پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهبهرنیو پانګوالو ته د بلوچستان د ملي غورځنګ خبرداری

بهرنیو پانګوالو ته د بلوچستان د ملي غورځنګ خبرداری

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۸ مه) د بلوچستان د ملت غورځنګ (BNM): بهرنۍ کمپنۍ دې په بلوچستان کې له پانګونې ډډه وکړي — له اسلام‌اباد سره شوې معاملې د منلو وړ نه‌دي. 

د بلوچستان د ملي غورځنګ ویاند په یوه رسمي اعلامیه کې بهرنیو کمپنیو ته خبرداری ورکړ چې د بلوچستان په طبیعي زېرمو کې سترګې خښې نه کړي او په دې سیمه کې د پانګونې له هڅو لاس واخلي.

نوموړي وویل، بلوچستان له پاکستانه د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او له اسلام‌اباد مېشتو نامربوطو چارواکو سره هر ډول معامله د بلوڅ ولس لپاره بیخي د منلو نه ‌ده.

ویاند زیاته کړه چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۸مه او ۹مه په اسلام‌اباد کې د «پاکستان د منرالونو د پانګونې دوه ورځنی فورم» جوړ شو، چې پکې د بلوچستان د طبیعي زیرمو موضوع تر ټولو ډېره یاده شوه. له دې غونډې لږ وروسته، د کاناډا «بارک ګولډ کارپورېشن» کمپنۍ، چې د ریکو ډېک د ګډې پانګونې برخه ده، اعلان وکړ چې د یادې پروژې وروستی فیزبیلیټي راپور تأیید شوی. د بارک ګولډ له وینا سره سم، پروژه به سږ کال د جوړونې جدي پړاو ته داخله شي او د لومړني تولید هدف یې د ۲۰۲۸ کال پای ته ټاکل شوی.

ویاند ټینګار وکړ چې د بارک ګولډ ادارې ته څو وارې سپارښتنه شوې چې په بلوچستان کې دې پانګونه نه‌کوي. همداراز، نوموړي د کاناډا له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې شرکت استعماري چلند ته پام وکړي، ځکه چې دغه کمپنۍ، سره له دې چې د سیمې له نازک وضعیت څخه خبره ده، بیا هم د پانګونې په اړه پر خپلو پلانونو ټینګه ولاړه ده.

نوموړي وویل، دا چلند دا ښيي چې دوی ته یوازې ګټه مهمه ده، نه د انسان ژوند. په بلوچستان کې دا ډول پانګونې پرمختیا نه، بلکې د بلوڅ وینو تویېدو ته ادامه ورکوي. هغه امنیتي ضمانتونه چې د پاکستان د پوځ مشر ورکوي، د دې لپاره دي چې سیاسي غږونه چوپ کړي او پاکستان وکولی شي، د نړیوالو شریکانو په مرسته، د بلوچستان طبیعي شتمنۍ غلا کړي.

هغه د پاکستان صدراعظم هم وغانده چې د فورم پر مهال یې وویل: «زه پانګوال خپل باداران ګڼم.»

ویاند دا خبره شرموونکې او د غلامانه ذهنيت ښکارندویه وبلله، ویې ویل چې دا ډول تسلیمي کیدای شي د یوه پنجابي مشر ذهنیت وي، خو د بلوڅ ملت لپاره هیڅکله د منلو نه‌ده.

ویاند ټینګار وکړ چې بلوڅان به نه‌خپلې شتمنۍ ورکړي او نه به د پیسو په بدل کې څوک خپل بادار ومني.

ویاند زیاته کړه چې د بارک ګولډ استازي، او همداراز د امریکا، چین، سعودي عربستان، او وډ مکنزي استازي هم د غونډې برخه‌وال وو، چې ټول د بلوچستان د طبیعي شتمنیو د استخراج لپاره لیوال دي، چې ارزښت یې شاوخوا ۶ ټریلیون ډالر اټکل شوی.

نوموړي تور پورې کړ چې پاکستاني دولت دا منابع د رشوت په توګه کاروي تر څو نړیوال نظارت له ځان څخه لرې وساتي. نوموړي وویل، په داسې حال کې چې پوځ د نسل‌وژنې او سیاسي ځپنې لړۍ روانه ساتي، دا ډول بهرنۍ پانګونې به یوازې د بشري ناورین لمن نوره هم پراخه کړي. «موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې دا ویجاړوونکی بهیر دې ودروي.»

ویاند دا هم وویل چې پاکستاني دولت یوازې بلوچستان نه، بلکې د پښتونخوا منابع هم غواړي د نړیوالو کمپنیو له لارې، د پښتون ملت له اجازې پرته، غلا کړي. نوموړي د ۲۰۲۵ کال د منرالونو د استخراج قانون مسوده وغندله او دا یې د پښتنو د طبیعي شتمنیو د تروړلو یوه قصدي هڅه وبلله. ویاند ټینګار وکړ چې BNM د پښتنو د ملي دریځ بشپړ ملاتړ کوي او د دوی د خاورو او زیرمو پر خپلواکو حقونو ټینګار کوي.

همداراز، نوموړي یادونه وکړه چې په سند کې د پوځی پروژو لپاره د سند سین پر سر شپږ نوي کانالونه پلان شوي، چې دا کار به د سندي بزګرانو د اوبو کمښت لا پسې زیات کړي. د بلوچستان ملي غورځنګ د سندي ملت له دې دریځه هم ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب