تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د مصر یوې محکمې مشهوره تلوېزیوني ویاندې سارا خلیفه او ۱۱ نورو کسانو ته د نشهيي توکو د تولید او قاچاق د قضیې په تړاو د اعدام سزا اورولې ده.
۳۹ کلنه خلیفه، چې د (ناممکن ماموریت) «مشن امپاسیبل» په نوم د جرمونو او امنیتي چارو د تلوېزیوني پروګرام د وړاندې کولو له کبله مشهوره شوې، د تورونو له منلو ډډه کړې ده.
د الاهرام دولتي ورځپاڼې د یکشنبې د ورځې د راپور له مخې، د قضیې د څېړنې پر مهال د چارواکو په وینا، له شکمنو کسانو څخه له ۷۵۰ کیلوګرامو ډېر نشهيي توکي او د هغو د تولید اومه مواد، همداراز غیرقانوني وسلې او مهمات ترلاسه شوي او دوی دوه اپارتمانونه د مخدرو موادو د تولید لپاره کارول.
د الیوم ورځپاڼې پر اساس، خلیفه د ښکلا یو کلینیک او یوه کمپنۍ هم لري.
محکمې په همدې قضیه کې ۹ نور کسان په عمري بند محکوم کړي او اووه نور یې خوشې کړي دي. د اعدام حکم د مصر د ستر مفتي له مشورې وروسته صادر شوی او خلیفه او نور محکوم شوي کسان د حکم پر وړاندې د استیناف حق لري.
د مصر د حقونو او ازادیو د کمیسیون د ارقامو پر اساس، په ۲۰۲۵ کې په دغه هیواد کې ۵۴۱ تنه په اعدام محکوم شوي دي.