(لسمه برخه)
۲۷ – د دعوې د اثبات وسایل:
په حقوقو کې لکه چې مجرده اطلاع او مجرد اعتراف د اعتبار وړ نه دي؛ او په دعوې کې هم د اثبات له وسایلو او د حکم له اسباب څخه نه شمیرل کیږي، همداشان د اثبات له وسایلو پرته مجرده ادعا هم د دعوې د ثبوت وسیله نه ده، یعنی یوازې تور د اثبات له وسایلو پرته، محکمه باید داسې دعوې و نه مني او پر هغه خپل او د دعوې د لورو وخت ضایع نه کړي. ځکه په دعوې کې د اثبات له وسایلو پرته، د عدالت پر ځای ظلم رامنځ ته کیږي، له بله پلوه قضایي نظام ته تاوان رسوي او په قضأ کې د اداري فساد زمینه برابروي، همداشان قاضی باید د اثباتیه وسایلو له لارې حکم وکړي له هغه پرته د هغه حکم فاسد او یا هم باطل شمیرل کیږي.
دغه موضوع هم په یوه پښتو متل کې داسي منعکس شوې ده:«وچ اوړه په دیوال نه نښلې.»
لکه چې وویل شول که چیري قاضی له اثباته پرته حکم کوي، هغه ظلم دی، او دې ته هم باید پاملرنه وشي چې په یوه دولت کې اصلي قاضي واکمن (پاچا یا د دولت ریس) دی، نو په دې حالت کې د دې پښتو متل پر بنسټ داسې یو قضایي سیستم ړندې پاچاهي ته ورته ده؛ لکه چې وایي:«اثبات او ثبوت نه شته ړنده پاچاهې ده.»
۲۸ – قاضي ملامتولم زه نه ملامتیدم:
دغه متل په دوو مفهومونو تعبیریدای شي:
لومړی؛ دا چې اکثر انسانان په هر حالت کې خپلو منافعو ته ارجحیت ورکوي، او کله چې د هغه پر ضد کومه پریکړه وشي په طبیعي ډول د هغه په وړاندې منفی غبرگون لري. په عمل کې هر لوری چې په دعوې کې محکوم علیه واقع شي؛ د محکمې حکم ورته په زړه پورې نه وي، او کله نا کله هغه نا عادلانه بولي او ورته توجیحات هم جوړوې.
په دویم گام کې په دعوې کې محکوم علیه لوری د دغو دلایلو له امله د محکمې پریکړه نه مني او پر هغه د اعتراض حق لري:
– د قانون په تطبیق کې خطا؛
– د عینی واقعیتونو په پیژندنه کې خطا ؛
– د طاری (نویو) دلایلو رامنځ ته کیدل او یا دا چې د ځینو دلایلو پټ پاتی کیدل؛
– د محاکماتي پروسیجرونو او اصولو نه رعایتول؛ او
– د قاضی او یا په حکم د فساد شتون.
۲۹ – محاکمه باید د ورځې ترسره شي:
لکه چې په یو مخکني بحث کې مو ویلي ؤ ، قضأ په زمان او مکان پورې مقیده ده، یو له دغو ضوابط څخه دا هم ده چې قضأ مکلفه ده باید خپلې اړونده چارې او د حکم د اصدار مراحل او حتی د حکم د تنفیذ مراحل په رسمې وخت کې تر سره کړي.
دغه موضوع په دې پښتو متل کې په دی ښکلې انداز کې داسې راغلې ده: «د ورځې عدالت او د شپې عبادت.»
نوربیا