پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهطالبانو له تور لیسته د هغوی د ایستلو په اړه د روسیې...

طالبانو له تور لیسته د هغوی د ایستلو په اړه د روسیې د پرېکړې هرکلی وکړ

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۹ مه) د افغانستان د طالبانو چارواکو د پنجشنبې په ورځ د روسیې له لوري د «ترهګرې ډلې» له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پرېکړه وستایله او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو په برخه کې «یو مهم پرمختګ» وباله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې په ایکس (پخوانی ټویټر) کې يې خپره کړې، ویلي: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، د روسیې له سفیر سره د لیدنې پر مهال له روسیې د دې ګام مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره یو مهم پرمختګ وباله.»

تر دې مخکې پرون (پنجشنبې/ د اپریل ۱۷ مه) د روسیې سترې محکمې پریکړه وکړه چې طالبان نور د دغه هیواد د ترهګرو په نوملړ کې نه دي.

مسکو په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل چې له دوی سره یې هر ډول اړیکه د روسیې د قانون له مخې د سزا وړ وبلله.

بل لور ته په تیرو کلونو کې چې طالبان په تورلست کې شامل وو؛ مسکو د افغانستان لپاره د روسیې دننه په جوړو شویو غونډو کې د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه ورکوله. د اسوشیتد پریس اژانس په باور روسیې دا کار د دې لپاره کاوه چې ځان د یوه سیمه ییز ځواک په توګه د منځګړي په حیثت څرګند کړي.

وروسته له دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو روسیي چارواکو له طالبانو سره د ښکیلتیا پر اړتیا ډیر ټینګار کړی دی.

طالبانو په پيل کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کلونو پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ په پرتله د یوې منځلارې واکمنۍ ژمنه وکړه، خو ورو ورو یې پر ښځو او نجونو بندیزونه زیات کړل، له شپږم ټولګي ورپورته یې د دوی ښوونځي او تعلیمي ادارې بندې کړې.

داسې هڅو طالبان په نړیواله کچه منزوي کړې دي، که څه هم د اسوشیتد پریس اژانس په وینا د دوی حکومت له ځینو هیوادونو سره د چین او متحد عربي اماراتو په ګډون دیپلوماتیک اړیکي ټینګ کړې دي. د پخواني شوروي اتحاد دوو جمهوریتونو، قزاقستان او قرغزستان د طالبانو نومونه د ترهګرو ډلو له لست څخه لرې کړل، په ځینو اروپایي هیوادو کې د پخواني جمهوري نظام سفارتونه د طالبانو ملاتړیو ته وسپارل شول. دې ته د ځینو ورته پيښو سربیره

یوشمیر طالبان له نړیوالې ټولنې سره ډیره ښکیلتیا غواړي او د بهرنیو د ملاتړ راجلبولو لپاره د خپلو سختو تګلارو د بدلیدو هیلې لري.

1 COMMENT

  1. دا هم یو بل طلایی چانس دی ملایانو ته. کچیری سړی نشی نو دا موقتی چانس به دوی بیرته تور لست ته واچوی او ورو، ورو به طالبان له د دوی د اولې دوری په شان ورک شی. خو په یاد لری چی دا ځلی به دوی ته په پاکستان کی هم ځای نوی ځکه چی نړی په بدلدو ته او هر څه تغییر کړی دی. خلک هم ورځ تر بلی له طالبانو څخه نفرت کوی، ولس ټول په تیښته کی دی. طالب نه په حکومت کولو پوهیږی او نه په اداره. صرف د زور، ستم ظلم او بربریت لاره یی خپله کړې. دومره جهالت او دومره ناپوهی چی یوه اسلامی تعلیمی او تحصیلی طرحه د ښځو لپاره جوړولی نشی. مکاتب او پوهنتونونه غواړی چی په مدرسو تبدیله شی. نوی قوانین ښیی چی هر څه د قرون اوسطی خواته روان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب