پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان د نړۍ دویم لوی بشري ناورین تجربه...

د روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان د نړۍ دویم لوی بشري ناورین تجربه کوي

تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۲۷】افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي خبرداری ورکړی، چې د امریکا د مرستو قطع کېدو له امله به تر ۱۰ سلنې زیات افغانان د روان زیږیز کال تر پایه له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

د یاد سازمان استازي، ادوین سنیزا سالوادور، فرانس پریس خبري اژانس ته په یوه مرکه کې ویلي، افغانستان شاوخوا ۴۵ ملیونه وګړي لري او له اوږدې مودې راهیسې بشري مرستو ته اړ دی.

د سرچینې په خبره افغانستان د نړۍ دویم لوی بشري ناورین تجربه کوي.

سرچینې په خپل راپور کې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې ویلي، د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، نږدې درې ملیونه افغانان له ۳۶۴ زیاتو روغتیایي مرکزونه د تړل کېدو له امله له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي او د ۲۰۲۵ کال د درېیم ربعې پورې د ۲۲۰ نورو مرکزونو د تړلو ګواښ هم شته.

دغه راپور د مور او ماشوم مړینې ته هم اشاره کړې ده.

بل لورته ‏د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوسمهال تر بل هر وخت زیات افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، چې دا وضعیت پر بېړني حالت بدل شوی او د مخنیوي لپاره یې ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه بنسټ زیاته کړې چې شاوخو ۳.۵ ملیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب