تاند (چهارشنبه، د وريږ حمل ۲۷ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمېټې (JCC) د بیا فعالېدو ستاینه وکړه، چې له ۱۵ میاشتني ځنډ وروسته یې اوومه غونډه د چهارشنبې په ورځ دایره شوه.
دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی — د افغان کډوالو ایستل، د ډیورند کرښې په اوږدو کې نښتې، او په پاکستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې دي. پاکستان ادعا کوي چې دغه وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو افغان چارواکو دا ادعا رد کړې او ټینګار کوي چې هېچا ته اجازه نهده ورکړل شوې چې له افغانستانه د بل هېواد پر ضد کار واخلي.
د افغانستان او پاکستان د همغږۍ د ګډې کمېټې وروستۍ غونډه د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې په اسلاماباد کې شوې وه. محمد صادق د نن ورځې له غونډې وروسته په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: “JCC یو مهم پلیټفارم دی چې له لارې یې حساسو او ستراتیژیکو مسایلو ته رسېدنه کېږي.”
نوموړي زیاته کړې: «د دې ډول میکانیزمونو له لارې منظم او دوامداره اړیکې د تاوتریخوالي د کمولو، د شکونو د ختمولو او د دوهاړخیز تفاهم د پیاوړتیا لپاره اړینې دي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، په غونډه کې ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید خپل اختلافات د باور په فضا کې د خبرو له لارې حل کړي او له هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د خلکو د غوسې او پارېدا سبب کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني وضعیت او یو شمېر نورو مسایلو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د ځوروني او شړلو، په اړه تفصیلي خبرې وکړې.»
خبرپاڼه زیاتوي چې د غونډې په پای کې دواړو لوریو دا مهمه وبلله چې دا ډول اړیکې باید دوام ومومي.
تېره میاشت، وروسته له هغه چې پاکستان د تورخم دروازه د پوستو د جوړېدو له امله وتړله، د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې.
له دې پرمختګ وروسته، د دیورند کرښې د دواړو خواوو یوه جرګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې هوکړې لامل شوه، چې له مخې یې د تورخم بندر د ۲۷ ورځو تر بندېدو وروسته، د مارچ په ۱۹مه بیا پرانیستل شو.
د پاکستاني جرګې مشر، سید جواد حسین کاظمي، تېره میاشت «ډان ډاټ کام» ته ویلي و چې JCC به د جرګې پرېکړې وڅېړي، چې پکې د اپرېل تر ۱۵مې پورې اوربند هم شامل دی.
نوموړي زیاته کړې: دواړو لوریو پرېکړه کړې چې د لانجمنو پوستو جوړول بند کړي.
پاکستاني چارواکي وايي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو وسلهوالو ډلو موضوع د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو لوی خنډ دی.
له بلې خوا، د افغان طالبانو ادعا دا ده چې د داعش-خراسان څانګې ترهګر له بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه افغانستان ته ننوځي، خو پاکستاني چارواکو دا ادعا بېاساسه بللې ده.
طالب ډله وایی چی داعش له بلوجستان او پښتونخوا څخه افغانستان ته ننوځی. صادق خان ځواب ورکړ چی نور به داسی نکیږی. مونږه په رزګونو، زرګونو داعیشیان د مهاجرو د استولو په نوم افغانستان استولی او نور هم لیږو. لدی ورسته به د داعش عملیات افغانستان کی ګوری چی یو په خپلو ځایو کی نصب شی ـ