيا کنفرانس) پيل کړى و، هغه په دويم ځل پيل کړاى شو، هغه مهال فيض صاحب په لندن کې زما په کور کې اوسېدۀ، موږ دواړه (افرو اسيا کنفرانس) ته ور ورسېدو، عبدالله ملک، جعفري صاحب، فارغ بخاري، شهرت بخاري، شايدنديم، فريال ګوهر او ځينې نور ملګري هلته موجود وو. په دې غونډه کې د لبنان، فلسطين او د نړۍ د نورو سيمو پر ستونځو بحثونه او خبرې پيل شوې، ما پر ږغ کړل چي وروره زموږ په ملک کې پر ريښتيا ويلو سانسور دى او نورې ډېرې ستونځې دي، زه لومړى د خپل هېواد خبره کول غواړم، د جنرال ضياءالحق غندنه کوم، خو فيض صاحب زما دې خواته نه راتۀ، ما هم خپله څوکۍ بلې خواته ترې کش کړه، فارغ بخاري او شهرت بخاري هم همداسې وکړل، له دې سره په ټوله غونډه  کې بدخوندي او بدنظمي پيدا شوه. له دې وروسته به نو زه او فيض صاحب بيرته يو ځاى را ستنېدو، خو کله چي موږ د غونډې له ځايه را ووتو نو فيض صاحب زما په غاړه کې لاسونه را واچول او راته ويې ويل: “وروره موږ به اوس بيرته وطن ته هم سره ځو”.

فيض صاحب ډېر خوږ انسان و، له هيچا يې کرکه نه کوله، د هيچا غيبت يې نه کاوه، هيڅکله کاوړ (غوسه) نه ورتۀ، زه به تل داسې ورته اريان وم او کله به مي په ټوکو ورته وويل چي غوسه خو ځناورو ته هم ورځي، مګر تاته نه درځي.

پوښتنه:- د شاعرانو او اديبانو تر منځ ناندرۍ او اختلافات ډېر وي، دې کار ته په کوم نظر ګورئ؟

ځواب:- تر کومه ځايه چي د ادبي فکري مکتبونو تر منځ د فکري او نظرياتي اختلاف او ټکر خبره ده، نو دا خو ښه خبره ده، مګر تر کومه ځايه چي د شخصي اختلافاتو او ناندريو خبره ده نو دا بده خبره ده. زموږ په وخت کې ډېر کم داسې پېښ شوي دي چي د چا تر منځ به شخصي اختلاف وو، خو پخوا د درباري شاعرانو تر منځ دا خبره عامه وه، د دوى تر منځ به تل شخصي مخالفتونه وو، زما په نظر نن هم چي کوم شاعران او اديبان د ځان په اړه خبرې کوي او يا شخصي مخالفتونو ته زور ورکوي، هغوى اوس هم درباري شاعران او اديبان دي او دوى د خپلو شخصي ګټو لپاره داسې کوي.

شوى جادو دى پر دې ښار صدا د هيچا نه شته
دلته د ځان لپاره هم دوعا د هيچا نه شته
په مني څيرې ستا ګرېوان و، په پسرلي کې زما
پر دې ظالم موسم خو فرق اشنا! د هيچا نه شته
زه که يې نن يمه په ضد تاسې هم مه کړئ هوس
څراغ د ټولو وژني مله هوا د هيچا نه شته

احمدفراز       
((ژباړه: بارکوال))

1 COMMENT

  1. ياره باركواله سلام دې در ورسيږي او پر ګوتو دې بركت شه
    ځومره چې مركه له خونده ډكه ده همدومره دې په خوند ژباړلې ده، او دا مركه به له شكه پرته د ډيرو ډېرو لوستونكو لپاره ډير ځه ولري،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب