پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+د شعیب علیه السلام د مقبرې زیارت

د شعیب علیه السلام د مقبرې زیارت

سید احمد شاه سادات
شپه ورو ورو د آسمان له څادره راښکته کېده، او د مړې بحیری شګې لا هم د غرمو د لمر تودوخه په خپل زړه کې ساتلې وه. زه، یو ستړی مسافر، د اردن له خاموشو کرښو څخه د تاریخ د زړه لور ته روان وم. د بدن ستړیا دومره نه وه، لکه د زړۀ دروندوالی. ځکه ما یو تصمیم نیولی و:
چې زه به خامخا د شعیب علیه السلام زیارت ته ځم.
ما د شعیب علیه السلام او موسی علیه السلام کیسې له ماشومتوبه په تذکرو، تفسیرونو او حدیثو کې لوستلې وې. خو دا ځل دا قصې د کاغذ پر پاڼه نه وې، دا ځل مې اراده وه چې په خپله پر هماغې خاوره قدم کښېږدم چې انبیاوو پرې قدم وهلی و.
د مړې بحیرې د عبرتونو څپو ته مې وروستی نظر واچاوه، چیرې چې د ګناهونو او سرغړونو نښې لا هم له طبیعته چیغې وهي. خو زما زړۀ د یو بل نوراني حضور، د نبوي روحانیت، او د هدایت د نغمو لور ته تلوسه درلوده. ما له ځان سره وویل:
“زه نه یوازې د شعیب علیه السلام قبر ته ځم، بلکې د خپل روح د ویښتیا لپاره د رب حضور ته روان یم.”
د غرونو تر منځ دره کې سخت بادونه روان وو. د لارې دواړو خواوو ته خاموشې دښتې وې. نه سایه، نه اوبه، نه انسان. یوازې زه وم، زما فکر، او د زړه شور.
زه له صحرا تېرېدم، خو دننه مې یو طوفان و. هر قدم مې لکه یوه چیغه وه، لکه یوه دعا، لکه یوه هیله:
“ای ربه، ما او زموږ ملت ته خپل هدایت وکړه”
د غرونو تر منځ یو ساده، خو دروند ځای راڅرګند شو. مسجد، د شعیب علیه السلام مقبره، او شفاف، قدسي سکون. بوټونه مې وباسل. د زړۀ له اعماقه مې سجده وکړه — نه د رسم لپاره، بلکې د روح د توبې لپاره، د تذلل لپاره، د بښنې لپاره.
همدلته و هغه ځای چې شعیب علیه السلام د باطل پر وړاندې سپیڅلی غږ پورته کړی و. او همدلته و، چې موسی علیه السلام د سرګردانۍ له لارو راوغوښتل شو، د دعا ځواب یې وموند، او د نبوت د مشعل لومړی رڼا یې ولیده.
زه د مسجد څنډې ته، د مقبرې نږدې، په زړۀ کې د درناوي بار سره ودرېدم. پر شونډو مې استغفار، او په سترګو کې اوښکې وې. هلته مې دا ژوره دعا وکړه:
“ای الله! موږ ته هم د شعیب علیه السلام د صداقت قوت راکړه. زموږ بازارونه، زموږ زړونه، زموږ ژبې دې له درغلې، نفاق او کبره پاک کړه.”
شعیب علیه السلام د مدین قوم ته د صداقت، عدل، او تقوی پیغام راوړ. خو هغه قوم چې د بازارونو سودخوري، د وزن درغلي، او بې حیایي یې عبادت ګرځولې وه، د هغه خبرې نه منلې.
شعیب علیه السلام پر خپل قوم غږ وکړ:
“أوفوا الکیل والميزان بالقسط…”
“په انصاف سره وزن او اندازه پوره کړئ.”
خو قوم یی طعنه ورکړه، استهزا یې وکړه، او ویې ویل:
“ای شعیبه! ستا لمونځ درته وایي چې موږ له خپلو خدایانو لاس واخلو؟”
شعیب علیه السلام چوپ نه شو. د ګواښ، تبعید او استهزا پر وړاندې ودرېد، ځکه هغه د الله غږ و. بالاخره، د مدین قوم د دروغو او ظلم سزا ولیده — د الله قهر پرې راښکته شو، خو د شعیب علیه السلام غږ، د تاریخ پاڼو ته پاتې شو.
زه په هماغه ځای کې د شعیب علیه السلام د مقبرې تر څنګ ناست وم، خو ذهن مې د شعیب علیه السلام له مقبرې نه د موسی علیه السلام د کیسې خوا ته لاړ.
په مصر کې، موسی علیه السلام یو ورځ دوه کسان سره په جنګ ولیدل، یو قبطی (د فرعون قوم) او بل بنی‌اسرائيلي و، او بنی‌اسرائيلي مظلوم و. موسی علیه السلام د انصاف له احساس سره، هغه قبطی ته یو څپیړه ورکړه — خو هغه څپیړه د نبوّت له بازو نه وه، او قبطی ومړ.
دا یوه څپیړه نه وه — دا د ظلم پر وړاندې د بیدار انسان یوه تنده چیغه وه.
خو فرعون دا نه شو زغملی، د موسی علیه السلام د نیولو امر یې وکړ. موسی علیه السلام له مصر څخه ووت، تنها، بې وسه، خو له زړه نه متکي پر خدای د اردن په لور یی حرکت وکړ.
د اوږده سفر په پای کې، موسی علیه السلام مدین ته ورسید. هلته یې د یوې څاه تر څنګ دوې نجونې ولیدې چې رمې یې د اوبو په تمه ولاړې وې. موسی علیه السلام له خپل غیرت، حیا، او انسانیت نه کار واخیست، او رمې ته یې پخپله اوبه ورکړې.
بیا شاته لاړ، د ونې تر سیوري لاندې کېناست او دا دعا یې وکړه:
“رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ”
دا دعا، د یو بې وسه، خو مؤمن بنده ژوره چیغه وه.
کله چې نجونې کور ته ولاړې، پلار یې شعیب علیه السلام ترې وپوښتل، چې نن ولې ژر راغلي یاست؟ هغوی کیسه وکړه، او شعیب علیه السلام ورته وویل:
“ولاړه شه، هغه سړي ته ووایه چې کور ته راشي!”
موسی علیه السلام د شعیب علیه السلام کورته راغی. شعیب علیه السلام د هغه په باطن پوه شو، د خپلې لور نکاح یې ورسره وکړه، او هغه د نبوت د کاروان ملګری شو.
زه سادات، یو ګناهګار، یو ستړی، هماغه ځای ته ولاړ وم. ما هم دا دعا وکړه:
“ای ربه! موږ افغانانو ته هم دا غیرت، حیا، صداقت، صبر، او باور راکړه. زموږ زړونه بیدار کړه، زموږ نسل ته ایمان ورکړه، او موږ د انبیاوو په قدم روان کړه.”
دری ساعته مې هلته تېر کړل، خو دا نه یوازې وخت و، بلکه دا یو عمر و د فکر، د بدلون، د بیدارۍ، او د درد.
زه بېرته ترې راوګرځېدم، په فکر کې مې داسې راتلل لکه پخپله چه د دغو دوو سترو انبیاو سره مې لیدلي وي.
زه پخوانی نه وم، هغه سادات نه وم چې له مړه بحیرې څخه ولاړ، دغه سفر زما پر زړه دومره ژور اثر وکړ چه بیدار، ژور، او له خپل رب سره یی نږدې کړم.
د شعیب علیه السلام قبر چوپ و، خو پیغام یې لا هم د زړه پردو ته ټکان ورکاوه. د موسی علیه السلام دعا لا هم د څاه له تل نه راپورته کېده.
او زه، یو عاصی بنده، له رب نه دا دعا سره راستون شوم:
“ای ربه! مونږ محتاج یو، خپل رحم، مغفرت او اصلاح زمونږ افغان ملت باندې هم را نازل کړه.”
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب