تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۸مه】د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې نن پنجشنبه په اروزګان ولایت کې ۱۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکوي.
سرچینه وایي، چې محکمو د یادو کسانو جرمونه ثابت کړي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو له خلکو غوښتي، چې د یادو کسانو د سزا ورکولو نندارې ته د ترینکوټ ښار ورزشي لوبغالي ته ورشي.
د معلوماتو له مخې د طالبانو حکومت په تېره یوه اوونۍ کې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم عملي کړی.
د قصاص د حکم تطبیق غبرګونونه هم درلودل، د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو سربېره په کابل کې د یوناما دفتر دا چاره د ژوند حق خلاف عمل بللی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د شرعي احکامو نقد د یوناما د ماموریت خلاف دی او په کلکه یې غوښتنه کړې چې ځان ترې وساتي.