Home+کوچیني وطنونه | اسدالله غضنفر 

کوچیني وطنونه | اسدالله غضنفر 

ډېره موده پخوا چې لا په هېواد کې جګړې نه وې، ما په  کندوز کې له یوه زلمي د ځای ځایګي پوښتنه وکړه. هغه چې ځان ورته روشنفکر ښکارېده، راته وویل: د افغانستان یم! زه په خپله خبره خجالت غوندې شوم، ځکه د ده له ځوابه مې دا معنا واخیسته چې ما سمه پوښتنه نه ده کړې او په کور کې باید کورګي جوړ نه کړو!

 کله کله له هېواد سره مینه په دې کې ګورو چې د کلیو، ښارونو او سیمو مینه له زړه وباسو. حال دا چې له  محدود مکان سره مینه ممکن د وګړي سکون او خوشحالي زیاته کړي او وګړی د هغه ځای خدمت ته وروبولي، چې په نهایت کې د کلي، ښار یا ولایت خدمت هم د هېواد خدمت دی.

د کندز په چاردره کې زموږ یوه کلیوال له خپل کلي سره زیاته مینه لرله. د کلي مځکې، باغونه، اوسېدونکي، رواجونه، د ژوند طریقه او ان د مرګ طریقه، دا هر څه  ورته  ښه ښکارېدل. د مرګ طریقه مې ځکه یاده کړه چې دی یو ځل کابل ته تللی و. هورې یې تصادفا زموږ د یوه پخواني کلیوال د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و. چې راغی، ویل یې:« ډېره مې خوا بده شوه، خدای دې د چا مړی نه بېګانه کوي، په کابل کې خو هغه د لحد د جوړولو طریقه هم سمه نه وه.» که مې حافظې اشتباه نه وي کړې، د ده اعتراض دا و چې په کابل کې د لحد د پټولو لپاره له تېږو استفاده وشوه، نه له خښتو، او د تیږو تر منځ چولې او چاودونه د دې سبب کېږي چې خاوره لحد ته تویه شي او دا د مړي سپکاوی دی.

تاسې کېدای شي زما د کلیوال په دغسې نظریاتو تعجب وکړئ، خو د ده په ژوند کې دوه داسې څه وو، چې کاشکې د هر چا وای: یو یې له هغه چاپېریال سره مینه وه چې دی پکې زېږېدلی، لوی شوی او اوسېدلی و. بله دا چې ده د کلي د چارو په سمون کې برخه اخیسته. مثلا په کلي کې یې د خیر خیرات، ودونو او لویو مېلمستیاوو لپاره د لویو دېګونو د اخیستلو بندوبست وکړ. د ده استدلال دا و چې موږ باید د نورو کلیو منت یو نه سو او دېګونه ورنه رانه وړو.(هغه وخت لا د کرایي لوښو رواج نه و.) زه چې په لوینې یوازې کله کله کلي ته تللی یم، په کابو هر ځل سفر کې مې د کلي لپاره د ده یوه هڅه یادېږي. یو کال ملخ پیدا شوي وو او کلیوال پرېشان وو. ده د ملخو د مخنیوي لپاره تر نورو ډېرې منډې وهلې. څو ځله ښار ته لاړ چې د زراعت اداره همکاري ته وهڅوي.

له کلي سره مینه که څه هم په جغرافیایي لحاظ محدوده ده خو په عمل کې د کلیوالو لپاره د خیر او د مینه کوونکي لپاره د سکون سبب کېدای شي.

په خپل کلي کې بنیادم ډېر بلد وي، د لارو، ویالو، دېوالونو، باغونو، غونډیو او ان هغې کوخۍ په اړه چې هورې په اول پسرلي کې پیدا کېږي، خپلې تجربې او خاطرې لري. بلدتیا د دلچسپي او زړه ورتیا دواړو سبب کېږي.

کلی د وګړي د هویت برخه ګرځي. وګړی ځان ته په هغه سترګه ګوري، لکه نور خلک چې د ده کلیوالو ته ګوري. دغه احساس یې د ښو کارونو کولو ته هڅوي، ځکه د کلي ښه نوم دی خوشحالولای او بد نوم یې دی خپه کولای شي. ملي هویت پراخه معنا لري او په هغه کې وګړی له میلیونونو کسانو سره شریک وي، چې طبعا د دومره ګڼو کسانو زرمه برخه هم له نژدې نه پېژني او عاطفي رابطه ورسره نه شي ټینګولای،خو له خپلو کلیوالو سره ښه پېژني او هغوی یې د شخصي ژوند او خاطرو برخه وي.

له کلي او محلې سره تړاو د سرلوړۍ احساس رابخښي، ځکه په ایکې  یوه کلتور او چاپېریال کې چې عادت شو، بیا د هغه ځای ارزښتونه راته د منلو ښکاري او داسې ګڼو چې زموږ د چاپیریال د ژوند طریقې بهتره دي. زما ماما مرحوم به د غزني د قره باغ په ستاینو نه مړېده. قره باغ چې سړه سیمه ده، د ګرمي موسم یې هسې هم ښه لګېږي خو ودونه، ډولونه، اتڼونه او سانګه (نیزه بازي) یې خوند یو په دوه کړي؛ او ژمی یې ماما ته ځکه خوندور و چې ده تازیان لرل، په واورو کې به د غره لمنو ته په ښکار پسې ووت.  قره باغ د تاوخانو لپاره مناسب ځای دی، ځکه خاوره یې رطوبت نه لري. په ژمي چې بل کار نه وي، د جومات په توده کوټه کې له اشنایانو سره بې پروا بحثونو د ماما د ژوند رنګیني زیاتوله او دا باور یې ورپخاوه چې ګل په قره باغ دی جانانه! جغرافیا د ژوند او تفریح په طرز اثر پرېباسي او د یوې سیمې اوسېدونکی چې بلې سیمې ته لاړ شي، ممکن په زړه کې ور وګرځي چې ښه کلتور، ښه عادتونه او ښه سیمه خو د دوی وه. د غزني ډېر ساړه ژمي په واوره کې د ښکار کولو کلتور زېږاوه او له دغه کلتوره خوند اخیستلو دا تصور پیدا کاوه چې هم غزني ښه دی، هم یې کلتور. د ژوند او مکان د رابطې نور اړخونه هم دغسې درواخلئ!

ماما د ۱۳۸۶ کال په لیندۍ کې وفات شو، تر وفات یوه اونۍ مخکې کابل ته راغلی و او وروستی مجلس مې ورسره وکړ. دا خبره یې په همدې مجلس کې راته وکړه: په غره کې تازي د واورې د راښوېدا له خطره څو ځله بچ کړی یم، ځکه دی تر پېښې له مخه پوهېږي، ناڅاپه منډه کړي او سړی پوه شي چې باید ځان وباسي.

بنیادم په ټولنه کې د شخصیت د لرلو او مشهور اوسېدلو تنده لري. د کلیو او محلو ژوند دا تنده هم ماتولای شي.

 شیدو د پښتونخوا د نوښار تحصیل یو لوی کلی دی. دلته دوه دوکانداران وو او دواړو ماته ګوډه شاعري کوله. یو ځل دا یوه دوکاندار د خپل نوي شعر له اورولو وروسته ویلي وو چې: په شیدو کې ولاکه بل دوکاندار شاعر داسې شعر ووایي. هغه بل خبر شو، ګیله یې ورنه وکړه چې ولې راپسې خبرې کوې. ده ورته قسم کړی و چې ته مې نه یې یاد کړی. هغه ورته ویلي وو: سمه ده، زما نوم دې نه دی اخیستی خو په شیدو کې څو کسه شاعران دي او بیا په شاعرانو کې څو کسه دوکانداران دي؟

مکان چې یو څه وړه کی شي، د وګړو پېژندنه او تشخص پکې اسانه شي. په سندرو کې اورو: شمالی جوش انګور است نګار جان/ به هر جا نام ات مشهور است نګار جان. او یا: د کونړغلام مامده باډیل ته مه ځه! د غلام محمد نوم چې له مکان سره یو ځای شي، تصویري شي، خیال وپاروي او د یوې کیسې د احساسولو تومنه پکې پیدا شي. دغه راز د مکان (کونړ) په معنا کې یو نوی ګوټ ومومو. وګړی د مکان او مکان د وګړي معنا بشپړوي.

په کلي کې د ښار په نسبت کلتوري او تمدني تغییر ورو راځي. کلی دا قدرت لري چې د سلګونو کلونو د ژوند ځینې طریقې په خپل حال وساتي او بنیادم پکې د کلتور او ماضي ریښو ته ورسېږي. په کلي کې د بدلانه ورو والی د تلپاته والي او ابدیت احساس راکوي. ما د ژوند لومړي کلونه د کندز په چاردره کې په خپل کلي کې (ماماخېل) تېر کړي دي. دغه کلی د تیت و پرکو کورونو، باغونو، ځنګلونو او کروندو مستطیل شکله ټولګې ته ورته دی چې په منځنۍ برخه کې یې یوه پخوانۍ هدیره ده. کله چې به څوک وفات شول او دلته به خاورو ته وسپارل شول، داسې احساس به راسره و، لکه متوفا چې له کلي څخه نه دی لرې شوی او لا همدلته اوسي. ماشوم چې د مرګ معنا سمه نه درک کوي، دغسې احساس یې غیرطبیعي نه دی، خو په کلي کې د چټک تغییر نشتوالی، د ژوندو په حافظه کې د وفات شویو کافی حضور او د کلي د قبرونو او زیارتونو په باره کې د کلیوالو اوازې او عقیدې لویانو ته هم دا احساس ورکولای شي چې د ژوند او مرګ تر منځ فاصله نشته. د عبدالرحیم مجذوب په قول: نه وصال شته، نه بېلتون شته/ نه د مرګ و ژوند پرېکون شته.

