پنجشنبه, مې 22, 2025
Home+ د امريکا او چين د تعرفو جنجالونه | جان روان ځاځی

 د امريکا او چين د تعرفو جنجالونه | جان روان ځاځی

د چين او امريکا پر ډيپلوماتيکو اړيکو پنځه څلوېښت کالونه اوښتي، خو ډېری وخت يې اړيکې تاوجنې او له کږلېچونو تېرېږي او هميشه یې ترمنځ تا ویلي او ما ويلي موجود وي.

د هېوادونو ترمنځ او په تېره بیا د لويو هېوادونو ترمنځ سیاسي کشمکشونه، اقتصادي ناندرۍ او سيالۍ ستونزې نه شي هوارولی، بلکې لا یې پسې ډېرولی او هم د نړۍ پر وړاندې ننګونې راپورته کولی شي.

هېوادونه د متقابل درناوي، سوله ييز ژوند او ګډو ګټو په رڼا کې اړيکې پاللی او مخکې تللی شي او له دغو درېيو ټکو پرته یې اړيکې له لوړو ژورو سره مخ کېدای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ د اپريل په دوهمې نېټې د چين، کاناډا، مکسيکو، اېټالیې، جرمني، برېتانیې او اروپايي‌‌ ټولنې په ګډون د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو پر صادرېدونکو توکو اضافي تعرفې ولګولې او هممهاله یې دغه هېواد ته پر ټولو واردېدونکو موټرونو ۲۵ سلنه تعرفې وضع کړې.

د ډونالډ دغې کړنې ګردې نړۍ او په ځانګړې توګه د امريکا ملګرو هېوادونو ته هم ټکان ورکړی او بېلا بېلو پرې غبرګونونه ښودلي او پر وړاندې یې غچ اخيستونکي ګواښونه کړي  او هم یې د «احتمالي سوداګريزې» جګړې د پېلېدو خبرداری ورکړی دی.

چين هممهاله د امريکې د اضافي تعرفو پر وړاندې ځوابي ګام واخيست او پر امريکايي توليداتو يې ۳۴ سلنه تعرفې ولګولې او ځيني امريکايي شرکتونه یې د بې باورۍ لېست کې شامل کړل.

ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې چين ته ګوتڅنډنه وکړه، که د روانې میاشتې له ۸مې نېټې مخکې پر امريکايي توليداتو لګول شوې ۳۴ سلنه تعرفې لغوه نه کړي، نو له ۹مې نېټې څخه به پر چيني توليداتو ۵۰ سلنه اضافي تعرفې ولګوي او وروسته یې همدغسې وکړل. نوموړي د روانې مياشتې په ۹مې نېټې دغه هېواد ته د چين پر وارداتي توليداتو تعرفې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړي، خو پر نورو هېوادونو لګولې اضافي تعرفې يې د درېيو میاشتو لپاره ځنډولې دي.

چين هم ارام کېنناست او د واشنګټن د وروستيو تعرفو په غبرګون کې يې پر امريکايي تولیداتو ګمرکي تعرفه ۵۰ سلنه لوړه کړه، چې په دې سره يې پر امريکايي توکو لګيدلې تعرفه ۸۴ سلنې ته رسېږي او ټينګار يې کړی، چې له ځوابي ګامه به شا ته نه شي.

چين ادعا کوي، چې امریکا د تعرفو لګولو د پيل لومړی ګام اخيستی او اړ کړی یې دی، چې د خپلو حقه حقونو د ساتلو په پار ځوابي ګامونه واخلي او څواړخیز سوداګریز سیسټم ته امریکا بیا راوګرځوي او په ورته وخت کې يې پر دې هم ټينګار کړی، که امريکا سوداګريزې جګړې ته دوام ورکړي، نو ارام به کېنني او تر پایه به یې پر وړاندې مبارزه وکړي.

 د امريکا د تعرفو جګړې له پيل سره هممهاله، د دغه هېواد په ګډون د نړۍ په لر او بر کې د ونډو بازارونه کم ساري غورځيدلي او د امريکايانو او چينايانو په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو خلک د توکو بیو لوړېدو ته اندېښمن دي.

امريکا او چين د نړۍ دوه لوی اقتصادي ځواکونه دي او ترمنځ يې سوداګریزه جګړه د ټولې نړۍ پر اقتصاد سیوری غوړولی او اغېزمنولی شي.

دواړه هېوادونه له سوداګريزو او ډيپلوماتيکو اړيکو ور اېخوا وخت ناوخت د بشري حقونو د وضعيت په اړه هم يو پر بل تورونه او نېوکې کوي.

واشنګټن د چين په شينجيانګ، تبت او هانګانګ کې پر بېجينګ د بشري حقونو د سرغړوي تورونه لګوي، خو بېجينګ بیا دا هر څه خيالي او د امريکې د ځاني سوداګرۍ او بادارۍ لټه بولي.

بېجينګ بیا ډېری وخت په امريکې کې د بومي وګړيو د کمېدو او ورکېدو، د شتمنو او بېوزلو او سپين پوستو او تور پوستو ترمنځ د توپيري چلند او د تور پوستو او اسيايي اصله امريکايانو د بشري حقونو په اړه پر واشنګټن نېوکې کوي.

چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي، که دواړه  هېوادونه يو د بل درناوی او په سولې کې ګډ ژوند وکړي او په همکاريو کې ګډې ګټې ولټوي، نو توپيرونه به یې ليرې او د ښه ژوند سمه لاره به ومومي او همکارۍ به يې ټولو هېوادونو ته ګټې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...