تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د ټولنیزو رسنیو شبکې ایکس (پخوانی ټویټر) په ټوله نړۍ کې د نوې محتوا جوړوونکو (په ځانګړي ډول ویدیو) لپاره د عاید نوې طرحه اعلان کړې چې هدف یې له دې شبکې څخه د غلا شوې او ټیټکیفیته منځپانګې کمول او اصلي منځپانګه جوړوونکو ته مالي ګټه رسول دي.
تراوسه ډېرو کسانو له تلویزیونونو او د خواله رسنیو له نورو پلاټفورمونو څخه ویډیوګانې کاپي کولې او په ایکس کې یې خپرولې او په دې توګه یې عاید ترلاسه کاوه خو ایکس نور دا نه مني.
د شرکت د خبرتیا له مخې، د عاید دغه نوې طرحه «د اصلي منځپانګې د انعامونو پروګرام» نومول شوې ده.
د ایکس د اعلانونو د عاید شریکولو اوسنی پروګرام به د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۷مه، یعني نن په بشپړ ډول پای ته ورسېږي او د نوي پروګرام لپاره به د سپټمبر له ۸مې څخه د غوښتنلیکونو منل پیل شي.
هغه کاروونکي چې لا دمخه یې د هویت تصدیق بشپړ کړی او د پیسو ترلاسه کولو لاره یې له حساب سره تړلې ده، کولای شي د کریېټر سټوډیو له لارې خپله وړتیا وڅېړي.
وروسته له دې چې ایکس عایداتي سیستم پیل کړ، په ځینو هېوادونو کې د تلویزیوني خپرونو د ټوټو او د نورو پلاتفورمونو د ویډیوګانو د رااخیستلو او بیا خپرولو لړۍ زیاته شوې وه. له دې امله د ایکس فیډ له ټیټکیفیته او تکراري منځپانګې ډک شوی و.
ایکس وايي، د نوي پروګرام له لارې به د اصلي منځپانګې جوړوونکو ملاتړ وشي او د نورو د منځپانګې د ناقانونه کاپي او بیا خپرولو پر دود به محدودیت ولګېږي.