په انګلیسي کې ورته فېبل (Fable) وايي. له لاتیني کليمې (Fibula) څخه اخيستل شوې، چې د څارويو د کيسې او حکايت په مانا ده. فېبل هغو کيسو ته ويل کيږي، چې د حيواناتو پر ژبه ويل شوي وي. په نړیوال ادب کې فېبل هغو منظومو، منثورو کيسو او لنډو افساني ټولګو ته ويل کيږي، چې د حيواناتو پر ژبه اخلاقي مسايل او مطالب پکې بیان شوي وي. د پوهې نه ډک پندونه او نصيحتونه ولري. دغه کيسې له خيالي نظريو او حکايتونو څخه سرچينه اخلي؛ مګر اصلي اتلان او کرکټرونه يې حيوانات دي.
فېبل هغو داستانونو څخه عبارت دي چې پېښې پکې په تمثيلي توګه وړاندې کيږي. يو اخلاقي مفهوم ته وده ورکوي او يوه پايله ترې اخيستل کيږی.
فېبلونه اساتيری او عاميانه ريښې لري، چې ډېری يې د څارويو پر ژبه دي او څاروي پکې د انسانانو په څېر ویونکې ژبه لري. فېبل د حيواناتو پر ژبه ويل شویو کيسو ته ويل کيږي، چې اصلي کرکټرونه يې حيوانات دي. دغه کيسې د جوړښت له مخې ساده دي او کومه پېچليتا پکې نه ليدل کيږي.
ليکوال په فېبل کې ژوو ته عقل ورکوي تر څو وکولای شي خپل هدف او موخه د دغو بې ژبو پر ژبه په اسانۍ بیان کړي. دفېبل موخه اخلاقي، معنوي او ښوونيزه وي.
د نړۍ پر مخ ډېر ملتونه خپلو ماشومانو او ځوانانو ته د پند او نصيحت په خاطر له فېبلونو څخه کار اخلي، هغه کيسې چې شخصيتونه او کرکټرونه یې حيوانات وي، پر ماشومانو ډېره اغېزه لري.
ادبپوهان د فېبل لرغونتوب پر هندوستان او يونان پورې اړوند بولي. په هندوستان کې یې ساری کليله و دمنه او په یونان کې يې بېلګه د ايزوپ فېبلونه دي.
په پښتو ادب کې هم فېبلونه ليکل شوي دي؛ خو کره نېټه یې نه ده څرګنده، مګر محمدهوتک په پټه خزانه کې د حافظ عبدالطيف اڅکزي (سوی او اوښ) کيسه نقل کړې ده، چې د حيواناتو پر ژبه يوه فولکلوريکه کيسه ده.
په اوسنۍ پېړۍ کې د هېواد نوميالی ليکوال او شاعر، عبدالباري جهانی ډېر فېبلونه د نظم په کالب کې ليکلي دي.
ادپوهان د فېبل تر ټولو لرغونې او پخوانۍ بېلګې ختيځې نړۍ ته نسبتيوي او وايي چې دغه فورم له ختيځ څخه لوېديځ ته رسېدلی، په دې برخه کې یې ستر ټاټوبی هندوستان دی. کلیله او دمنه د هغو دوه ګيدړانو نومونه دي چې د فېبلونو تر ټولو غوره او پخوانۍ بېلګې بلل شوی. دغه فېبل په سانسکرېټ ژبه، په هندوستان کې ليکل شوې ده. دغه کتاب د ویشنوشرما په نوم يوه لوی عالم د پاچا (امرشکنتي) په غو ښتنه د هغه د زامنو لپاره وليکه.
په اروپا کې یې د لرغونوتوب څرک له يونانه پورته کيږي. له مېلاد څخه درې سوه کاله وړاندې د فالريوس په نوم يو تن د ايزوپ فېبلونه راټول کړل. له مېلاد څخه يوه پېړۍ وړاندې رومي ليکوال فېډروس د دغو فېبلونو يوه برخه په لاتيني ژبه ترتيب کړې ده. د منځنيو پېړيو يو مشهور فېبل ليکوال، ماري دوفرانس دی. نوموړي په دولسمه پېړۍ کې يې فېبلونه په نظم کړل. په معاصره اروپا کې لومړنی فابل ليکوونکی ګوتولډېنګ دی. نوموړی د جرمني اوسېدونکی و.
د فورم د شکل له مخې، پېبلونه هم د نثر په کالب (قالب) کې ويل کيږي او هم د نظم په کالب (قالب) کې. په نثر کې یې بېلګه په لاندې ډول ده:
کارغه پر يوه ښاخ ناست و، غوښه يې په خوله کې وه، يوه ګیډړه له هغه ځايه تېرېده، کارغه ته يې وويل: ته ښه غږ نه لرې!
کارغه په قهر شو، غوښه يې له خولې ولوېده، ګيدړې هغه غوښه پورته کړه او کارغه ته يې وويل:
ستا په غږ کې عیب نشته، عيب يې يوازې ستا په شعور کې دی.
په نظم کې د فېبل بېلګه
د رازونو دنيا
څو د دانو په تلاش کې ستړې مرغۍ
د تليفون پر مزي کښېناستلې
د چا له ياره سره پټ خواله وو
ځينو د سترګو درڅې وتړلې
***
چا کړه وزرونه تر سرونو لاندې
د ځينو شوق وو چې اواز ووايي
ځينو ليدله مناسبه موقع
چې خپل مين ته د زړه راز ووايي
چې دوی پرې ناستې وي تر پښو لاندې يې
وه د ښکار پټو رازونو دنیا
د زورور دتهديد غږونه
د نازوليود نازونو دنيا
چا پوروړيو ته نېټې ټاکلي
چا د زړه تندې ته وعده اخيسته
ممکن وفا ته به يې نه وو زړه ښه
بس له اوازه يې بوسه اخيسته
***
د ټليفون په دغه وچ مزي کې
يو اباسين وو د رازونو روان
هره لحظه له ورانو جوړو ډکه
هره لمحه يې د نيزونو ډکه
***
ما چې پر سيم ناستې مرغۍ وليدې
فکر مې لاړ تر لرې لرې وځغاست
چې اخر موږ به لکه دغه مرغان
د کايناتو پر کوم مزي يو ناست
***
الوځو لرې ځو راښکاري جهان
دوړه د فکر تر وزرونو لاندې
ښايي وي داسې د اسرارو دنيا
دغه چې موږ کوو خوبونه باندې
***
موږ به همدغه شان ساده مرغان یو
زموږ به همداسې برسېرن کاته وي
دا څه چې وينو دابه داسې نه وي
ډېر پټ رازونه به لاپټ پراته وي