پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان، روسیې سره د ځینو خوراکي توکو پر وارداتو خبرې کوي

افغانستان، روسیې سره د ځینو خوراکي توکو پر وارداتو خبرې کوي

تاند「شنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」‏د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاءالله عمري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې افغانستان له روسیې سره د ځینو خوراکي توکو پر وارداتو خبرې کوي.

نوموړي د سنټ‌ پټرزبرګ اقتصادي غونډې په څنډه کې دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان لا هم پر ځینو ایراني خوراکي توکو متکي دی او که ستونزه پیدا شي، نو دغه واردات به له روسیې پیل کړي.

ایران افغانستان ته لبنیات او ځینې نور خوراکي توکي صادروي خو اوس د ایران – اسراییل روانې جګړې د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې هم اندېښنې راپورته کړې دي.

افغانستان بیا له روسیې او قزاقستانه په لویه کچه اوړه او غنم را واردوي.

د طالبانو د کرنې وزارت سرپرست بیا له روسیې غوښتي چې افغانستان ته د اوړو پر ځای غنم صادر کړي.

باور دا دی که افغانستان کې طالبان پر داخلي کرنیزو محصولاتو تمرکز زیات او د هېواد دښتې خړوبې کړي، نو په کرنیزه برخه کې به ژر په ځان متکي او د نورو له احتیاجه خلاص شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...