Homeخبرونهکرکټ؛ د افغانستان الف لوبډلې د ایرلنډ الف لوبډله په لوی توپیر...

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډلې د ایرلنډ الف لوبډله په لوی توپیر ماته کړه

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۸ مه) د افغانستان ابدالیان یا الف لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن د ایرلنډ الف لوبډلې ته په ۷ ویکټونو او ۱۰۱ منډو ماته ورکړه.

ایرلنډي لوبغاړو په داسي حال کې چې ۲۰۷ منډې یې کړې وې، په ۴۱ اور او لومړي توپ وسوځېدل.

د ابدالیانو لوبډلې لپاره قیس احمد ۳ ویکټونه واخیستل. همداراز ۲ ایرلنډي لوبغاړي د شرف الدین اشرف، ۲ د فرمان الله او درې نور د نوید ځدراڼ له لوري وسوځېدل. د ایرلنډ درې نور لوبغاړي خلیل احمد او عبدالمالک وسوځول.

د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې زبید اکبري وکړې. ده په ۸۴ توپونو ۷۶ منډې وکړې.

همداراز صدیق الله اتل په ۳۱ توپونو ۵۲ او دروېش رسولي په ۴۳ توپونو ۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغان لوبغاړو په داسي حال کې چې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، په ۳۳ اور هدف پوره کړ.

افغانستان د دې درې اړخیزې لړۍ لومړۍ مسابقه د سریلانکا پر الف لوبډلې بایللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...