تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۲مه) د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د هېواد راتلونکی حکومت پلان لري چې افغانستان او سوریې ته د رد شویو کډوالو د رسولو لپاره الوتنې بیا پیل کړي.
د جرمني د نوي حکومت دا پرېکړه د غیرقانوني کډوالو او رد شویو پناه غوښتونکو په اړه د یو سخت دریځه مهاجرتي سیاست برخه ګڼل شوې ده.
دویچه ویلې د اپرېل پر ۱۰مه، پنجشنبه، راپور ورکړی چې د دې پلان هدف د شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو بېرته استول دي. دا ۲۰۰ زره کسان د “تحمل شوي” یا Duldung پر اساس اوسي. دا د جرمني په مهاجرتي تګلاره کې یو مهم بدلون بلل کېږي.
له دې ډلې تر ټولو ډېر اغېزمن کسان افغان مهاجر دي، چې په جرمني کې د پناهغوښتونکو له لویو ټولنو څخه شمېرل کېږي. راپورونه وایي چې نوې پالیسي د افغان اتباعو د بېرته ستنېدا بهیر ګړندی کوي.
تورستن فرای، چې د مسیحي دیموکرات اتحاد د پارلماني ډلې مشر دی، “بیلد” ورځپاڼې ته ویلي:
«موږ به افغانستان او سوریې ته د پناه غوښتونکو د استولو لپاره ایستلو الوتنې پیل کړو. د جرمني ولس کولای شي پر دغه ژمنه حساب وکړي.»
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک بیا ترلاسه کړ، جرمني د بشري حقونو د اندېښنو له امله د پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر درولی و. خو اوسني کورني سیاسي فشارونه حکومت دې ته اړ کړی چې خپل دریځ بیا وارزوي.
په تېرو لسو کلونو کې لسګونه زره افغانانو جرمني ته پناه وروړه، چې د جګړې، ناامنۍ او د طالبانو له ګواښونو تښتېدلي ول. ډېر یې لا هم د “تحمل” تر حیثیت لاندې دي—دا معنا چې دوی نه دایمي استوګنه لري او نه هم د خونديتوب د نشتوالي له امله بېرته استول شوي.
لومړۍ الوتنه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان وګړو د ایستلو لپاره ترسره شوه، د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې وه. پکې ۲۸ افغان نارینه چې جنايي جرمونه یې کړي ول، د قطر په منځګړیتوب کابل ته واستول شول. دغه الوتنه د ډېر شمېر پناه غوښتونکو د ایستلو د بهیر یوه ازمیښتي هڅه ګڼل شوې.
د نوي حکومت د ایستلو په پالیسي کې، چې تمه ده د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د انتخاباتو په نتیجه کې د جوړ شوي حکومت له لوري عملي شي، ښایي یوازې مجرمان نه، بلکې ټول رد شوي پناهغوښتونکي هم شامل وي—او دې موضوع د کډوالو د حقونو د ملاتړو اندېښنې راپارولي دي.