(له سده وتلي) دا په کندهار کي داسي یوه اصطلاح ده، چي هغه چا/ ځوان/شخص، ډله یا هم دولت چي تر کنټرول، یا له چوکاټه او یا هم له نرخه ووځي هغه ته کارول کېږي، او هغو ته (له سده وتلي) وايي. یا په بل عبارت چي له ټولنیزو، کلتوري، اخلاقي او افغاني و پښتني چوکاټونو او معیارونو څخه څوک بهر سي او داسي بې پروا، سرکښه او مُضري کړني ترسره کړي، چي د ټولني د منل سوو ارزښتونو او قوانینو سره سمون ونه لري له سده وتلي افراد دي/ بلل کېږي.
په دې وروستیو کي ډیری هغه ځوانان او هغه قشر چي اکثریت ئې په بې سوادو کي حسابېږي، یا د جاهلت په تیاره کي رالویان سوي وي، چي په کړنو ئې هم کورنۍ او هم د ټولني او هېواد هغه تعلیمیافته او نخبه اشخاص په شرمېږي او زهیرېږي. دوی داسي کړنو، چمونو او مُضرو کارونو ته لاس اچولی دی، چي په ترسره کولو به ئې افغانۍ ټولنه نوره هم متضرره سي او هره کورنۍ او نور تنکي ځوانان به هم اغېزمن کړي، که ئې مخه مسؤل اشخاص ونه نیسي، نه دا چي زیانونه به ډیر زیات ووینو؛ بلکي دا به د نورو له پاره نوي بنسټونه کښېږدي. ښه به وي، چي د پېژندلو لپاره یادي ډلي او افراد پر برخو وویشو!
یو:- بې نظمه او بې پروا افراد:
دا هغه افراد دي، چي د ټولني د منلو سوو، قوانینو او اخلاقو ته درناوی نه کوي. په ښار کي د ښاري فرهنګ په ماهیت نه پوهیږي، ټرافیکي قوانین نه مراعتوي او د اصولو او قوانینو څخه سرغړونه کوي او د ټولني ارزښتونو ته په سپکه ګوري-ښه مثال ئې په دې اخترونو کي له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د تللو پر مهال د هغه ولایت رسم و رواج، کلتور او اداب و نزاکتونو ته نه دا چي پاملرنه نه کوي، بلکي ریشخندوي او سپکوي ئې؛ که بل مثال ووایو، د وروستیو ډیرو ټرافیکي پېښو رامنځته کوونکي، چي نه ئې عمر د موټر چلووني وي، نه هم ښې منظمي د ټرافیکي معیارونو پر معیار برابري لاري لرو، او یا هم موټرچلوونکي او مسافر وړونکي ډریوران په نشهيي توکو روږدي وي.
د پورته ذکر سوو کارونو د مخنیوي لپاره د کورنۍ وروسته مهم ادارې په عامه پوهاوي کي تر ټولو زیات رول د راډیو و تلویزیون، اطلاعات او فرهنګ، ښاروالۍ، فوایدعامه علماء، صحت عامه، ټرافیک او د داخلي وزارت دی، چي نه یوازي عامه پوهاوی ترسره کړي بلکي په سرغړونه ئې مجازات باید جبري کړي. نه خو د ډریورانو د ټیسټونه/معایناتونه کېږي او نه ئې شرکتونه پوره او درنې جریمې ویني. نه پر لارو د ټرافیکي اشارو څرک لیدل کېږي او نه هم د لوی لارو په مینځ کي جاده/ کوشنی دیوال مالومیږي، نه د ښار په یوه اړخ کي حلقوي سړک/بای پاس سته او نه هم د ورځي لوی موټران دا په اصل کي د اجتماعي نظم پر خلاف عمل دی. که ئې خپله حکومتي او دولتي چارواکي مراعت نه کړي، نو ډیر ژر به عام وګړي ددې ټولو اصولو په نه مراعتولو کي پیشقدمه سي.
دوه:- د خپل ځان لپاره تېشهوهونکي/ کار کوونکي:
دا بیا داسي افراد دي، چي یوازي د خپل شخصي ګټو لپاره کار کوي، نه دا چي ټولنیزو یا اخلاقي معیارونو ته پام نه کوي، بلکي دا کسان په رشوت اخیستلو، فریب کارۍ، او یا هم د قوانینو پر تطبیق د نه پوهېدو له امله، او یا هم د خپلي وظیفې د لاسه وتلو له وجي، چي د ټولني نظم او ډسپلین خرابوي، او د اجتماعي نظم د ټینګښت او پایښت مسؤلین بلل کېږي، خو تطبیق ته ئې عاجزه دي.
