تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۷ مه) څېړونکو داسې میکروبونه کشف کړي چې تر ۷۰ فوټه لاندې ځمکه کې وده کوي او د ځمکنۍ اوبو په تصفیه کې مرسته کوي
د “اینټرسټینګ انجینیرنګ” د راپور له مخې، ساینسپوهانو یوه ډله میکروبونه کشف کړي چې نه یوازې د ژورو ځمکنۍ اوبو د پاکولو وړتیا لري، بلکې ښایي د څښاک اوبو د ککړوونکو موادو د فلټر کولو لپاره هم مهم معلومات وړاندې کړي.
دغه میکروبونه د میشیګان ایالتي پوهنتون د مایکروبي ایکولوژۍ د مرکز لهخوا، د جیمز تیج په مشرۍ د څېړونکو یوې ډلې کشف کړي دي. دوی دغه میکروبونه، چې CSP1-3 نومېږي، د امریکا د آیووا ایالت او د چین د ځمکې له یوې برخې څخه په اخیستل شوو ژورو خاورینو نمونو کې موندلي دي.
دغه دواړه سیمې ژوره او ورته خاوره لري، چې څېړونکو ته یې دا زمینه برابره کړه چې معلومه کړي دا میکروبونه ایا یوازې په یوه سیمه کې شته که په پراخه جغرافیایي ساحه کې هم موندل کېدای شي.
جیمز تیج په دې اړه وایي:
«د ځمکې حساسه سیمه (Critical Zone) د ونو له سرونو تر ۷۰۰ مترو ژورې خاورې پورې غځېدلې ده. دا سیمه د ژوند د دوام لپاره حیاتي ده، ځکه چې پکې د خاورې جوړېدل، د اوبو دوران او د غذایي موادو دوران لکه نایتروجن او کاربون تنظیمېږي، چې د خوړو تولید، د اوبو کیفیت او د ایکوسیستم د سلامتیا لپاره اړین دي.»
که څه هم دا ژوره سیمه ډېره مهمه ده، خو تیج دا هم وایي چې دا لا هم د ساینس لپاره یوه نوې او تر ډېره نامعلومه پدیده ده.
د میکروبونو DNA او تاریخچه
تیج او د هغه ټیم د ژورو خاورینو له نمونو څخه DNA راایستلی دی. څېړنو وښودله چې د دې میکروبونو لرغوني نسل میلیونونه کاله وړاندې د تودو اوبو په سرچینو یا حتی د څښاک اوبو په چاپېریال کې ژوند کاوه. له وخت سره دوی له اوبو څخه خاورې ته او بیا د خاورې ژورو قشرونو ته انتقال شوي دي، خو لا هم فعال دي.
تیج زیاتوي:
«ډېری خلک فکر کوي چې دا ډول موجودات یوازې د هاګ په بڼه یا غیر فعاله حالت کې وي، خو زموږ DNA څېړنې ښيي چې دا میکروبونه لا هم فعال دي او که څه هم ورو ورو وده کوي، خو ژوندی متابولیزم لري.»
نادر نه، بلکې شایع میکروبونه
څېړونکو دا هم موندلې چې دا میکروبونه نادر نه دي، بلکې د هغو میکروبونو برخه دي چې د خاورو په ژورو کې اوسي. له بلې خوا، دا ډول میکروبي فعالیت تر دې وړاندې په برسېرنه (سطحي) خاوره کې نه و لیدل شوي.
د خاورې د پاکوالي مهم رول
خاوره د طبیعي اوبو تر ټولو مهم فلټر ګڼل کېږي، چې له فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي لارو ککړ مواد تصفیه کوي. که څه هم سطحي خاورې یوازې د محدودو اوبو بهیر لري، خو ژورې خاورې د زیاتو اوبو کوربنې دي، او همدلته د CSP1-3 میکروبونو لپاره مناسبه فضا برابره شوې ده.
دا میکروبونه له هغو موادو تغذیه کوي چې له سطحې څخه ژورو طبقو ته پرېوتي وي، لکه کاربون او نایتروجن. دا ځانګړي میکروبونه د تصفیې پوره بهیر ترسره کوي او هر ډول پاتې شوني پاکوي چې له سطحې څخه ژورو طبقو ته انتقالېږي.
راتلونکې څېړنې
څېړونکي پلان لري چې دا میکروبونه په لابراتوار کې وروزي تر څو د دوی د فیزیولوژیکو ځانګړتیاوو په اړه، چې د ژورو خاورو له شرایطو سره ځان عادت کړي، لا زیات معلومات ترلاسه کړي.