Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو ۵۲۰ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه...

د پاکستان له زندانونو ۵۲۰ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول

تاند「شنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو ۵۲۰ تنه افغانان ازاد او هیواد ته راستانه شول.

دغه وزارت نن (شنبه) پر خپله اکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغانان د رواني غبرګولي میاشتي پر ۳۰ او ۳۱مه د کندهار ولایت پر سپین بولدک فرضي کرښه او د ننګرهار ولایت پر تورخم دروازه هیواد ته راستانه شول.

سرچینه زیاتوي، چې دوی ته د مرستندویه سازمانونو له خوا تر مرستو ورکولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

سرچینه وایي، چې یاد افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کي د پولیسو له خوا نیول شوي او زنداني شوي وو.

د یادونې وړ ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم ۳۰ تنه افغانان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو آزاد هېواد ته راستانه شوي دي.

بل لورته له ایرانه د هغو افغانانو شمېر څو برابره ډېر شوی، چې د ایران ویزې لري او هېواد ته راستنېږي.‌

د شمېرو له مخې، پر ایران د اسراییلو له برید مخکې هره ورځ تر ۷سوو ویزه لرونکي افغانان له دې لارې هېواد ته راستنېدل خو اوس دا شمېر له تر ۴ زرو رسېږي.‌

د بي بي سي د راپور له مخې د هغو افغان کډوالو شمېر کم شوی چې ایران کې د اوسېدو قانوني‌ اسناد نه لري او د ایران حکومت یې په زور افغانستان ته ستنوي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...