تاند/پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۹مه/ د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي، په پاکستان کې د اړوندو ادارو هغه پرېکړه د خواشینۍ وړ بللې چې، له مخې یې افغان محصلینو ته د طب په برخه کې د زدهکړو د دوام مخه نیول کېږي.
ښاغلي کرزي د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د ځوانانو زدهکړې، علمي فعالیتونه او د علمي مرکزونو ترمنځ همکاري باید د هېوادونو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو تر اغېز لاندې رانشي.
د افغانستان پخواني ولسمشر همداراز له هغو پاکستاني سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو څخه مننه کړې چې، له دې پرېکړې سره یې مخالفت کړی او له خپل حکومت څخه یې د پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان طبي شورا افغان محصلانو ته، چې د دغه هېواد په بېلابېلو طبي او غاښونو پوهنځیو کې زدهکړې کوي، امر کړی چې افغانستان ته ستانه شي.
ټولو درنو لوستونکو ته سلامونه تقدیم دی.
متاسفانه موږ ډېرې ضروری تحصیلی څانګې لکه کرنه، طبعی منابع ، هایدرولوجی، هایدرو میتری، معدن، معالجوی طب، ستومتولوژی، نرسنګ، فارمسی او یو څو نورو ته انکشاف ورنه کړ او نه مو ظرفیتونه ورته اوچت کړل، خو هرکال زرګونه د ژورنالیزم، خقوقو او سیاست څانګه کی بورس ته معرفی کیدل، ژورنالیزم او سیاسی فارغانو وطن ته خیر ونه رساو، اما د اوبو مدیریت، د طبیعی منابعو اقتصاد، معدن او دصحت علومو( Health Science/HS) کې چی اشد ضرورت وکار ونشو، آن دا چی ننګرهار پوهنتون د کرنی پوهنځی کی په پټه او خیانت یو تن غلام نبی په خپل سر د طبیعی منابعو اقتصاد چی هغه کی د اوبو، معدن، زمکه، ځنګل، څړځای، حیات وحش او چاپیریا مسایل تدریس کیدل لغو کړ. دفساد دوره وه محصلان په ناقص ترانسکریپت فارغ شول. ترڅو چی بالاخره ډېر ناوخته د نورو پوهنتونو یو دوه بااحساسه استادانو دغه مضمون بیرته نصاب کی شامل کړ. د روغتیایی علومو(HS ) برخه کی د پرمختیا بالقوه امکانات و، توجه ونشوه . نور ملکونه نه غواړی موږ د بشری نیرو صحت او فکری کیفیت اوخپل طبعی منابع او له د استفادی په طریقه پوهه ولرو او مرسته را سره نه کوی، خو فرعی ځانګو کی مغرضانه مرسته کوی. تحصیلی څانګو او دیپارتمنتونو کې اولویت مهم دی. دا اوس هم پولیتخنیک کی د نظامی برخو تخنیک ضرور نده، بلکې باید دحربی او هوایی پوهنتون خواته پام وشی ، پولیتخنیک د سیول یا مدنی ځانګو لپاره ځای نه لری، پاتی شو لا نظامی ډورن او نور چې اولویت نه لری. د یو دیپارتمنت او پوهنځی جوړول کم له کمه نیاز سنچی، نصاب، فزیکی زیربنا او دقیفزیکی ق نصاب او لازم کادر ته اړتیا ده چی پنځه شپږ کاله کی ایله برابر شی.
سلامونه
پوهاند صاحب مننه
ستاسو عالمانه نصابی او مسلکی لار ښوونه علمی انګیزه او دمسلکونو روبریک دا راښيی چې څه باید شوی وای خو پخوانی مشر په خالی لاس او اټکل ځان دخیل بولی .ولې دکندهار اوهلمند تعلیمی سیستمً چا له بیخه ونړاوه هغه هم اسلام پنجاب وه؟
کورودان