یکشنبه, مې 5, 2024
Homeادبکره کتنهد سوله مل شينواري ليوني سپي او زړه انا | اکبرکرګر

د سوله مل شينواري ليوني سپي او زړه انا | اکبرکرګر

تاسو لوستونکي فکر ونه کړئ چې گويا سوله مل چيرته سپي ساتلي دي اوهغه ليوني شوي دي. دا خبره د هغه امريکايي سپو د پروژې سره هم تړاو نه لري چې په دې وروستیو کې په کابل کې پرانيستل شوه، خو دې کې هم شک نشته چې دا ليوني سپي د جورج ارويل د داستان (ژوبڼ) په څير په داسې فارم کې روزل شوي دي چې کلونه کلونه ورته امريکايانو ډوډۍ وراچولي او ښه يې پړسولي دي او نن داسې ليوني شوي دي، چې په هر څه خوله لگوي. په هر صورت زموږ هدف د سوله مل له ليونو سپیو نه د هغه وروستۍ لنډه کيسه ده، چې نوم يې دى ٬٬ليوني سپي او زړه ادې ٬٬

کله چې ما دا کيسه ولوستله، دې ته يې وهڅولم چې يو څه پرې ووايم، ځکه د کيسې پيل او په يوه بله فضا او بله دونيا کې د داسې کيسو کښل خوندور خو ستونزمن کار دى. کيسه د کلي کيسه ده. زموږ د خوارو او بيوزلو کليوالو د هستوگني د ځاى کيسه. د کيسي اصلي کرکترونه ليوني سپي، زړه انا دي. خو بيا وروسته بهرني څوکيداران اودهغو بولندوې او يو بوډا سړی هم د کيسې د ويالي په غاړه څپلۍ  باسي او پايڅي را بډوهي او د کيسې په وياله ورگډيږي.

په يوه کوچنۍ لنډه کيسه کې فکر کوم دومره کرکترونه لکه زموږ د کلي د ملکانو خبره را تداعي کوي چې له اساميو نه به ملکان پکې ډير وو.

کيسه د ليونو سپو په عمل اوکړنه را څرخي. ليوني سپي چې له چتې رابهر کيږي ويره او ترهه په کلي کې خپروي. د ليونتوب لړۍ د کلي په فضا او د کلي په کوڅو کې لکه د اوهامو لړې پلنيږي.

د کلي زړه ادې د کلي د اولس سمبول دى.د کلي خلک د زړې انا په څيره اووجود کې د بې وسه او د بي وزلو خلکو څيره کې را مجسم کيږي. د کلي د زړې  انا په څېره کې لوږه ، بې کارې، در په درې، نا علاجي، جوتېږي. چې د ليونو سپو د خوراک نه بايد ځان وژغوري خو ځان ترې نه شي ژغورلي.  دازړه  انا د ليونو سپو په منگولو کې له څو لسيزو راهيسې راگيره ده .

خو زمان اوحالاتو نن دزړې انا په لمن کې گڼ شمير وړې او لويي ډبرې اچولي دي. کوڅي ته را ووځي. اوپر سپيو د ډبرو وارونه اوگوزارونه کوي. دلته دخلکو کرکه اونفرت او دچا خبره اييق( دگرځون يو مهمل اواز)  په ډبرو بدل شوى دى. کله چې هغه کوڅي ته را داخليږي سپي هم له يوې اوبلې خوا منډه را اخلي. نږدي ده  چې زړه انا په خپلو سپينو داړو څيرې کړې اوکوڅه په وينو سره کړي. خو سپي د نابلده اوله ليرې ځاېه دراغلو وسله والو له وېرې چې دا ډېره موده دکلې پهره کوي  اوولاړ دي  زړې انا ته له وېرې  نه ورنږدي کيږي .،،،،،،،

دزړې انا يا دکلي دخلکو کرکه اونفرت چې دزړې انا ډبرې تري جوړې شوې دي. اوکله چې کوچنۍ او لويي ډبرې د ليونو سپو په لور ويشتل کيږي نو د سپو خولې له قهره خلاصيږي. خپلې سپينې داړې چينگوي. غواړي د بوډۍ وينې په کوڅه کې وبهوى. ،،

خو له ليرې ځاېه راغلي وسله وال چې په کلي کې پهره کوي ناببره يې پردې سرتېرې دروي، دسرتيرو بولندوې يې چې شنې سترگي يې له سور مخ سره يو ځاى سره غومبري له ورايه ځليږي  ودروي ،،

ورته وايي : ٬٬ځان مه په عذابوه .په دې وړو تيږو يې نه چوپولى اونه ويرولى شي، اوس هم زموږ له وېرې نه درنږدې کيږي .کنه ونډۍ ونډۍ به دې کړي. ،،

خو په پايله کې سپين ږيرى دزمري په څير دسپيو په لور روان شي. سپي په خپله دايره کې را بند کړي ،کوم يو يې پښو ته خوله وراچوي او کوم يو  غاپي. …..الخ،،

کيسه په ښه کليواله فضا اود دغه فضا د ترسيم په بستر کې  پيل شوې ده. خو کله چې بهرني سرتېرې اوبهرني بولندوى  په صحنه کې شتون پيدا کوي. کيسه له خپل سمبوليک مداره راوځي. لکه يو ژوندى بنيادم چې په سمندر کې ډوب شي ، تر هغو چې ژوندې وې داوبو بيخ کې وې خو کله چې يې ساه وخيژي  نو داوبو سر ته راشي. کيسه ددې له پاره چې له لومړۍ فضا يا دکيسې دلومړى برخې په تدوام کې ژورو ته ورښکته شي او يا دافلاطوني مثل په توگه  دغار څخه دبهرني کاروان سيورې دسمڅې په ديوال پريووځي ، ليدونکى اولوستونکى ديوال ته ځېر کړي. نو بهرنى پيره دار اوبهرنى بولندوى موجوديت د جسد نه ساه باسي او  داوبو سر ته يې را باسي اويا  دغار په مخکې اور مړ کوي او سيورې يې په ديوال نه پريووځي. په يو بل مثال کې لکه يوه بيړۍ چې په اوبو کې لا هو وي ، خو په کرار له سمندره خليج ته اوله خليج نه ټاپو  اوبيا په ساحل کې په وچ کاړ برابره شي.

سره له دې چې زه دکيسې په برخه کې ددي ليوال نه يم چې کيسه ليکوال ته ووايم چې دا سمبول اودا کرکتر بايد داسې بديل ولري ، خو دبهرني سر تيرې د کليمې ظهور  کيسه کمزوري کوي. موږ په خپل فرهنگ  کې پيريان لرو  اوجنيان لرو. ديوان لرو. جوج اوماجوج لرو. ماران اوښامارن لرو چې کيداى شي په کيسه کې را حاضر شي. چې دا ټول توکي اوعناصر له موږه پردي دي. دوى ته ژبه ورکړل شي سپي هم ژبه ولرې او په غپلو غپلو کې خپل اهداف څرگند کړي. زموږ په لرغونو فولکلوريکو کيسو کې  څاروي اوحيوانات خبري کوي. اوله دې لاري ډار اوترهه خپره کړي. اوليونى سپي يې مهار کړي واي.

بل ټکي زما په نظر دادى چې کيسه په خپله اډانه کې ظرفيت لري چې گام په گام وغزول شي. انځورونه خبري وکي. شين سترگي اوسور مخي کليمات به يوازې بس نه وي . دسپو گله او د هغو لکۍ  اوغوږونه ۔ اوداسې نور. خو داسې بريښي چې ليکوال  حوصله پايته رسيدلي ده  هڅه يې کړي چې ژر خپله خبره خلاصه کړي او دکيسې تبه وشلوي.

بله يوه لويه اومهمه خبره چې زيات امکان لري او زياتي صحنې پيدا کولي شي  هغه داده چې سپي خو دبنيادمانو په غوږونو خوله هم لگوي. سپي خو په رڼا ورځ خنجک کيږي او بيا له دى خنجک نه په وسو اوهڅو ځانونه خلاصوي نورو سپو ته هم امر کوي  چې راپاڅي  که په لر وي اوکه بر وي  ټول کلي دسپو رنگارنگ تخمونه لري  ……… ، هغه په مرادره او يا په مړه اوڅيرې شوي حيوان په لاش باندې پريووځي ، بويونه اوډدوزې ترې را ووځي.

ليکوال بايد دسپو ماموريت ته پام کړى واى. چې دکلي سپي ليوني دي. ليوني سپي ډار نه لري دا ځکه چې دخطر داحساس درک يې له منځه تللي وي. ډوزماران سپي دي. ليوني سپي دخلکو له لاسه اويا دزړې ادې له  لاسه ډوډۍ نه خوري.  هره شيبه بيا دمرگ گواښ کوي. ځکه وايي چې ليوني سپي څوک وچيچي نو بيا نه رغيږي. اوځانگړي واکسين ورته لا له مخه په کا ر وي.

په هر صورت زما خبري ددې له پاره اوږدي شوي چې په کيسه کې دا ظرفيت شته چې سړې پري خبري وکۍ ، کيسه  داوسني دوران اوداوسنيو شيبو سمبوليک بيان دى ، اودا بيان نور هم ژور کيداى شي.

پاې.

کرگر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب