سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

د ملکنډ د سر توتي وی ـ یونلیک) څخه
د ورتېر مازیګری او د یوه سایل جونګړه
زېړ مازیګری و چې د ادم خان و درخانۍ د نغمو له غېږې روان شوو. په کږو وږو لارو د غره، اوبو او شنو فصلونو د وږمو پر پلونو د ملکنډ له څنډو واوښتو.
د ادم خان و درخانۍ د کیسو پر دېرو مو سلام واچاوه، د پخوانۍ زمانې د پښو ګرد هم نه و پاتې. روح یې لکه اسطورې په زړونو کې ګرځېده.
مازیګر په پرېوتو و، چې د اوبو له څپو رابېل شوو او په یوه وچ خوړ مخ په بره وختو، هلته وړاندې یو ور تازه بېرته شوی و، د سندرو د ښکالو سپرغۍ ترې را الوتې او د لمبو له شوره یې تصویرونه جوړ کړي وو، د دغو رنګینو تصویرونو د روح جنازه د خندا په اوږو بار وه او ترې لاندې شینکي شینکي خالونه په وینو سره وو. د وینو رنګ په لمبو تک سور ځلېده، یو شاعر ناست و او د خپل زړه تصویر یې پرې جوړاوه.
شاوخوا ته یې څو لنډي لنډي په کټونو کې ستړي ستوړي غځېدلي وو، د غرمې په خوب یې د ګرمۍ هډونه مات کړي وو.
انځورګر ناست و او د تخیل په مویک یې د رنګونو دنیا آبادوله. نیلی وټوخېد، انځورګر له سترګیو را وکتل، خو هغه د سلطان محمود باچا لټان لا هغسې پر کټونو غځېدلي وو. شاعر بیا تر سترګیو لاندې غلي غلي را وکتل، د تخیل مویک یې کېښود:
ـ یه لکه (هلکه) دا ته له کوم ځای؟
د خنډۍ ونې غېږه یې را نه چاپېره کړه.
ـ دا جوړې خوب ګورم چې ته دې راشې!
سمندر یې په سترګو پورې ونیو، بخشیالی او دا نور درې یې په غېږ کې ونیول او ور ته یې وویل:
ـ دا د یوه فقیر غریبخانه ده، ور یې پرانستی وي، که څه وي او که نه، خو د یارانو نشتن د زړه پر تخت وي.
بیا یې یوه وړه چونټۍ خولې ته کړه، لاس یې د زاړه کټ پر بازو راښکه:
ـ هرکله راشئ. زما د زړه دروازې تاسې ته پرانستې دي.
ما ور ته وویل:
ـ هو
چا کابل لوټ کړ یاره چا جلال آباد تالا کړ
زما د زړه بازار لا تا ته غوړېدلی پروت دی
ده تازه تور سکاره پر سر مښلي وو، مخ یې چټ پټ پاک کړی و، وروځې او برېت یې هم تک تور کړي وو، را سره غبره یې کړه:
غوړېدلی پروت دی…
چې کوم دی!
خندا شوه، مستۍ شوې او د تېرو یادونو کڅوړې بېرته شوې.
څه چرت له ځانه سره وېوړ، خو ما یې د چرتونو دنیا ړنګه کړه:
مونږ خو له هغه ځایه راغلي یو چې خلک یې پیشو ته پیښو وايي.
ـ هههه، یالکه دا خبره چا در رسولې؟
دې وخت کې مې سمندر ته، وکتل:
ـ بس پوه شوم چې دا خبره سمندر در رسولې ده، دا خو بيي ( ورور) داسې چل و چې د پېښور دې اکېډیمۍ هغه ورځ غوښتی وم، نو په املا یې خبره کوله، زما وار چې راغی، نو هغه څوک چې باید ما ور ته خپله نظریه ویلای وای، هغوی ټولو ښپې سپکې کړې، بس ما خو هلته د املا په حواله خپلې خبرې وکړې، په دا منځ کې یو چا غږ وکړ چې دا کابلیان خو… اوس رانه هغه خبره هېره ده خو ما ور ته وې چې کابلیان پرېده سړیه، هغوی خو پیشو ته هم پیښو وايي.
