Homeخبرونهد م.م امنیت شورا راتلونکې دوشنبه د افغانستان په اړه ناسته کوي

د م.م امنیت شورا راتلونکې دوشنبه د افغانستان په اړه ناسته کوي

تاند「شنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې دوشنبه د چنګاښ په ۳مه د افغانستان په اړه ناسته کوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، جویس موسویا، او د ملګرو ملتونو د ښځو مشره سیما باهوس به دغې غونډې ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له دې علني ناستې وروسته به یوه بله ناسته هم د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د دوحې د بهیر کاري ډلې به د روان میلادي کال د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ د نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د افغانستان د خصوصي سکتور په اړه په دوحه کې ناسته وکړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې تېره (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د چین او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د سیمې او نړۍ له اقتصادي جوړښتونو سره د افغانستان د یو ځای کېدو او د دې هېواد د بیا رغونې د بهیر د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.

په استانې کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان او ترکمنستان د مشرانو غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا، او د منځنۍ آسیا د امنیتي او اقتصادي وضعیت ارزونه وشي، چې د افغانستان وضعیت هم پکې شامل و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...