Homeخبرونهرسنۍ؛ د صادق خان سفر کې د طالبانو له حکومت سره د...

رسنۍ؛ د صادق خان سفر کې د طالبانو له حکومت سره د ټي ټي پي په اړه مثبتې خبرې شوي

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۸مه】‏پاکستانۍ رسنۍ وايي، کابل ته د صادق خان په مشرۍ د پلاوي سفر کې د طالبانو له حکومت سره د ټي ټي پي په تړاو مثبتې خبرې شوې دي.

پاکستاني رسنۍ زیاتوي، چې د طالبانو پخوانی دریځ بدل شوی دی.

د راپورونو له مخې کابل کې د طالبانو حکومت پاکستاني پلاوي ته په یوه ناسته کې ویلي، چې د ټي ټي پي اړوند د اسلام آباد ځینو اندېښنو په تړاو یې «عملي اقدامات» هم کړي دي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک پر وړاندې د طالبانو د حکومت د عملي اقداماتو په اړه نور جزییات نه دي ورکول شوي.

بل لورته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني لوري سره تر اوسه پر ټي ټي پي خبرې نه دي تایید کړي.

د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې ناستې په تړاو ویلي، چې د خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ښکېلتیا د تاوتریخوالي کمولو او متقابل تفاهم پیاوړتیا لپاره اړینه ده.

د طالبانود حکومت د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې کابل ته له ټي ټي پي سره د خبرو او کنټرول کولو لپاره څو پلاوي هم استول شوي وو، خو دا هڅې بې پایلې شوي وې.

د طالبانو حکومت ټينګار کوي چې د ټي ټي پي په ګډون له هېڅ وسله والې ډلې سره اړیکې نه لري، او نه هم اجازه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې له دې وړاندې طالبانو په پاکستان کې نا امنۍ او د وسله والو ډلو موجودیت د دغه هېواد کورنۍ موضوع بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...