پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+پر سورریالیستي سبک ولاړې کیسې | حفيظ الله بشارت‎

پر سورریالیستي سبک ولاړې کیسې | حفيظ الله بشارت‎

حفیظ الله بشارت

هنر چوکاټ ځکه نه مني چې په تعريفونو کې نه ځايېږي. هنر له دې ډېر لوړ دی چې موږ يې دې تعريف یا خلکو ته سم وروپېژنو.

وخت مخکې مې یو ملګري د ارواښاد احمدي “مینه” د لنډو کيسو ټولګه لوسته. د ځینو کيسو په پای کې به تم شو، راته ويل به یې: یره! دا ډول حالاتو سره خو زه هم مخ شوی یم، دا خو زه هم لیکلی شم… بیا به یې وېل: نه، خو دا ډول يې نه شم لیکلی. احمدي صاحب خو داسې لیکلې لکه سړی چې فلم ګوري.
ریالېستان که څه هم واقعيت پردازۍ ته زیات ژمن دي، خو که په عین واقعيت ليکلو کې یې هنري تومنه نه وي، نو ټوله لیکنه بیا د تخيل له دايرې وباسي او تصنعي یې حسابوي.
د ريالېزم پر خلاف چې کله سورریالېزم رامنځته کېږي، هغه د ريالېزم اېښي چوکاټونه یو یو ماتوي او دا ثابتوي چې هنر ته باید منطق او فکر په زور ور وانه چول شي، بلکې هنر باید له زړه او روح راوتلې خبرې وي او تخيلي اړخ يې پر عقلي خوا برلاسی وي.
که څه هم ځينو کره کتونکو سورریالېزم ته د يو لیوني مکتب نوم ورکړی دی، خو ښه والی یې په دې کې دی چې د هنر تر ټولو ښه او منلی تعريف د دې مکتب پلویان وړاندې کوي.
په پښتو کې شاید په دې سبک کم څه لیکل شوي وي، که وي هم، زه ډېر نه یم ورسره مخ شوی، خو دا اول ځل دی چې د “ابوالهول چې پېښه وکړه” په نوم د لنډو کیسو داسې یوه ټولګه مې ولوسته چې تقریباً هره کیسه یې د سورریالېزم پر سبک ولاړه وه.
د دې ټولګې په کيسو کې د لیکوال له اندرون او زړه راوتلي اوازونه له لرې چيغې وهي. کیسې یې د کیسه لیکنې پر کليشه اي چوکاټ نه دي استوارې، بلکې د سورریالېستانو په شان يې تکنیکي او محتوایي دواړه اړخونه له بغاوت ډک دي.
د دې ټولګې لیکوال چې کله دا کیسې پنځولې، نو په خپله ټولنه او ولس يې د ابوالهول د اژدها سیوری لیدلی و، ځکه خو یې د کتاب نوم د کومې لنډې کیسې عنوان نه دی ټاکلی، بلکې په هره کیسه کې یې د مرګ و ژوند، د ژوند د بې ماناوالي او نهیلېزم څرکونه سترګو ته نېغ نېغ کېږي.
یو چا ویلي وو چې ادبيات ټول سېمبولېزم دی او اصیل ادبيات هماغه دي چې په هر وخت کې د هر چا لپاره بېله بېله مانا وښندي، ځکه نو عام فهمه او ژېړ ادب د زمانې په دوړو کې ژر پټېږي، خو په هنري ابهام کې نغښتي ادبيات د پېړيو ادبيات په دې دي چې د سېمبولېزم پر پایو ولاړ وي.
د دې کتاب هره کیسه نه یوازې د سورریالېزم پر سبک ولاړه ده، بلکې له عنوانه بیا تر محتوا ټوله د سېمبول جامې هم په خپل ځان کې لري، ځکه یې شاربل د هر چا د وس کار نه دی او خاص لوستونکي هم شايد ترې يو شان برداشت وانه خلي.
“له تورتمه تر تورتمه” د کتاب د پیل کیسه ده. انسان عدم وي، راځي، بېرته عدم کېږي. په دې کیسه کې یو انسان له هغه ځایه چې فکري ازادي پکې حتمي وي، خو د وجودي اختیار د نشتون تورتم ورته چيغې وهي، له هغې هم داسې یوه بدتر تورتم ته چې خلک فقط و فقط د اړتیا پر اساس یو بل ته ارزښت ورکوي او د فکر، بیان او فرد اختيار هم پکې تر خپله حده فلج وي، راځي.
کله کله انسان پر فنا مين شي. هر څو چې د مرګ هیله کوي، نه پوره کېږي. پر خپلو سترګو به دې ډېرو خپلو او پردو مړینه ویني، غم به يې ګالي، د مازي یادونه به يې یو يو د ذهن پر پرده تېر و بېر کېږي، ځان و روان به يې يو مخ پر ځوړ روان وي، خو د عدم نه راتلل به يې د لحظې لحظې د ځور سبب کېږي…. دا هر څه “مين و پر فنا” لنډه کیسه راته په ډېر خواږه انداز انځوروي.
په “تړلې دروازه” کیسه کې لولو چې کله پر انسان د هر ډول امید دروازې بندې شي، بیا یې نو خواخوږي یوازې وچ او بې مانا صبر ته رابولي، هله نو ناهیلي انسان ته تحمل د ناتوانۍ او بې وسۍ له مانا پرته نور هېڅ نه لري.
ځينې وخت چې انسان “دوه ګامه خوښي” هم غواړي، حالات، ناهیلي، مستقبل تیاره لیدل، له ماضي زړه توري او د حال ګډ وډ حالت يې ترې لوټي، بیا نو همدا انسان رواني او ذهني ضربه خامخا خوري او دې ته اړ کېږي چې په مریضي کې ایوبي صبر، په ناهیلي کې د ارمانونو نه وژل او… زده کړي.
“زما د تن بلا” لنډه کیسه سړي ته د کافکا مسخه ناول وريادوي. انسان چې د زمانې د جبر باد ته د تسليمېدو شيمه وبایلي، بیا یې نو ځان ورته په ځانځاني ښامار بدلېږي او دا حس کوي چې زما خپل ځان په ما پورې يوه نښتې بلا ده چې یوازې مرګ يې عدم کولی شي.
ابوالهول چې پېښه وکړه کتاب په ١٤١ مخونو کې ټول ټال ٢٣ لنډې کیسې په خپل ځان کې لري چې ځوان لیکوال او ژباړن “حیات ژوند” پنځولې دي. دا کتاب ٢٠٢٠م کال سروش خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب