چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeکلتوریونلیکد لغمان د سفر یو تازه یادښت/ نعمان دوست

د لغمان د سفر یو تازه یادښت/ نعمان دوست

د یکشنیې ورځ د مازیګر( ۴:۴۵) بجې دي. دا ځای د لغمان مرکز ( مهترلام ښار) اړوند سیمه ده. پهلوان بابا یې بولي.پهلوان بابا یو زیارت دی، دا سیمه او دلته د سړک د غاړې ادیره په همدې نوم یادیږي. زموږ د سورلۍ کوچنۍ موټر ورو شو. هدیره له خلکو ډکه وه، لکه د حشر ورځ چې وي، خلک ټول له قبرونو را پورته شوي وي او خپل حساب ورکوي. خلک پریشان وو، لکه د ژوند په نوم چې یې څه نه وي تجربه کړي، لکه ټول عمر چې یې په تدریجي مرګ کې تیر کړی وي او نه پوهیږي د څه شي حساب ورکړي؟ لږ وړاندې ماشین لګیا و، زمکه یې کیندله. خو دا د کومۍ ودانۍ تهداب نه و. خلکو کې د قبرونو ویستلو وس نه و، خلکو نشو کولای په یو ځل ګڼ قبرونه وباسي. ماشین په بیړه لګیا و او هغو ستړو مزدورانو ته یې ارامګاوې جوړولې چې هرات کې په ډلییزه توګه وژل شوي وو. یو سړي ویل: په دې ځوانیمرګو کې شپږ تنه د یوې کورنۍ دي، دا کورنۍ لاړه لولپه شوه. ماشين ورخطا – ورخطا لګیاو. هغه ویریده. ماشین خبر و چې دغه ځوانان د وطن د ابادۍ په جرم وژل شويدي، دوی د بیا رغاونې په کومه پروژه کې کار کاوه. ماشین شاید فکر کاوه چې قبر کیندل هم چاته د ابادۍ پروژه ښکاره نشي او په همدې جرم دا هم له منځه یو نه وړل شي!

5 COMMENTS

  1. دا لومړي ځل نه دی چی د لغمان علم پروره او صلح خوښونکي مظلومه ورونه د دا ډول قربانیو ښکار کیږي.
    د دوي جرم دا چی و وطن په ابادي کی برخه اخلي، حلاله روزي په لاس راوړي، غلا نه کوي، قاتلین نه ديږ

  2. سلامونه.
    دګران ورور نعمان دوست صایب رښتینې اوله غمیزو ډکې لړۍ یوې بلې لیکنې وژړولم.هغه د ۱۷ تنو تنکیو لغمانیانو چې څو کاله مخکې دقندهار اوهلمند ترمینځ په ډیروحشت،غیر انسانی،غیراسلامی،غیرافغانی شکل هلال سوی ول واقعه یی بیا راپه یاد کړله اودزړه له کومې د داسی عاملینو اوپلویانو باندې دښوانسانانو؛ موءمنانو،ملایکو،اولیاوو،محمد (ص.ا.ع.و.س) او دلوی او یو الله(ج ج) لعنتونه وایم.
    ځما ارواښاد پلار(مدیر صاحب عبدالملک خان صافي ۱۳۷۴دسنبلې په ۹ مړ)هم دهمدې شراوفساد،ظلم او بیداد په نتیجه کې په حق رسیدلئ وء اود مهترلام بابا په تپه کې د قبر او خښولو عین مشکل موجود وو!.زیاتی نو دا بیوخته بیرقمه مرګونه بس دی.الله دې مړی وبخشي اوافغانانو ته اولغمانیانو ته اتفاق ورپه برخه کړی.امین.

  3. الله ج شهادت این هموطنان بی گناه مارابه بارگاهش قبول ومنظورفرمایدوبازمانده گان شانراصبرجمیل عطافرمایدواقعآیک حادثه دلخراش بود طوریکه به همه مامعلوم است همواره هموطنان عزیزماقربانی مفادات شخصی یک تعداداشخاص وافرادبی دین وخودغرض که ضمیرووجدان شانرادرمقابل متاع قلیل دنیاوی فروخته اندشده اند واین سلسله همچنان ادامه داردآخراین چه نوع مرگ ومیراست که بایدمردم غریب وبیچاره ماصرف برای زنده ماندن طعمه مرگ شوند چراهیچ کسی نیست که به چنین مشکلات آن هم مشکلات حیاتی باندیشندمن حیران به اینم که افغانان چرادرطی این سی سال گذشته به این قادرنمیگرددندکه کشتارخودشانرانقطه پایانی بخشندنیمدانم درآن مادیات چه نوع لذتی نهفته است که مابه شکل مسلسل آنرامیچشیم که دربدل خون مسلمانان آن هم مسلمانان مظلوم وبی گناه هموطنان عزیزما به دست میآوریم فکرمیکنم این منتهای درجه پستی اذهان ماست ومعلوم است که چنین اشخاص وافرادای که غرق مادیات هستندهرگز به این مساله توجه نخواهندکردوازدربارلایزال آرزومندم که اذهان کافه ملت مسلمان خصوصآمردم مسلمان افغانستان راروشن نمایدتامنحیث یک مسلمان واقعی مسولیت های مان راادرک نمایم تاموردعفوورحمت الهی قرارگیریم …

  4. اول خو دوی دی خدای وبخی اوبیادی څوک چی نه غواړی افغانستان اباد شی درپه دره یی کی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب