که غواړی چې سالم مغز ولری نو مېوې او سبزۍ وخورئ. یا په بل عبارت، څومره چې په زیاته کچه مېوې او سبزۍ خوری، په هماغه کچه به مو مغز هم سالم او تازه وي. په څېړنو کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورّځ مېوه خوري، د نورو په پرتله سالم مغز لري. څېړونکو په لندن کې پر ۱۴۰۰۰ کسانو چې ۴۴ سلنه یې نارینه او ۵۶ سلنه یې ښځې وې د ۱۶ کلونو په موده کې څېړنه کړې ده، چې پایلې یې د BMJ Open مجلې خپرې کړې دي. دې څېړنې ثابته کړې چې په لندن کې ۸۴ سلنه خلک سبزي او مېوه کاروي. څېړنې دغه راز په ګوته کړې چې د المان 66 سلنه خلک له ښې روغتیا برخمن دي او عمده لامل یې هم د مېوې او سبزۍ ډېر خوراک دی. د څېړنو پایلو ښودلې، هغه کسان چې له مېوې او سبزۍ څخه په کافي اندازه ګټه نه اخلي د مغز فعاليتونه يې هم ډېر ښه نه دي او پر الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
پر مغز د مېوې او سبزۍ اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي
خبریال: taand
0
786
- Tags
- حمیدالله حمیدي
Previous article
نور تازه موضوعات
د ډاکتر حکیمي کلیزه | ذبیحالله شفق
زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې
ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه
په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...