Homeخبرونهتر صادق خان وروسته؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته...

تر صادق خان وروسته؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۸مه】افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به راتلونکي کې کابل ته سفر ولري.

صادق خان او امیر خان متقي ټینګار کړی، چې راپورته شوي مسایل به د باور په فضا کې په خبرو اترو حل کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې د همغږۍ ګډې کمېټې اوومې غونډې په تړاو ویلي، چې د ورته میکانېزمونو له لارې دوامداره ښکېلتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالي کمولو او په دوه اړخیزو اړیکو کې د متقابل تفاهم پیاوړتیا لپاره اړینه ده.

د وروستیو راپورونو له مخې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې د افغان کډوالو، ډیورنډ فرضي کرښې پر سر شخړو او د افغانستان له خاورې پاکستان ته د امنیتي ګواښونو له امله د تېر په پرتله ډېر ترینګلې شوي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي له ۱۵ میاشتني ځنډ وروسته په کابل کې د همغږۍ ګډې کمېټې ناسته هم د همدې موخې لپاره رابلل شوې، څو له پاکستان سره راپورته شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د راپورته شویو ستونزو د حل لپاره داسې مهال پر خبرو ټینګار کېږي، چې پاکستان د افغانستان پر خاوره د بریدونو سربېره ادعا کوي چې له کږدې غاړې وسله والې ترهګرې ډلې ور اوړي او د یاد هېواد امنیت ګواښي، هغه چې افغان لوری یې په کلکه ردوي.

د نظر د خاوندانو په باور د طالبانو او پاکستان اړیکې هېڅکله زیانمنې شوې نه دي او ټینګار کوي چې طالبان دې په ښکاره توګه له پاکستان د کډوالو ځورونې مخنیوي او د افغانستان پر خاوره د بریدونو نه کولو تضمین واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...