پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهمنظور پښتین؛ د افغان کډوالو د جبري اخراج ضد لاریونونه پیلوي

منظور پښتین؛ د افغان کډوالو د جبري اخراج ضد لاریونونه پیلوي

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۸مه】د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان کډوالو د جبري اخراج پرېکړې پر ضد لاریونونه ترسره کړي.

پشتین په یوه خبرپانه کې زیاته کړې، چې دا سوله ییز لاریونونه به په خیبر پښتونخوا او یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د څانګو او لارویانو له لوري ترسره شي.

د خبرپاڼې له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو خلاف دا سوله ییز لاریونونه د روانې اپرېل له ۱۸ مې نېټې په لورلايي کې پیلېږي او د یو شمېر اروپايي او امریکايي هېوادونو سربېره به په جنوبي پښتونخوا کې د می میاشتې تر ۶ مې نېټې دوام وکړي.

پښتین له ولسونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اخراج پر ضد لاریونونو کې پراخ ګډون وکړي.

منظور پشتین له دې وړاندې هم له پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو خلاف غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې پاکستانی ریاست غواړي ټول پښتون قام وځپي.

دا لاریونونه داسې مهال پلانېږي، چې پاکستان د روانې اپرېل له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوال جبري اخراج لړۍ پیل کړې، چې له ټولو داخلي او نړیوالو فشارونو سربېره د دغه هېواد پرېکړه نه ده بدله شوې.

تر دې دمه لسګونه زړه کډوال د پاکستان له لوري په جبري ډول شړل شوي او لا هم دا لړۍ دوام لري.

1 COMMENT

  1. اوس چې د افغان کډوالو او مهاجرو د وېستلو لړۍ پیل شوېده ، پرېږده ، چې ټول خپل ګل وطن ته په خیر او عزت سره راشي . پنجاب او ګل خانان به نور پر افغانستان د فشار کومه بله وسیله ونه لري . ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه دې په افغانستان کې دننه خپلې مرستې جاري وساتي ، هغوی ته د کورونه جوړ کړي او د ژوند لومړني وسایل دې ورته برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...