کلیوال چاپېریال د اوسېدونکو د پیوستون او د رواني امنیت امکان زیاتوي.

زه په وروستي ځل د جمهوریت د منځ په کلونو کې د اختر د تېرولو لپاره  کلي ته ولاړم. هلته مې په تعجب سره ولیدل چې د کلي د یوه سر ماشومان دوه، درې کیلومتره لرې د کلي بل سر ته تللي دي او له چا سره دا تشویش نشته چې دوی خدای مکړه ورک نه شي یا څه بله حادثه ورپېښه نه شي. زه چې ډېر وخت په ښار کې اوسېدلی وم، دا مې هېر شوي وو چې کلیوالو ته خو د کلي هره برخه څه نا څه د خپل کورغوندې ښکاري، ځان پکې خوندي احساسوي.

په ښارونو کې چې خلک ګڼ او بوختیاوې زیاتې وي، وګړي له یو بل سره ډېر وخت نه تېروي، روابط پکې نسبتا برسېرن وي او له ګاونډي سره د سلام علیک په حد کې رابطه ناکافي نه ښکاري، خو بیا هم اکثره خلک په ښار کې ژوند غواړي، ځکه په ښار کې کارونه زیات پیدا کېږي او د تعلیم، روغتیا او بریښنا  په شمول د ښه ژوند امکانات نسبتا ډېر دي. په دې سربېره ځينې کسان ځکه په کلي کې خوښ نه وي چې په کلیوال ژوند کې له یو بل سره سیالي او د یو بل په چارو کې مداخله زیاته وي.

 سیاسي او فکري استبداد هم کله کله د دې سبب کېږي چې وګړي له کلیو او وړو ښارونو لویو ښارونو ته ولېږدي، ځکه په لوی ښار کې دوی ته د چا نه پام کېږي او له داسې وزګارو کسانو سره ډېر نه مخ کېږي چې د دوی په هره خبره باندې شکي شي.

 په ۱۳۷۲ لمریز کال کې مې په تهران کې یو شتمن ایرانی یادېږي چې په اصل کې د کاشان و او د تهران ژوند یې زړه ور تنګ کړی و، ویل یې، دلته هوا ډېره چټله ده، ډېر بیروبار دی، د لسو دقیقو لاره به په دوه ساعته کې کچوې. قربان له کاشانه! ما ورته وویل: نو دلته ولې اوسې؟ ده وویل: هلته د هر چا در پام وي، مجبور به یې ډېر احتیاط به کوې، ځان به بندي احساسوې!

 په ښار کې چې د مختلفو کلتورونو، فکرونو، توکمونو، مذهبونو او مهارتونو خلک اوسي، وسعت نظر نسبتا زیات وي او د ژوند د بېل طرز منل یا زغمل اسانه کېږي. پخوانو دا متل هسې نه دی کړی چې: سل روپۍ پور که، یو زوی په بازار لوی که!

له مکان سره مختلف وګړي مختلف ډول رابطې لري. ځینې کسان چې

چېرته اوسي، هلته یې زړه په تنګ وي، ځینو بیا په خپل کلي، سیمې یا ښار باندې  زړه بایللی وي. یو شمېر نورو کسانو ته د سیمو په منځ کې خاص فرق نشته او هغه متل د دوی په حق کې شوی دی چې وایي: د خوار چېرته ښه، هلته یې شپه. د دري په دې متل کې هم له مکان سره د زړه د تړلو انکار وینو: ملک خدا تنګ نیست، پای غریب لنګ نیست. که څوک چېرته کور، ملک او پټی ولري، له هغه ځای سره یې دلچسپي زیاتېږي. د خپلوانو، یارانو لرل یا د ډېرې خوږې خاطرې لرل هم له مکان سره د زړه د تړاو سبب کېږي. یو چا ویلي وو، د هر چا اصلي وطن هغه ځای دی چې چېرته په اول ځل میین شوی وي. دا ځای ممکن یو ښار وي، یو کلی وي، یوه کوڅه وي. خو یو شمېر نور کسان ان هېواد هم کوچینی بولي او د عقیدې په بنیاد د ټول امت لپاره د شریک وطن خبره کوي. ځینې بیا لا زیات وړاندې ځي، خپل وطن په روحي او معنوي عالم کې ویني:

این وطن مصر و عراق و شام نیست

این وطن، شهری ست کان را نام نیست

په څلورمه میلاد مخکې پېړۍ کې یوناني فیلسوف دیوجانس چې د سینوپ  د سیمې و، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کوم ځای یې؟ وویل:«د نړۍ اوسېدونکی یم.»

دنیا بې شکه ټوله د خدای دنیا ده خو چې بل ځای ځم نو ویزه او پاسپورټ غواړي، معنا دا چې په حقوقي لحاظ او په واقعي ژوند کې زموږ هېواد همدا افغانستان دی. که یو څوک د خپل شته وطن د خدمت حوصله ونلري، د خپل ارماني وطن خدمت ته به یې ملا ټیټه شي؟ ګومان نه کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...