Homeخبرونهاسلام اباد ته د طالبانو تللي پلاوي له افغان کډوالو د پاکستان...

اسلام اباد ته د طالبانو تللي پلاوي له افغان کډوالو د پاکستان کوربتوب ستایلی

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۸مه】کابل ته د صادق خان په ملتیا د پاکستاني پلاوي له راتګ یوه ورځ وروسته، اسلام آباد ته د طالبانو د حکومت پت تللي پلاوي کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال کلیم الله فاني له افغان کډوالو د پاکستان څلور لسیزې کوربتوب ستایلی دی.

کلیم الله فاني ، چې پاکستان ته د طالبانو د تللي سوداګریز پلاوي غړی دی، پاکستاني لوري سره په ناسته کې ویلي، چې یاد هېواد دې د افغان کډوالو د کوربتوب څلور لسیزې ښه نیت نه خرابوي.

د راپورونو له مخې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا دویم پراخ پړاو دی چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج په موخه د اپرېل په پیل کې شروع کړی دی.

دې ناسته کې د طالبانو د کډوالو وزارت استازو غوښتنه کړې، چې پاکستان دې د کډوالو د ایستلو بهیر منظم، ابرومندانه او د کوربتوب له قوانینو سره سم ترسره کړي.

له دې وړاندې یو شمېر نړیوالو سازمانونو راپور ورکړی و، چې پاکستان افغان کډوال یوازې د تن جامو سره هېواد ته لېږدوي او د کور ټول وسایل یې یا ضبط او یا لوټل کېږي.

باور دا دی، چې پاکستان هېڅکله د افغانانو کوربتوب د ښه نیت له مخې نه دی کړی، بلکې له نړیوالې ټولنې یې د افغان کډوالو په نوم میلیاردونه ډالر مرستې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د حکومت پلاوی داسې مهال د پاکستان د کوربتوب ستاینه کوي، چې پاکستان د اپریل له پیل نه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړښ پیل کړې او لسګونه زره کډوال یې افغانستان ته لېږدولي دي.

اسلام اباد ته؛ د طالبانو تللي پلاوي له افغان کډوالو د پاکستان د لسیزو کوربتوب ستایلی

تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۲۸مه】 اسلام آباد ته د طالبانو د حکومت تللي پلاوي کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال کلیم الله فاني له افغان کډوالو د پاکستان څلور لسیزې کوربتوب ستایلی دی.

کلیم الله فاني ، چې پاکستان ته د طالبانو د تللي سوداګریز پلاوي غړی دی، پاکستاني لوري سره په ناسته کې ویلي، چې یاد هېواد دې د افغان کډوالو د کوربتوب څلور لسیزې ښه نیت نه خرابوي.

د راپورونو له مخې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا دویم پراخ پړاو دی چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج په موخه د اپرېل په پیل کې شروع کړی دی.

دې ناسته کې د طالبانو د کډوالو وزارت استازو غوښتنه کړې، چې پاکستان دې د کډوالو د ایستلو بهیر منظم، ابرومندانه او د کوربتوب له قوانینو سره سم ترسره کړي.

له دې وړاندې یو شمېر نړیوالو سازمانونو راپور ورکړی و، چې پاکستان افغان کډوال یوازې د تن جامو سره هېواد ته لېږدوي او د کور ټول وسایل یې یا ضبط او یا لوټل کېږي.

باور دا دی، چې پاکستان هېڅکله د افغانانو کوربتوب د ښه نیت له مخې نه دی کړی، بلکې له نړیوالې ټولنې یې د افغان کډوالو په نوم میلیاردونه ډالر مرستې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د حکومت پلاوی داسې مهال د پاکستان د کوربتوب ستاینه کوي، چې پاکستان د اپریل له پیل نه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړښ پیل کړې او لسګونه زره کډوال یې افغانستان ته لېږدولي دي.

1 COMMENT

  1. سیاستوال به خپل کار کوي، زما د تاند د کار کیفیت ته څه ناڅه اندېښنه ده. تاند یو معیاري وېب سایټ دی چې باید خپل معیار تل پرځای وساتي ځکه ډېر ځوانان د تاند لیکلار تعقیبوي.
    په وروستیو څو خبرونو او یو شمېر پخوانیو کې په عنوان کې ځای بې ځایه د سیميکولن کارول حیرانوونکي دي. لطفا دا کار مه کوئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...