مهاجرت او د هویت لهمنځه تګ – یوه ژوره ټولنیزه غمیزه
مهاجرت، که اختیاري وي یا جبري، تل د انسان د ژوند په ټولو برخو باندې اغېز لري.
کله چې یو څوک له خپل وطن، کلتور، دیني ارزښتونو او ژبې څخه واټن اخلی، نو یوازې د فزیکي ځای بدلون نه وي؛ بلکي دا یو فکري، رواني، او هويتي بدلون هم رامنځته کوي.
په تېرو څو کلونو کې، میلیونونه افغانان د بېلا بیلو لاملونو له امله له هېواده مهاجر او په پردي وطنونو کې تیت و پرک شول.
د افغانانو ددې لی بلیه ژوند سره د افغان هویت، فرهنګي ارزښتونو، او راتلونکي لید ته ستر ګواښونه پیدا شوي دي.
اول: د هویت لهمنځه تګ څه معنی لري؟
د هویت لهمنځه تګ یعنې یو کس خپل ځان، ارزښتونه، ژبه، دین، تاریخ، فرهنګ او ملي ځانګړتیاوې له لاسه ورکوي.
مهاجر انسان، په ځانګړې توګه ځوان نسل، اکثراً د دوو متضادو فرهنګونو ترمنځ ولاړ وي:
– د اصلي وطن ارزښتونه (افغاني/اسلامي)
– د میزبان هېواد نوې فکري او کلتوري فضا
په دې منځ کې که توازن ونه ساتل شي، شخص خپل اصل له لاسه ورکوي او هغه بلي خواته ته یې پله درنه شي او له نوي چاپېریاله سره ادغام شي.
همداسې بېریښې، بېهویته، او بېهدفه نسل منځ ته راځي.
دویم : د هویت لهمنځه تګ نښې په مهاجرت کې
-د خپل وطن د نوم، ژبې یا فرهنګ شرمېدل
-د افغاني ارزښتونو تمسخر یا بېارزښته ګڼل
-د دیني زدهکړو نهپام او له دیني هویت څخه لیرې کېدل
-د خپل اصلي کلتور او تاریخ نه پېژندنه
-د لوېدیځ ژوند تقلید – پرته له تحلیل څخه
-د خپلو رېښو پرېکون – نه افغان پاتې کېدل، نه بهرنی
دریم: د راتلونکي احساس لهمنځه تګ په مهاجرت کې
الف : کله چې د هدف سر او بر معلوم نه وي .
– ځوان نه پوهېږي چې څوک دی، څه غواړي، څه باید وکړي، یا اصلي ځای ځایګی یې چېرته دی.
– “چې نه ددې شوم، نه د هغه وطن ” احساس.
ب. د بېثباتي حالت
– مخکې تر دې چې کار او کتار سمیږي کډوال اوسېدل د ژوند یو بې سُره او ناپېژندلی حالت دی، هر څه لنډمهاله وي:سرپناه، تعلیم، کاري جواز، شناخت، حقوق…
–زړه یې پر پوښتۍ نه وي بلکي ذهن تل په یو ډول انتظار، اضطراب او نه باور کې وي.
ج. د ځاننفی حالت
– ځوان یا ماشوم احساسوي چې نه د میزبان هېواد غړی ګڼل کېږي، او نه هم د خپل اصلي وطن “معتبر” وګړی دی.
– نتیجه: د ځان نفرت، ذهني فشار، انزوا او گڼې رواني ستونزې.
څلورم : د دې حالت پایلې
-نسل بېریښې کېږي
-کورنۍ واحد له منځه ځي (ماشومان له مور و پلار سره کلتوري ټکر لري)
-د ځوان فکر د غرب په فېک درشل کې ورک شي
-دین، غیرت، فرهنګ، ژبه، تاریخ، ټول تر پښو لاندې شي
-د مهاجرت ټولنه یوازې د مادیاتو ټولو یا مصرف او اړتیا مرکز شي، نه د هویت او هدف ځای
پنځم : حللارې او وړاندیزونه
الف. د کورنۍ رول
-په کور کې باید مور و پلار ژبه، فرهنګ، دیني ارزښتونه او تاریخي کیسې ژوندۍ وساتي
-اولاد ته باید د وطن، هویت، دین او تاریخ مثبت تصویر ورکړل شي
-کور باید د فکري ثبات ځای وي، نه د پرېشانۍ سرچینه
ب. د ټولنې رول (جومات، کلتوري او فرهنګي ټولنې)
-د قرآن کریم، سیرت نبوي، تاریخ او افغاني ادبیاتو ټولګي جوړ شي
-د ماشومانو او ځوانانو لپاره کلتوري او فرهنګي پروګرامونه، مشاعرې،مباحثې او ذهني سیالۍ جوړي شي .
-د روشنفکره مهاجرینو تجربې د نورو ځوانانو سره شریکې شي.
ج. د انفرادي پرمختګ لارې
-هر ځوان باید د خپل ځان هویت وپېژني – افغان یم، مسلمان یم، تاریخي رېښې لرم
-د دیني او کلتوري زدهکړې لپاره ځانګړی وخت وټاکي
-د افغاني افتخاراتو، اتلانو او ادبانو د ژوند او هڅو مطالعه
-هم له نوې ټولنې زده کړه، هم خپل اصل مه هېروه
دیني، کلتوري او تعلیمي توازن باید وساتل شي.