جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزد ژوند پاڼه (زما ماضي!؟)/ ادم خان سیرت

د ژوند پاڼه (زما ماضي!؟)/ ادم خان سیرت

دا ډیر وخت مې د ژوند پاڼې لپاره څه نه دي لیکلي، د ژوند مصروفیتونو او ناخوالې دومره زیاتی دي چې سړی د خپل هوډ څخه کله کله بلې خوا ته بیایي او کله هم چې سړی دخپل مسیر څخه د ډیر وخت لپاره بلې خواته شي بیرته راګرځول یې ستونزمن دي،خو په ژوند کې داسی ډيرې پیښې کیدوونکي دي چې کولی شي په یوه لحظه کې درته ډیر څه زده او ډير څه در په زړه کړي، ما دخپل نامعلوم تګ لوري او سرګردانه نیم ژوانده ژوند سره ژمنه کړې وه چې هیڅکله به یې  دماضي نادودې او پيښې ورته نه په ګوته کوم او نه به یې پرې وخت ضایع کوم بس دهماغه د یوالي ساعت په څیر چې دخونې ناست خلک پرې خپل راتلوونکی مهال ویش  ټاکي او دتیر وخت په کیسه او پیسه کې دومره نه وي.

که څه هم موږ خو ماضي یوازې په جنګ جګړو پيژنو او تل په ټوپک او تورو باندې ویاړو خو هیڅکله مو د جګړو او تورو څخه دعبرت درسونه او زده کړې ندي اخیستې، زموږ غټه ستونزه داده چې خپل دوست او دشمن مو ندی پیژندلی او که پیژندلی مو هم وي هیڅکله مو د دوست او دشمن په سترګه ورته ندي لیدلي او نه مو په ستراتیژیکو مسایلو (کورني او بهرني) سیاست دټاکلو پرمهال یاد معیار دیو اصل په توګه په نظر کې نیولی دی.

د نړۍ پرمختللو هېوادونو خپله ښه راتلوونکی دخپل ماضي  او دتیر تاریخ څخه د زړه کړو او په راتلوونکي کې د ناخوالو او غلطو سیاستونو په نه تکرار جوړ کړی، چې اوسمهال یې دنړۍ  په اسمان کې ستوری ځلاند او هڅاند دی، او هغه ملتونو چې  نه یوازې د تیر(ماضي) څخه زده کړې ندي کړي بلکې اوسمهال هم په خپلو غلطیو او ترخو تجربو باندې بیاکتنه ورته شرم ښکاري په ستونزو او بدبختیو کې اخته او ورځ تربلې دتاریخ دپاڼو څخه د ورکیدو پرحالت کې دي.

بس زما ماضي هم همداسی در واخله، زه هم د همدې ټولنې یو غړي یم څو ځله مې د خپلې تیرې ماضي څخه سترګې پټې کړي او د یو نوي ژوند دپيل ژمنه او هوډ مې کړی خو  هغه چې زما له واکه وتلې هغه زما ماضي ده چې نه یې په هیرولو او نه یې په پریښودلو بریالی کیږم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب