تاند/ پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۹مه/ پاکستان د سعودي عربستان خبرداری ایران ته رسولی او له تهران څخه یې غوښتي چې، په یمن کې خپل متحد حوثیان، چې پر سعودي عربستان یې بریدونه زیات کړي، مهار کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، سعودي، پاکستاني او ایراني سرچینو ویلي چې دا اقدام د هغو ګډو هڅو په لړ کې شوی چې هدف یې د سیمې د کړکېچ له لا زیاتېدو مخنیوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې حوثیانو د سېشنبې په ورځ د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې یوه هوايي اډه او د دغه ښار شاوخوا د تېلو تاسیسات په نښه کړل.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.
دغه بریدونه د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې پر سعودي عربستان له تر ټولو لویو بریدونو څخه بلل کېږي.
د سعودي عربستان او پاکستان اړیکې یوازې اقتصادي او سیاسي نه دي، بلکې امنیتي او دفاعي اړخ هم لري.
پاکستان په دې وروستیو کې ټینګار کړی چې د سعودي د امنیت ملاتړ کوي، خو له بلې خوا هڅه کوي چې په سیمه کې په پراخې جګړې کې مستقیم ښکېل نه شي.
د سیاسي شنونکو په باور، ایران ته د پاکستان د پیغام لېږل ښيي چې اسلاماباد نه غواړي د سعودي عربستان پر خاوره د حوثیانو بریدونه د یوې پراخې سیمهییزې جګړې لامل شي.
دوی وایي پاکستان له یوې خوا له سعودي سره خپلې امنیتي ژمنې ساتي او له بلې خوا هڅه کوي له ایران سره خپلې اړیکې هم خرابې نه کړي.
اقتصادي شنونکي وایي، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د سعودي د تېلو تاسیساتو ته د بریدونو دوام یوازې د ریاض او حوثیانو ستونزه نه ده؛ دا د سیمې د انرژۍ بازار، د تېلو بیې او نړیوالې سوداګرۍ لپاره هم خطر رامنځته کولی شي.