تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۲۷ مه) د افغانستان د سولې د امریکا پخواني ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې کیدای شي د پاکستان ادارې د افغان کډوالو د ایستلو له بهیر څخه په استفادې افغانستان ته د داعش ترهګر په پټه تېر کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د پاکستان وروستیو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ګامونه ښايي تر هغو هدفونو، چې اعلان شوې دي، زیاتې پټې موخې ولري.
هغه په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «باخبره کسان وايي اندېښنه لري چې ښايي د پاکستان ادارې د افغان کډوالو د شړلو له بهیر څخه افغانستان ته د داعش د ترهګرو د استولو لپاره استفاده وکړي. زه هم دا اندېښنه لرم.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان حکومت په وروستیو اوونیو کې لسګونه زره افغان کډوال له دې هېواده شړلي او اعلان یې کړی چې هغه کډوال به، چې قانوني اسناد ونه لري، د پاتې کېدو اجازه ونه لري.
طالبانو څو وارې د افغان کډوالو جبري شړل د نړیوالو حقونو خلاف بللي او د دې بهیر د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې.
خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د کډوالو ایستل د دغه هېواد د مهاجرت د مدیریت د قانوني پروګرام برخه ده.
دا لومړی ځل نه دی چې پر پاکستان دا تور لګول کېږي چې د تندلارو ډلو د ملاتړ یا اسانتیا برابروونکي رول لري.
خلیلزاد تر دې وړاندې هم په ایکس کې لیکلي وو: د راپورونو له مخې، داعش د پاکستان په بلوچستان کې داسې سیمې موندلي چې هلته ځان بیا منسجموي.
https://taand.net/?p=252858 د کانګریس غړیو د پاکستان پر لوی درستیز د بندیز غوښتنه وکړه
څرنګه چې په پوهیږي چې په افغانستان د پاکستان مداخله دا نن او څو کاله پخوا نده بلکه دا یو اوږد تاریخي موضوع ده
یعنی دا غیرمستقیم جنګ د شهید داود خان له دوری را نیولی بیا د تیر نظام اشرف غنی پوری دوام درلود چې غنی په وخت کي هم داعشیان وو چې دا کومه پټه خبره نده ځکه هغه وخت کې هم د غني د حکومت چارواکو بار بار تکرار کړل نړیوالو ، په ځانګړی ډول امریکا ته او امریکا د پارلمان چارواکو ته داسې شواهد وښودل چې د پاکستان پوځ او استخبارات دا په افغانستان کې داعش ډلو ملاتړ کوی چې اوس د اسلامی امارت چارواکي (بهرنیو چارو وزیر، ذبیح الله مجاهد او وزیر دفاع ) هم څو ځلی یادونه کړی چې پاکستان دا ډول کړني کوی مګر نړۍ په ځانګړی ډول امریکا چې خاموش ده نو لدې معلومیږی چې د امریکا په اړو کې شګه شته
د امریکا د ګانګریس غړو یو طرف ته عاصم منیر باندی د بندیز غوښتنه کوی بل طرف پاکستان په سفر کې له پاکستان له یادو چارواکو سره د دوی نظامی او مالی مرستي په خاطر یادونه کړی، بل طرف د امریکا د سنا جرګي غړی د امریکا ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پوری د جګړی په اړه بحث کوي چې قانونی او داود زی پکي برخه لرله چې د دوی په مشوره لرو پرتو ولایتونو کې امریکا بمبار کولو چې دا یو ډول جنګي جرایم هم شمیرل کیږی نو مطلب دا چې همدا قانونی، بسم الله محمدی او امر الله صالح چې رئیس د امنیت ملی وو پدې جنګی جرمنو کې ښکیل وو
بل طرف امریکا د بګرام پریښودل خپل مشرانو لپاره شرم ګڼي او د پاتې وسلو سپارلو غوښتنه کوي چې دا بیا بیل بحث ده خو د وسلو سپارلو کې پاکستان لیوال ده چې باید امریکا دا کار ژر تر ژره وکړی ځکه دوی داسې انګیری چې ګواکي همدا وسلی زموږ په وړاندې کارول کیږی مګر امریکا د غني په وخت زیات شمیر نظامی تجهیزات او وسلی پاکستان ته وسپارلی مګر افغان دولت امریکا ته دا یو خلاف عمل کولو ګیله وکړه مګر امریکا د پاکستان ګټو ته وکتل مګر خپل جنګي جرایم یی هیر شول
کله چې ټرمپ د پاتې وسلو غوښتنه کوي او بګرام سپارلو ادعا کوي چې بیاځلی راتګ سره یی بګرام موضوع څو ځلي رسانیو ته تکرار کړه چې همدې حال کې ایران هیواد خپل ګاونډیو ته ګوتڅنډنه وکړه چې امریکا ته نظامی آډه ورنکړي چې پدې وخت کې پاکستان اعلان وکړ چې بګرام امریکا ته سپارل شوی او د امریکا یو الوتکه کابل ته را رسیدلی ده چې بیا دا خبره بیرته رد شوه.
نو کچیری موږ د پاکستاني چارواکو تیرو خبرو او غونډو ته وګورو نو همدې پاکستان سره د وزارت مالیی او سوداګیری وزارت څو ځلي سوداګیری تړون تغیر کړی دا چې دوی تل خپلو ګټو ته لومړی توب ورکوی موږ یی هم باید په وړاندی غلي پاتۍ نشو یعنی نړیوال سوداګیریز سازمان ته شکایت وکړو ځکه د همغه تړون خلاف یی دروازی تړلي ساتي.
دا چې دوی امنیتي ستونزو بار په افغانانو اچوی نو مطلب دا چې موږ ددې ۴۵ کلن جنګي جرایمو پړه پر چا واچوو،
ولی نړۍ خاموش ده ؟ ولی د نړیوال جنګي جرایمو سازمان (ICC) د پاکستان په وړاندې خاموش ده او ملګری ملتونه هم خاموش دی؟
دری ٣ کاله پخوا کله چي په خپله خوښه او اجباري ډول له پاکستانه دَ مهاجرو سیلابونه افغانستان ته را روان ؤو ما د همدې تاند د یو خبر لاندې د تبصرې په ډؤل یو خبردارئ ورکړئ ؤو چي له پاکستانه په دې راتلونکو کسانو کي يي ٨٠ فیصده يي آئ اس آئ او پاکستاني پوځ سره تړلي اجنټان اؤ د داعش او القاعده غړي دي چي دَ راستنېدونکو مهاجرو په نوم کابل او نو مهم ښارونه اشغالوي او په راتلونکي کي په کابل کي هر د پاکستان ضد نظام په ډېره آسانۍ سره دَ همدوی په لاس رانسکوروي او دا دی اوس دا شک او اندیښنه خلیلزاد او امریکايي چارواکو ته هم پیدا شو.
دا نو اوس عقل مني چې داعش دې په کډوالو کې افغانستان ته ولاړ شي. که پاکستان غواړي چې داعش افغانستان ته ولیږي نو لویه پوله ده او په اکثره ځایو کې خلاصه او د څار وړ نده بله دا چې پوله ورته خلاصوي او اړوي یې. خلیلزاد هم کله نا کله د ګیډې غږبږي. د طالب او داعش فرق نشته دواړه ترهګر دي او دواړه د امریکا په پیسو د پاکستان په لاس تربیه شوي. ددې خبرو تر شا هم کومه نوې لوبه او سیاست شته. افغان ولس ته داعش او طالب فرق نلري دواړو افغان ولس وژلی او وژني یې.