ګرمۍ که څه هم خوله لګولې وه، برېښنا هم سر خوړلی و، له وړاندې یو پکی د بیټرۍ په زور سر ښوراوه، خو مجلس او فضا دومره ښکلې وه چې نه په ګرمۍ پوهېدو او نه په ستړیا. پاتې شوو هغه دوه نور لنډي لنډي چې په ونه او بڼه تیار لکه زموږ د زمانې د رنګونو همدا شاعر . لا هم اوږده اوږده غځېدلي وو، له ځایه نه ښورېدل، ما داسې تصور کاوه چې دا یو به یې پلار او دا بل به یې ورور وي.
په همدې تصور کې وم چې د ګوړې شربت ډک جېکونه او بیا د چایو او بسکېټو ترموزونه را ورسېدل، لومړی یې ګیلاسونه له شربته ډک کړل، ما ور ته اشاره وکړه چې زه یې نه څښم، خواږه را ته ښه نه دي، د زمانو د رنګونو دغه غږ له ورایه را غږ کړه:
ـ سړیه ویې وسکه (وڅښه) ټول عمرم (عمر مو) ترخې سکلي، رنګونم (رنګونه مو) ځای ته نه راځي، دا ترخې مو سکلي چې دغه حال دی که نه؟!
خیر ده خو د خپلې مهربانۍ اظهار کاوه خو ما خپله روغتیا په پام کې نیوله. بیا یې د تورو چایو لښتي راسم کړه، ما ور ته وویل:
ـ دا شل کاله خو کابل او جلال آباد ته راغلئ، خو د شنو چایو پخول مو زده نه کړل
ـ ههههه، خپل غچ دې واخست. یاره چې خواږه يي، نو په ترخو اور پورې شه
د رنګونو دغه شاهنشاه به چې کله پر تورخم پل کېښود، نو وار له واره به یې ویل:
ـ یره کابلیانو! پېښورم وخوړ خو د تورو چایو پخول مو زده نه کړه.
ده به له لومړۍ ورځې تر رخصتېدو همدا پېغور راکاوه، اخر دا شوه چې له ځانه سره یې بیا پتي ( تور وچ چای) ګرځولې. هر ځای ته به چې لاړ، نو هلته به یې له جبه پتي را وایستې.
ما ته یې ویل:
ـ ته هم داسې کار کوه چې له ځانه سره د چنو چایو ترماس ګرځوه.
ـ زه خو دا کار کوم.
ـ بس ښه کی (کوې).
د کابل خاطرې یې یادولې او دا خبره یې کوله چې:
ـ یره (یاره) زه نه پوهېږم چې دا طالبان له افغانستانه څه غواړی او افغانستان له طالبانو څه غواړي؟ دا خو څه بله ډرامه ده!؟
هغه ورځ د ډاکتر اسرار پوښتنې ته لاړم، هغه را ته وې:
زه ساه ساتم او تر هغې مې دې خدای پاک نه مړ کوي چې دا وروستی قسط وګورم چې دا څنګه دی؟
ګومان نه کوم چې مونږ دې په ژوند بیا افغانستان له دې بلاګانو خلاص وګورو، لږ یې د ارام ساه واخسته، بیا پرې د خوشحال بابا خبره تورکارغان خواره شول.
اندېښنو په مخه کړی و، کړېده او زورېده، خو هغه دوه مندري همغسې اوږده اوږده غځېدلي وو، د خبرو نغری تود و، خو بخشیالی لا وختي په بټخېله کې له بخت روان کره څادر ایښی و.
د رنګونو دغه شاهنشاه ډېر ټینګ شو چې د شپې چرګۍ ورسره په کیسو رڼه کړو، خو هلته څادرایښودو کیسه خرابه کړې وه، نو ویل یې:
دا د یو سایل کور دی، د زړه دروازې یې هر وخت ستاسې پر مخ خلاصې دي او سړیه ته خو همدلته ماسره واړوه. د رخصتۍ لاسونه په کټ کې پرتو هم رااوږده کړه، وروسته پته ولګېده چې له آره هغه د سایل صاحب زامن وو.

د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...