Home+  پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

  پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

( نهمه برخه )

    ۲۴ – د قانون تفسیر د اضدادو‌ له لارې

    د حقوقو په علم کې د تقنیني اسنادو د تفسیر له پاره ډول ډول لارې شته، چې یوه له هغو څخه د اضدادو‌ له لارې د تفسیر طریقه ده.

   دا تفسیر هله مطرح کیږي چې که چیري په قانون کې یوه موضوع مسکوته وي؛ خو په موضوع کې د هغه متضاد حالت موجود وي، د قانون مفسر کولی شي د متضاد تفسیر له لارې، مسکوت حالت ته حکم تر لاسه کړي. د ساري په توگه که په قانون کې داسې ویل شوي وي چې له اتلسو کلونو څخه د ټیټ عمر لرونکي نه شي کولی تجارت وکړي، او دا نه وي ویل شوي چې د سوداگریزو معاملاتو له پاره د ۱۸ کلونو د عمر بشپړیدل شرط دي، د پورتنۍ قاعدې له مخې چې وایي له اتلسو کالونو کم عمره کس نه شي کولی تجارت وکړي، مفسر د اضدادو‌ د تفسیر له مخې په وضاحت سره ویلای شي، چې له اتلسو پاس عمر لرونکی د تجارت کولو‌ صلاحیت لري.

 دا ډول تفسیر تر ډیره په مدني او تجارتي حقوقو کې معمول دی.

 دغه حقوقي مفاهیم په دغه پښتو متل کې داسي منعکس شوي دي: «څیرونه په ضد معلومیږی.»

   ۲۵ – د دعوې په بهیر کې مصالحه:

   په مدني او تجارتي حقوقو کې کله نا کله داسي پیښیږي چې د محکمې له پریکړې مخکې مدعي او مدعي‌علیه پر مصالحې او روغې توافق کوي.

   دا حالت ښایي د قاضي په سپارښتنه او یا د دعوې د دواړو لورو د توافق په نتیجه کې رامنځ ته شي. په داسي یو حالت کې، محکمه د دعوې عادي بهیر دروي. او که چیري د مصالحې په نتیجه کې دواړه لوري د خپلې قضیې په حل بریالي شي، محکمه د هغوی د مصالحې اسناد په اړوند دفترونو کې ثبت او په حقیقت کې د ثبت ورځ د دعوې د ختم او ابلاغ ورځ شمیرل کیږي.

   دغه موضوع هم په دې پښتو متل کې داسې راغلې ده: «زه او ته راضی څه به وکاندي قاضي.»

   ۲۶،- له محکمې څخه بهر؛ د هغه حکم جایز نه دی:

 د حقوقو د علم له نظره، محکمه هغه رسمي اورگان دی چې له قانون سره سم تاسیس او له ځانگړو قوانینو سره سم د واکونو او صلاحیتونو په لرو سره، د دعواوو په حل او فصل مکلف دی، او صلاحیتونه یې په زمان او مکان پورې مقید دي.

  نو؛ د همدې قید له مخې محکمه مکلفه ده چې د دعوې څیړنه او د حکم اصدار؛ په ځانگړي ځای کې چې ورته ټاکل شوی دی ترسره کړي، له هغه پرته د محکمې حکم خپل قانوني اعتبار له لاسه ورکوي او جایز نه دي.

   دغه موضوع هم په یوه پښتو متل کې داسي راغلې ده: «انصاف د قاضي په کور کې هم نشته.»

  (نور بیا)

پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

 

1 COMMENT

  1. د قاضي په هکله نور پښتو متلونه

    مور اوپلار یې په قاضي ، هلکان یې په بازي .
    قاضي خپله خره غ…له ، او بل ته نصیحت کاوو .
    که دعوه د له قاضي سره شوه ، فیصله به په چا کوې.
    زه او ته راضی ، څه کار ده د قاضي. زه او ته راضی څه به وکاندي قاضي.
    مفت شراب قاضي هم څکي .
    انصاف د قاضي په کور کې هم نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...