تاند「شنبه د چنګاښ / سرطان لومړۍ」 د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د ۲۰۲۶ کال لپاره د نوبل سولې نړیوالې جایزې ته نوماند دی.
فاکس نیوز په یوه راپور کې وایي چې، دغه اقدام د ټرمپ د «پریکنډه ډېپلوماټیکې مداخلې» او د هند او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ کې د هغه د رهبرۍ او منځګړیتوب د رول له امله شوی دی.
په ورته مهال د پاکستان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټرمپ د دواړو اټومي ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره داسې اقدامات کړي، چې د کړکېچ د پراخېدو مخه یې نیولې ده.
د نوبل سولې جایزه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې په خپلو هېوادونو یا نړیواله کچه یې د سولې لپاره ارزښتمن اقدامات کړي وي.
دغه جایزه له تر ټولو معتبر نړیوالو ستاینو ګڼل کېږي.
دا نومول، یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلانېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د امریکا په سفر کې د سپینې ماڼۍ میلمه و او هلته یې له ډونالډ ټرمپ سره لیدلي وو.
ټرمپ پر ایران د اسرایلو یرغل ته اجازه ورکړه باید ورته د نوبل جایزه ورکړل شی ځکه چی د کار یو نوښت او واقعآ حیرانوکی وه. اسرایلو په څو ساعتو کی د مباح د علم له وجی د ایران لوی، لوی مشران ووژل. بناآ د هیرا د منډی مشران باید ټرمپ د نوبل جایزی ته کاندید کړی.
په نړیواله سطحه دوې سناریوګانی د سختی افتضاح او استهزاء وړ دی.
۱ – د سولی د نوبل د جائزې ویشل.
۲ – د نړۍ یا سیمی په سطحه د ښائستې ښځی انتخاب.
د سولی د جائزې ویش اصلاً د ” سولی او صلحی ” اصالت ته ستر توهین ګڼل کیږی ( ټوله یا حد اقل نیمه نړۍ د امپریالیسټی جګړی په لمبو کی سوځی خو ږغونه د دروغجنی سولی اوریدل کیږی).
همدارنګه
د ښائسنې ښځی انتخاب هم ټول ښځینه مخلوق ته یو دروند توهین ګڼل کیږی ( په حقیقت کی هره ښځه ښائسته او د ارزښت وړ ده، لږ تر لږه په عاطفی ډګر کی).