دا افراد بیا له سده وتلي خلکو سره په سرغړونه کي مرسته کوي، مثال تاسو به ډیر کم خلک ووینئ، چي عامهالمنفعه ځایونو څخه په کلکه ساتنه وکړي او تخریبوونکو په وړاندي ودرېږي، چي د دداسي ځایونو ساتنه زموږ د ټولو مسؤلیت دی، هغه که هر ځای هو هر چیري وي، ما داسي یو ښه فرهنګ فقط په هرات کی لیدلی دی، چي د ټولو هغو ځایونو ساتنه په خورا ښه اتفاق او په یوه صلاح سره کوي، هغه که پارک، د تفریح و منظرې ځایونه او یا هم ټول هغه ځایونه چي ګټه ئې عام ولس ته رسېږي که پُل وي، که سړک، که روغتون وي که پوهنتون او که فابریکه وي که کارخانه؛ دې فرهنګ ته خلکو کار ویلی دی، نو ځکه د ځان غم نه کوي نه د ځان لپاره دا اقدام کوي، هیله ده، داسي فرهنګونه خپل کړو. او یا هم بل مثال وروستۍ ټرافیکي پېښي او حادثې وګورئ، چي د ډیر سرعت له وجي، د نشهيي توکو د کاروني له امله او یا هم د کم عمرو هلکانو ته د کورنۍ د مشرانو لخوا موټران ورکول کېږي،چي هم د نورو نظم خرابوي او هم ځان یا هم بل ته نقصان رسوي، دداسي کړنو پر په مقابل کي ټول افراد مسؤلیت لري، چي ودرېږي که د مسافر وړونکي ډریور پر وړاندي ټول مسافرین ودرېږي هغه مجبوره دی، چي موټر کرار وچلوي په دې سره به هر سړی د ځان لپاره تیښه نه وهي بلکي د ټولي د نظم او ډسپلین لپاره به کار کوي.
داسي افراد چي په ټولنه کي بې نظمي اوګډوډي راولي، د ټولني د قوانینو او رواجونو مراعت نه لري، د نورو کسانو په ژوند او ورځني چارو کي هم ګډوډۍ رامنځته کوي. او داسي له سده وتلي کړني د ټولني پر توازن منفي اغیزه کوي او د ټولني کلتوري او اخلاقي ارزښتونه کمزوري کوي، هم د خلکو ذهنیتونه منفي لوري ته اړوي دا یوازي او یوازي جاهله طبقه ده او د جاهلت له مینځه وړل نه یوازي اسلامي مسؤلیت لرو بلکي اصولي او قانوني رسالت مو هم دی.
له سده وتلي افراد مسؤلیت پذیره نه وي، بااحساسه نه وي؛ نو د خپلو حقوقو او مسؤلیتونو پر وړاندي بې پروا او بې اعتنا کېږي، خو د دداسي خلکو لپاره نظام او هغه بنسټونه چي پر ځوانانو تاثیر ولري مسؤلیت او مکلفیت لري، چي د تربیې او تعلیم له لاري عامه پوهاوی ورته وکړي، څوک ئې د پوهولو، پاللو، ساتولو او په دې اصولو خبرولو مسؤلیت او مکلفیت لري:
لومړی کورنۍ ده، دوهم منظم او سالم چاپيریال او درېیم بانظمه او باډسپلینه اداره او نظام دی، زه ئې هم پر دې درېیمي نقطې بحث کول غواړم، یوه باډسپلینه اداره دداسي افرادو د اصلاح او روزلو لپاره باید چي پر هر سن/عمر لپاره-(له ماشومتوب نیولې تر تنکۍ ځوانۍ او ځوانانو) ته بېلابېلې برنامې ولري، د ډېر نسل مخنیوي لپاره د صحت نورمونه برابر سي، د ښارې فرهنګ اصطلاح د ماشومتوبه د ماشوم په فکر کي ځای کړل سي، د ټرافیکي اصولو سره بلدتیا جبري کول او د هغوی لپاره په ښار او صحرا کي ټرافیکي قوانینو ته غاړه اېښول شرط کړل سي، هیلمټ،(موټرسایکلي خولۍ) کمربند تړل او په ډیر سرعت نه تګ لازمي او قانوني کړل سي.
مخنیوی او حل لاري
اول:- تعلیمي پروګرامونه او روزنه:
تعلیمي اصلاحات ځګه اړین دي، چي د خلکو د کلتوري، اخلاقي او ټولنیز تعلیم سطحه لوړه سي، د داسي ستونزو د حل لپاره بنسټیزه حل لاره شرط ده، او دا په دې کېدای سي، چي د ښوونيزو او روزنيزو پروګرامونو ډیرېدل غواړي، چي یوازي او یوازي د ټولني د ارزښتونو، اخلاقو، او قوانینو په اړه معلومات پکښي بیان او یا هم ورکول سي.
بل ئې اهم خلاقي تعلیمات یادولای سو، چي په ښوونه او روزنه کي، په ښوونځیو، پوهنتونونو او حتی د لویانو لپاره د اخلاقو، ښاري فرهنګ و کلتوري او ټولنیزو قوانینو په اړه جدي پروګرامونه جوړ کړل سي، مثلن د ښه ښاري په نوم، د ښاري فرهنګ ساتونکي په نوم، د پاک او منظم ښار په نوم، زموږ ښار او چاپیریال په نوم… -چي د ټولني ارزښتونه څنګه او په کومو ځایونو کي مراعت سي او د بې پروايي څخه څنګه ډډه وسي او یا هم څنګه خپل د سیمي هغه سوچه/ کره افغاني کلتور نمایندهګي وکړئ.
دوهم:- د ټولنیزو همکاریو او فعالیتونو زیاتوالی:
ځوانان هغه وخت له سده وځي، چي په چاپیریال کي د ده د خوښي او ذوق مطابق لوبي نه وي، هنر نه وي او فرهنګ نه وي یا په بل عبارت ټولنه یا هېواد ورته د نړیوالو ټولو فرهنګونو، لوبو او هنرونو چي په ټولو هېوادونو یا نړۍ کي وي او دلته هغسي، فرهنګ، ادب، کلتور او سپورت/ورزش نیستي وویني، نو ځکه په موټرسایکلونو پایې پورته کوي، که ځوانانو ته د ټولو هغه ورزشونو ازادۍ ورکول سي، چي په نړۍ کي کېږي او د هغه لپاره یو لړ اصول او قواعد چي نړیوال ټاکل سوي دي هغسي درسره مني؛ خو که نه وي نو بیا ئې پخپله درته زېږوي او نورو ته ئې وړاندیزوي، چي ممکن هغه یو ډول وحشي لوبي، غیري اصولي او دردوونکي لوبي وي، لکه درنه خط، هر ځای او بې اصوله غېږ ایستل، د موټرانو او موټرسایکلانو ځغستا او … د داسي ځوانانو لپاره فرهنګي او ټولنیز پروګرامونه اړین ځکه دي، چي د سپورټ، هنرونو، او ټولنیزو پروګرامونو کي ګډون د وخت اړتیا ده، که نه وي، ممکن یوه فیصدي مو ځوانان ناوړه پدیدو ته مخه کړي. او که غواړو د ځوانانو لپاره یو سالم بدیل ولرو؛ او په دې سره به د ټولنیز ګډوډي مخه ونیسي، نه به مو ځوانان له سده وتلي وي او نه به نوري علامې کوي.
درېیم:- قانوني کړني او نظارت ئې:
لکه څرنګه چي، د قانوني اصلاحاتو په راوستلو، د ټولني د امنیت او نظم د ټینګښت لپاره د قوانینو په پلي کولو، د قانون سرغړونکو کسانو پر وړاندي د جدي درېدلو، یا هم سرغړوونکو ته سزا ورکولو باندي حکومت مکلف دی، همداسي د ټولني د نظم لپاره که څوک د ټولنیزو او اخلاقي قوانینو څخه سرغړونه وکړي، باید د قانون له مخي جریمه سي او په دې توګه ټولنه اګاه سي، چي د بې پروايۍ، بې نظمۍ او له سده وتلو زهرجن او غیر منل سوو کړنو نتیجه څه ده. مثلن که والدین خپلو کم عمرو اولادونو ته موټر سایکل، موټر او یا هم نور نقلیه وسایط ورکوي، که ئې پلار نغدي او یا هم نوره سزا ونه ویني ممکن دا فرهنګ نور هم وده وکړي او هره ورځ به د ټکرونو شاهدان یو او یا هم د مسافرو وړونکو بسونو ډریوران معاینه نسي، چي په نشهيي توکو روږد دي که نه، نو بیابه د کندهار-کابل، هرات-کندهار او کابل –مزار پر لارو غټ ټکرونه نه وي او یا هم ټرافیکي اشارې او پر هر پنځم کیلو متر د عاجلي څانګي د روغتیا ابتدايي مواد او امبولنس نه وي نو بیا په دې سره اداره او نظام ملامتی ښکاري.
پایله:
په ټوله کي ویلای سو، چي د ښاري فرهنګ په رامنځته کېدو او تطبیق کېدو، د لویو لارو د ټکرونو په کمولو کي او د هغه افرادو چي “له سده وتلي” وي، کنټرول لپاره، د ټولني کلتوري او فردي اخلاقو په سطحه جدي نیولو په وجه د داسي ټولو ستونزو د حل لپاره یوې سالمي او منظمي دستګا او نظام مکلف دی، چي یوه ګډه ټولنیزه هڅه وکړي، چي په هغې کي د حکومت، د ټولني، د کورنۍ او فرد ټول مسؤلیتونه مشخص او کار پر وکړي، چي ټولنه کي د یوې ارامي او سکون ژوند څخه ښاریان او ټول اوسیدونکي خوند واخلي. د دې ټولو ستونزو د حل لپاره د مسجد له منبره نیولې، د ښوونځی او نور تعلیمي او تحصیلي مرکزونو څخه په پوهاوي کي ګټه واخلي او د قانوني کړنو او د هغه پر نظارت خپل مسؤلیت او مکلفیت جدي تعقیب کړل سي.
ټول دولتي چارواکي ، مشران او د جوماتونو ملا امامان باید دا لیکنه ولولي او عمل پرې وکړي .