تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۷مه】د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، صادق خان د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته را رسېدلی دی.
هغه به په دغه یوه ورځني سفر کې د افغانستان-پاکستان د همغږۍ د ګډې کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.
تر دې وړاندې سرچینو رسنیو ته ویلي وو،چې نوموړی به د یوه پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
صادق خان داسې مهال کابل ته راځي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې باریکې شوي.
تازه پاکستان پر افغان کډوالو د زور زیاتي له امله تر سخت فشار لاندې ده.
سره له دې چې د طالبانو حکومت او د نړیوالږ بشپرپالو په ځلونو له پاکستانه وغوښتل، څو افغان کډوال په عزت سره افغانستان ته ولېږدوي، خو پاکستان یوازې خپل دریځ ونیوه او د هېچا نظر ته یې احترام ونکړ.
د نظر خاوندان بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې کمیټې په ناسته کې د صادق خان ګډون په پاکستان کې نا امني یادوي.
دوی په دې باور دي چې پاکستان کې زیاتېدونکې نا امني د دې لامل شوې، چې نوموړی یې د حل لار موندلو لپاره کابل ته په راتګ اړ کړی دی، ځکه پاکستاني چارواکي په ځلونو ادعا کړې، چې د پاکستان په پېښو کې د طالبانو د حکومت لاس دی او له دې ځایه پلانېږي.
هغه ادعا چې په ځلونو افغان لوري رد کړې او د پاکستان نا امني یې د یاد هېواد داخلي مسله بللې ده.
صادق نه یو دروغجن، منافق، دای اس ای اجنت دپوځی حکومت جاسوس دورکې ، مجهولې ، نامعلومې اوشرمنده معاملې لپاره کابل ته را روان دی !
کوم بشری ، انسانی، حقوقی، قانونی عرف او شرافت اجازه ورکوی چې دې بربریت ته پوزه اوچڼه ور وتړلی.
که له کډوالو سره دنړېوالو سازمانونو مرستې وای نو بیا آباد ډیر خوښېده. دا مزور لیوه هرڅوک پېژنی! ازمایلی ازمایل ستر حماقت دی