جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورخاطره(قاضي او د ډالرو بکسونه)/سیدیما عالمي

(قاضي او د ډالرو بکسونه)/سیدیما عالمي

واقعې کیسه

د نجیب په نوم یو سړی په فراه کې د موټر تښتونکو لخوا تښتول شوی وو موټر تښتونکو دغه سړی له ښاره لرې په یوه دښته کې وړی وو او تر وهلو ډبولو وروسته لاسونه او پښې یې تړلي وو او ددې سړي د وژلو هوډ یې درلود له تښتونکو څخه یو کس یې ویلي وو چې دغه موټر چلونکی باید ووژنو خو بل یې پر دې باور وو چې دغه کار نه کاوه دغه سړی به په همدې دښته کې د لوګي له امله مړ شي موټر تښتونکي لاړل او نجیب په تړلو لاسونو او پښو په دښته کې پاتې شو .

نجیب په دې دښته کې یواځې چیغي وهلی خو څوک دا چغې نه اوریدلې او بې مانا هڅې وې.

د نجیب په وینا له چغو ستړی شوی وو او له پنځو ساعتونو وروسته د چورلکی غږ یې واورید دغه غږ ورو ورو نږدې کیده وروسته یوه کرد باد یې ولیده کله چې باد کم شو یوه چورلکه راښکاره شوه له دې چورلکې یو ملا ډوله سړی راښکته شو له دې سړی سره دوه بکسونه وو وروسته چورلکه بیرته پورته شوه او لاره.

نجیب وايي زه خوشحاله شوم چې د خدای مرسته را ورسیدله او دغه سړی به راسره مرسته وکړي دغه ملا ډوله سړی له دوه بکسونو سره روان وو وروسته دواړه بکسونه یې په همدې دښته کې د یوې لویې ډبرې تر څنګ تر شګو لاندې پټې کړل او زما پر لورې روان شو کله چې راته رانږدې شو ما چغې پيل کړې چې هله را سره مرسته وکړه چې مړم ملا ډوله سړی را نږدې شو او په قهر یې وویل چې چپ شه لیونی یی دلته څه مرګ غواړي چاسوي لپاره راغلی وروسته سټلایټ ټیلفون یې له جبه د باندې کړ او زنګ یې ووهلو زما چیغې روانې وې خو مرسته یې نه کوله او راته ویل چې صبر وکړه آراموم دی،له څو دقیقو وروسته دوه موټرونه راغلل په دې موټرو کې وسله وال کسان ناست وو وسله والو کسانو دغه ملاډوله سړي ته قاضي صیب ویل دغه ملا ډوله قاضي خپلو کسانو ته وویل چې دغه جاسوس مې نیولی او له ځانه سره یې بوځي دوه کسان راغلل او زما له لاسونو څخه واخیستل او په موټر کې سپور شوم قاضي غږ وکړ چې د جاسوس سترګې وتړې زما سترکې وټړل شوې له څو ساعتونو وروسته یوې سیمې ته ورسیدو له موټر نه راښکته شولو زما سترګې یې خلاصې کړلې قاضي خبر نه وو چې د بکسونو له رازه هم خبر یم خو بیا هم پوښتنه وکړه چې په دښته کې دې څه کوله ما وروته خپله کیسه وکړه خو قاضي د د چورلکې د راز د پټولو لپاره ونه منله او حکم یې صادر کړ چې دا جاسوس دی او باید ووژل شي له حکم وروسته دوه و کسانو ته یې دنده وسپارله چې ما په دښته کې ووژنې بیا هم زما سترګې وتړل شوې او په موټر کې سپور شوم په لاره کې دغو دوه و کسانو ته مې بیا هم د چولکې کیسه وکړله خو دوی نه منله او ګوزارنه یې را باندې وکړل ما هغوی ته وویل چې زه یو ثبوت لرم دوی وویل چې څه ثبوت د بکسونو موضوع مې را یاده کړه او دوی ته مې وویل چې له قاضي سره دوه بکسونه وو او په دښته کې دي دغو وسله والو راته وویل چې،که خبره دې ریښتیا وي بیا به دې خوشې کړو وسله والو ته مې وویل چې زما سترګې خو تړلې وې خو هماغه ځاې ته مې یوسی چې په اول کې وم هغوی زما خبره ومنله او یادې سیمې ته ولاړو وروسته د لویې ‌ډبرې ترڅنګ دوه بکسونه مې و ایستل وسله والو په حیرانې سره دغه بکسونه خلاص کړل د بکس د ننه ډالر وو وسله والو راته وویل چې زمونږ قاضی خو خپله جاسوس وخته وروسته راته څو زره ډالر هم راکړل او وویل چې یو نمبر راکړه کله مو چې قاضي ووژل بیا درته زنګ وهو د کور یو نمبر مې ورته ورکړ له دوه و اونیو وروسته راته زنګ راغی چې قاضي مو مردار کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب