پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+په سیمه کې د یوې نوې خو ډیرې پراخې او خونړې جګړې...

په سیمه کې د یوې نوې خو ډیرې پراخې او خونړې جګړې د پیل اندیښنه

 غلام جیلاني ځواک

د امریکا، چین او ایران سیالي

اویایمه لسېزه کې د لئونید برژنیف د جمهوري ریاست په دوره کې، پخوانی شوروي اتحاد د خپل سیاسي،عسکري او اقتصادي قوت په هسک کې و، کمونست چین د مائو او چوئن لای په مشرۍ ورو ورو د پرمختګ په لور روان ؤ، کیوبا د امریکا د غوږ لاندې د یو کمونست هیواد په توګه د امریکا ملي امنیت ننګاوه.

دې وضعیت د امریکا او په ټوله کې د غربی بلاک دمشرانو خوبونه تښتولي وو، د کمونیزم ایډیالوژي او ورځ په ورځ د هغې پراختیا دوی ته یوه بوږنونکې خپسۍ وه او کپیټالسټی نړۍ سره په سیالۍ کې یې پخواني شوروي اتحاد ته یو سوق الجیشي برتري ورکړې وه، خو د هنري کسینجر یوې پټې دیپلوماسۍ د وضعیت بنسټیز بدلون ته لار پرانستله.

د هنري کسینجر دې خفیه دیپلوماسۍ ته په جنوبی اسیا کې په شپیتمه او اویایمه لسیزه کې ځینو نورو ضمني خو مهمو پيښو زمینه مساعده کړه، البته د هنري کسینجر چې د ریچارډ نکسن د ملي امینت مشاو ر ؤ، هوښیارتیا همدا وه چې د نړۍ په دې بدلیدونکي وضعیت کې په مناسب وخت کې مناسب او د نه وړاند وینې ګامونه پورته کړي.

هند او پاکستان خو له زیږیدو یو د بل دښمنان وو،

په ۱۹۵۹ کې دتبت مذهبي مشر دلایي لامه هند ته پناه یوړه، په همدې د چین اوهند اختلافات پیل شول او بلاخره په ۱۹۶۲ کې د همالیا په دنګو غرونو کې  د اقصای چین په سر د داوړه هیوادنو ترمنځ نښته وشوه، هند او چین بهایی بهایی له هغې دمه تر دې دمه په دښمنۍ واوښتل.

۱۹۶۹، سایبریا کې د ځمکنې لانجې پرسر د چین او روسیې ترمنځ سرحدي نښتې رامنځ ته شوې چې اوه میاشتې یې دوام وکړ، دې پیښې دوه کمونست هیوادونه چې لیننزم او ماوویزم لا دمخه سره ویشلي وو، خپل منځ کې سره د ښمنان کړل.

د هند، چین او روسیې د اړیکو نوي انکشاف د هنري کسنجر دیپلوماتیک ابتکار ته زمینه مساعده کړه، ۱۹۷۱ کال کې هغه په ښکاره پاکستان ته په یو رسمي سفر راغی او دلته په پټه د پاکستان د جمهور رئیس په الوتکه کې په بدل لباس چین ته ولاړ او د چين صدار اعظم چوئن لای سره یې وکتل، د کسنجر پیغام دا ؤ چې د دوې ترمنځ جګړه نه د چین په ګټه ده اونه د امریکا!

 په شدت منزوي چین دا له خدایه غوښتل او په دې توګه د کپیټالست امریکا او کمونست چین ملګرتیا پیل شوه. پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل چین او امریکا لا سره نژدې کړل، نړۍ دا بوالعجبي هم ولیده چې د افغانستان د جګړې په ډګرونو کې د کمونست چین وسله د امریکایي وسلو سره یوځاي د کمونست شوروي اتحاد پرضد استعمالیده او دملګرو ملتو د امنیت په شورا کې د چین رایه هم د نورو غربی هیوادو په شان پر افغانستان د شوروي یرغل پرخلاف کاریدله.

د کسنجر دیپلوماسۍ او د برژنسکي ستراتیژیو د لس هاوو نورو داخلي، ایډیالوژیک او سیاسی عواملو سره یو بل ته لاس ورکړ او شوروي اتحاد لومړی د افغانستان جګړه وبایلله او بیا پخپله د شوروي اتحاد د اضمحلال او بیا انحلال سبب شو، شوروي اتحاد چې اوس یواځې د تیر تاریخ یوه برخه ده!

دا بې له شکه امریکا ته یوه ستره بریا وه، نور نو امریکا رقیب نه درلود، همدا و چې یو امریکایی مورخ په ډیر تکبر اعلان کړ چې تاریخ پای ته رسیدلی!

خو داسې نه وه، د کسنجر دیپلوماسۍ د ځان سره هغه په طبی اصطلاح جانبی عوارض هم درلودل. د کسنجر دهمدې دیپلوماسۍ له امله زمینه مساعده شوه چې امریکا پاکستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه سترګې پټې کړې او کله چې یې سترګې پرانستل شوې نو ډیرې اوبه له ورخه تیرې وې.

چین پاکستان کې پراخ سیاسي، او استخباراتي نفوذ پیدا کړ، په لومړیو کې امریکا ته  پاکستان کې د چین د نفوذ پراخیدل دومره ګواښوونکي نه ښکاریدل او هغه یې یواځې هند سره د دواړو هیوادونو د مشترکې دښمنۍ نتیجه ګڼله، خو په تیرو دریو لسیزو کې کله چې چین خپل سیاسیي او اقتصادي سیستم کې بنسټیز اصلاحات راوستل، او د چین د چټکې اقتصادي ودې مرحله پیل شوه، ورو ورو جوته کیده چې راتلونکي کې د امریکا اصلي سیال چین دی او پاکستان کې یې د نفوذ پراختیا امریکا ته یوه ستره ننګونه ده.

د غربی استعمار لخوا د پاکستان د تخلیق فلسفه همدا وه چې له هنده د انګریزانو له وتو وروسته دلته د غربی استعمار یو نیابتي هیواد تخلیق کړي، ترڅو د شوروي اتحاد او کمونیزم  او نورو احتمالي ګواښونو په وړاندې په همدې سیمه کې د دوی د سیاسي، نظامي او استخباراتي اډې حیثیت ولري او د دوې د ګټو ساتندوی وي.

اوس پاکستان دومره د چین د نفوذ لاندې راغلی چې نشي کولای یواځې د غربې هیوادو د پراکسي په توګه عمل وکړي، بلکی اوس د پاکستان د سیاست استخباراتو او امنیت یوې مهمې برخې د چین د پراکسۍ بڼه نیولې ده.

د ا وضعیت په هیڅ توګه امریکا ته دمنلو نه دی، د پاکستان وروستي سیاسي کړکیچونه هم په حقیقت کې پاکستان کې د چین او امریکا د سیالیو یوه برخه ده، د عمران خان حکومت لرې کیدل، د ټي ټي پي  او بلوچ چنګیالیو یو ځل بیا ډیر فعالیدل دا هرڅه پر پاکستان د فشار لپاره دي چې د چین نه لرې شي او خپلې تاریخي دندې ته چې د غرب د پراکسي په توګه عمل کول دي، راوګرځی.

د منځني ختیځ بدلونونه او د ټرمپ راتګ نه وروسته د امریکا له دریځه ښکاري چې امریکا او اسرا ئیل د ایران په وړاندې ستره لوبه روانه کړي. که احیاناً ایران امنیتي انفجار سره مخ کيږی دا به ټوله سیمه د یو ستر او اوږد مهاله کړکیچ او ناورین سره مخ کړي. په داسې حالت کې امریکا نشي زغملی چې پاکستان دې د چین د نفوذ لاندې وي، امریکا غواړي پاکستان لکه د تل په شان هغه څه وکړي چې امریکا یې غواړي.

ظفر چیمه د پاکستان د تحریک انصاف یو مهم غړی او عمران خان ته نژدې کس دی، د عمران د ټولنیزو شبکو فعالیتونه د همده لخوا تنظیمیږي، هغه د یو پاکستاني ژورنالست وقار ملک چې هغه هم د عمران خان پلوی دی، یوه ویډیو خپره کړې. په دې ویډیو کې هغه وایي چې څه موده مخکې د عمرې حج په پلمه په سعودي عربستان کې د شهباز  شریف، مریم نواز، عاصم منیر او د ایی ایس ایی مشر په ګډون یو پاکستاني هیئت په پټه د امریکایی هیئت سره لیدلي، په دې لیدنه کې امریکایانو په ډیر وضاحت پاکستان ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې، د ده په خوله امریکایان له پاکستانه غواړي چې:

  • د ترهګرۍ سره په جګړه کې دې پاکستان څرنګه، چیرته او هر کله چې امریکا وغواړي همهغسې عمل وکړي
  • پاکستان دې ورو ورو چین سره فاصله ونیسي او د سي پیک په شان پروګرامونو سره دې همکاري ودروي.
  • هرکله که سعودي عربستان اسرا‌یل په رسمیت وپیژنی، پاکستان دې هم سمدلاسه اسرائیل په رسمیت وپیژني
  • که دامریکا لخوا د ایران په وړاندې هر ډول اقدام کیږی، پاکستان دې بیطرف نه، بلکې د امریکا په خوا کې دې ودریږي.

فکر کوم له پاکستانه د امریکا اصلی غوښتنې همدا دوه دي، له چین نه فاصله نیول او په سیمه کې د امریکه له اقداماتو ملاتړ کول.

داسې بریښي چې جنرال عاصم او په ټوله کې پاکستان نشي کولای د امریکا د فشا رونو په وړاندې مقاومت وکړي، همدا اوس ښکاري چې دوې د امریکا په پښو کې خپل سرونه ایښي دي

کله چې امریکا افغانستان کې واک طالبانو ته وسپاره او له افغانستانه و وتل، پاکستان فکر کاوه چې یو ځل بیایی ستر بری په برخه شوی، د طالبانو حکومت به په رښتیا هم دوی ته یوه سوق الجیشي برلاسي وي، طالبانو سره اړیکو لپاره به هم د چین سترګې د دوې په لور وي او هم به امریکا د دودې په لاس طالبانو سره تعامل کوي. د طالبانو راتګ سره سم د فیض حمید لخوا د کابل په سرینا هوټل کې په یو پیاله چای د خپلې بریا د لمانځلو ننداره دهمدې خوشبینۍ یوه برخه وه.

خو داسې ونشول فیض حمید او عمران خان اوس زندان کې دي، ویل کیږې د فیض حمید، عمران خان او جنرال باجوه اصلي جرم دا دی چې غوښتل یې چین سره ورو ورو فاصله ونیسي. د عمران خان په حکومت کې د سي پیک پروګرام د ګڼو ستونزو سره مخ شو، عمران او فیض حمید ګڼشمیر پاکستاني طالبان دوسلو سره بیرته پاکستان ته ستانه او هلته میشت کړل چې اوس پاکستان ته سترسر خوږی ګڼل کیږي او چین یې هم ځان ته ګواښ ګڼي.

پاکستان دا له یاده ایستې وه چې طالبان د امریکا یوه نیابتي ډله ده او امریکا ورسره نیغ په نیغه اړیکې لري، چین هم له افغانستانه د احتمالي ګواښونو د مخ نیونې په پار یواځې پر پاکستان اکتفا ونکړه او دننه افغانستان کې یې خپل نفوذې جال خپور کړ، همدا اوس چینایان افغانستان کې ډیر نفوذ لري او ډیر فعال دي، او هر چیرته لیدل کیږي. دې وضعیت تر یو حده طالبان له پاکستانه مستغني کړل، البته کوم معنوي نفوذ چې پاکستان دخپلو مدارسو له لارې پر طالبانو لري هغه پخپل ځای دی خو لا اقل په ښکاره پاکستان بیا هم ونشول کولای افغان حکومت دې ته اړ کړي چې پاکستاني طالبان دوی ته وسپاري او یا یې افغانستان کې د فعالیت مخه ونيسي. البته افراسیاب خټک وایی پاکستان پخپله د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو زیاتیدو سره مرسته کوي، دا کار د هغې ستر پروژې یوه برخه ده چې د هغې په اساس باید سیمه بې منه شي. خټک وایی په جبري توګه له پاکستانه د افغان کډوالو ویستلو که یو هدف اسلامي امارت تر فشار لاندې راوستل وي، بل هدف دا دی چې په زرهاو ځوانان چې افغانستان ته ځی د فقر، غربت او بې کارۍ له امله د داعش، پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو په لیکو کې ورګډ شي، دا هرڅه په سیمه کې د یوې نوې جګړې د پیلولو هڅې دي.

ځلمی خلیلزاد لیکي ممکن پاکستان د افغان کډوالو په پوښښ کې داعشیان افغانستان ته واړوي.

افغانستان کې وضعیت ډیر کړکیچن او ډیر انجړ دی، پاکستان د خپل ټول ژور نفوذ سره ونشول کولای پر طالبانو د ټي ټي پي مسئله حل کړي، د ټي ټي پی او بلوچ ازادي غوښتونکو جنګیالیو ورځ په ورځ زیاتیدونکي نظامي فعالیتونه او بیا پاکستاني طالبانو سره د پرمخ تللو امریکایي وسلو شتون چین هم خپل ځان ته ګواښ ګڼي. په تیرو دوه کلونو کې پاکستان کې په ګڼشمیر چینایانو بریدونه شول او وژل شول، دې حالت د سې پیک پروژه تقریباً فلج کړیده، که څوک چینایي میډیا مطالعه کړي داسې بیلګې لیدل کیږی چې ښکاري چینایان افغانستان کې د وروستی انکشافاتوڅخه رضایت نلري، کابل ته د ځلمي خلیلزاد له سفره وروسته اوس داسې بریښې چې طالبانو سره ترټولو کلکې اړیکې او طالبانو کې تر ټولو زیات نفوذ امریکا لري.

افغانستان کې همدا اوس د پاکستان استخبارات، د امریکا استخبارات او د چین استخبارات په خپلو، خپلو فعالیتونو او سیالیو بوخت دي. امریکا کې د قوي نفوذ په خوا کې دلته د داعش احتیاطی قواوي هم لري چې اوس یې د روزنې مراکز د پښتونخوا  اورکزیو او بلوچستان کې پراته دي.

 همدا اوس امریکا ایران د باروتو په غونډۍ کښینولی او هره شیبه امکان شته ایران د یو ستر امنیتي انفجار سره مخ شي. که ایران له هوښیارتیا کار وانخلي او چین اوروسیه ونشي کولای د ایران پر وړاندې د امریکا د پروګرامونو مخه ونیسي، او ښکاري هم همداسې چې د ایران په وړاندې د امریکا دتوطئیو په اړه چین او روسیه بې وسه ده، نو له منځني ختیځه نیولې تر افغانستان او پاکستانه به د اوږ مهال لپاره د یوې خونړۍ او سترې جګړې اور بل شي، د طالب بیلابیل فرکسیونونه، د مقاومت په نوم ډلې، داعش، بلوچان، اذریان، ترکان، بلوچان، کردان، عربان به په بیلابیلو  نومونو او بیلابیلو دلایلو یو بل سره په جګړه اخته وي.

په ښکاره خو داسې ښکاري چې که دلته د جګړې اور بل شي نودا اور به د چین او روسیې د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي، دې سره به دا تیوري چې د نړۍ د سیاست او اقتصاد مشرتابه له غربی تمدن نه د شرقی تمدن لاس ته د ولویدو په حال کې ده( هغه څه چې امریکا ورته دخپلې فنا او بقا د جګړې په سترګه ګوري)، ناکامه شي.

 خو ایا حتمي ده چې همداسې وشي؟

د جګړې اور به افغانستان، پاکستان، ایران او ځنې عربی هیوادونه بې امنه کړی خو ايا منځنۍ اسیا ته د دې بې امنۍ ننوتل به اسانه وي؟ له کلونو کلونو راپدیخوا دا ګواښ احساسیږي او چین او د منځنۍ اسیا هیوادونه د روسیې په ملاتړ یې د مخنیوۍ هڅې کوي، روسیه به له خپل ټول قوته کار واخلي چې ترهګري منځنۍ اسیا هیوادونو ته دننه نشي.

که د فارس خلیج د اور مجمر هم شي خو د چین د تجارت مخه نشي نیولای، چین هم د منځنۍ اسیا هیوادو له لارې اروپا او هم د هند له سویل نه په تاویدو افریقا او جنوبی امریکا ته لاسرسی لري.

خو داسې ونشی، لکه څرنګه چې د کسنجر دیپلوماسۍ پاکستان کې چین د قوي نفوذ څښتن کړ او پاکستان چې پخوا یواځې د غرب نیابتي هیواد ؤ اوس د چین هم دی. له افغانستان او پاکستانه نیولې تر عربي هیوادو په جګړو اخته او بې امنه دا پراخه جغرافیه کې چین او روسیه هم ځواکمنې نیابتي دلې تخلیق کړي او ترلاسه کړي او یا هم احیاناً په ځنو سیمو کې نیغ په نیغه نظامي حضور پیدا کړي،

ایا دا دقیقه محاسبه شوې چې د دې وضعیت ګټه به غربی نړۍ ته ډیره وي که زیان؟

زه اندیښنه لرم چې سیمه کې د دې نوې جګړې له امله افغانان او پښتانه له انګریز، روس او امریکا نه وروسته چین سره هم په جګړه وانه وړي.

داسې ښکاري د افغانستان او  د یوناني اسطورې سسی فس یوه کیسه ده، یوناني رب النوع په دې محکوم دی چې یو ستر کمر د غره سر ته وخیږوي، سسی فس هر ورځ کمر د غره څوکې ته نژدې ورسوي خو بیرته ورنه تیږه وخویږی او سبا بیا مجبور وي بیرته له سرنه کمر غره ته وخیږوي، د سسي فس دا کیسه به تر قیامته روانه وي.

خدای دې افغانستان په داسې برخلیک نه اخته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب