Homeخبرونهد روسیې سترې محکمې طالبان د خپل هیواد له تور لیسته وایستل

د روسیې سترې محکمې طالبان د خپل هیواد له تور لیسته وایستل

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۸ مه) د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ رسماً طالبان د ترهګرو ډلو له لیست څخه وایستل، چې دا یو سمبولیک ګام بلل کېږي او د افغانستان له واکمنانو سره د مسکو د اړیکو تودېدو ښکارندويي کوي.

د دولتي خبري آژانس تاس د راپور له مخې، د سترې محکمې قاضي اولېګ نېفېدوف وویل: «د طالبانو په فعالیتونو باندې له وړاندې لګول شوی بندیز… لغوه شوی دی. دا پرېکړه سمدستي حقوقي اعتبار لري.»

یاده پرېکړه چې د تړلو دروازو تر شا ناسته کې وشوه، د تیرې میاشتې د هغه غوښتنلیک په تعقیب شوې چې د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو لپاره وړاندې کړی و.

که څه هم دا ګام د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري، خو دا هغه حقوقي خنډ له منځه وړي چې د روسي چارواکو لپاره یې له طالبانو سره په رسمي محافلو کې د ګډون مخه نیوله. د روسیې د ترهګرو ډلو له لیسته د طالبانو ایستل د دواړو هیوادونو د اړیکو عادي کېدو پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو استازو څو ځله روسیې ته سفرونه کړي دي، چې پکې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو د پترزبورګ اقتصادي فورم کې ګډون هم شامل دی. هغوی د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم ولیدل.

روسیې په لومړي ځل طالبان په ۲۰۰۳ کال کې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله، چې ویل کېدل په شمالي قفقاز کې اسلامي یاغیانو ته یې ملاتړ ورکاوه، ترهګره ډله وبلله. خو له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، کرملین له دې ډلې سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

روسیه یوازینی هېواد نه دی چې د طالبانو په اړه یې خپل دریځ یې بدل کړی. قزاقستان هم تېر کال طالبان د ترهګرو له لیست څخه وایستل، او چین د اقتصادي اړیکو د پراخولو تر څنګ، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته نوی سفیر واستاوه.

سره له دې، تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی پېژندلی، او دا حکومت لا هم له نړیوالې دیپلوماتیکې انزوا سره مخامخ دی، که څه هم په سیمه‌ییزه کچه د تماسونو کچه لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...