Home+د احمدشاه دراني په فرمانونو کې د ساداتو او صوفیانو ملاتړ

د احمدشاه دراني په فرمانونو کې د ساداتو او صوفیانو ملاتړ

د فرمانونو درېیمه برخه

لیکوالان: محمدرضا سروش او رقیه زعفرانلو (د جنوبي خراسان د فرهنګي میراث عمومي ادارې د لرغونپوهنې لوړپوړي کارپوهان)
ژباړن: سیلانی

۴مه ګڼه سند
۱. د سند موضوع: د بُجد په کلي کې د علامه عبدالعلي بیرجندي د اولادې له مالیې معافیت.
۲. د سند نېټه: ۱۱۷۹ هـ.ق.
۳. پر مُهر لیکل شوی متن: «یا هو، الحُکمُ لله، احمدشاه دُرِّ دُراني، یا فتّاح، ۱۱۶۵ هـ.ق.»
۴. د سند متن:

بسم الله خیرالاسماء
لوړ فرمان صادر شو: [نا لوستل کېدونکی]، دا چې په دې وخت کې د سیادت او نجابت خاوندانو، میرزا صادق او میرزا عبدالعلي، چې د سترو ساداتو له اولادې څخه دي، د لوړ دربار حضور ته عرض کړی چې یاد شوي دواړه د حضرت قطب‌الاقطاب او غوث‌الاغواث، علامه ملا عبدالعلي بیرجندي، له اولادې څخه دي. دوی د پخوانیو پاچاهانو له زمانې تر اوسه د د کورنۍ مالیې او سرشمېرنې په برخه کې حتی یو دینار هم نه دي ورکړي او تل له دغو مالیو معاف پاتې شوي دي، خو اوس د هغه ځای حاکمان او چارواکي ترې د کورنۍ مالیه غواړي، د دوی پر شتمنیو لاس اچوي او مالیاتي وجوه او حوالې ورباندې تحمیلوي.

څرنګه چې د لوړپوړو ساداتو د حال پالنه او هوساینه د بریالي عالي‌مقام نواب د همت پر غاړه واجب او لازم دي، نو حکم مو وکړ: دا چې یاد شوي دواړه د مرحوم ملا عبدالعلي له اولادې څخه دي، هېڅوک دې د کورنۍ مالیې او سرشمېرنې په تړاو د دوی په چارو کې لاسوهنه نه کوي، هغوی دې پرېږدي چې د پیاوړي دولت د پایښت په دعا بوخت پاتې شي. که دوی په تېرو کلونو کې د کورنۍ مالیې او سرشمېرنې مالیاتي برخه نه وي ورکړې، اوس دې هم د یاد حکم له مخې د کورنۍ مالیې او سرشمېرنې په تړاو حتی یو دینار هم ترې نه غوښتل کېږي. له لیکلي حکم سره سم دې عمل وکړي او پلي کول دې پر خپله غاړه وبولي. د ۱۱۷۹ هـ.ق. کال د رجب‌المرجب په میاشت کې ولیکل شو.

د سند د متن په اړه ځينې څرګندونې

۱. دا سند د ۱۱۷۹ هـ.ق. کال نېټه لري، چې د نادرشاه افشار د لمسي شاهرخ له دور سره سمون خوري. دا یو حکومتي فرمان دی چې احمدشاه دراني د عبدالعلي بیرجندي د اولادې او وارثانو له مالیې څخه د معافیت په اړه صادر کړی دی.

۲. لکه څنګه چې لیدل کېږي، د عبدالعلي بیرجندي اولادې او پاتې شوی نسل د دغه پوه له مړینې څخه تر ۲۵۸ کلونو وروسته پورې هم د هغه په زېږنځای، د بُجد په کلي کې، له مالیې څخه د معافیت له امتیازه برخمن و.
۵مه ګڼه سند (د «بهارستان» کتاب په حواله)
۱. د سند موضوع: د شیخ شمس‌الدین خلوتي د مزار د رڼا، غَلور¹ او د مزار د دروېشانو د ګوزارې د مرستې له پاره د ګُل کلي له مالیاتو څخه د څلورو تبریزي تومانو ځانګړي کول او لګول.
۲. د سند نېټه: د ۱۱۷۹ هـ.ق. کال د رجب‌المرجب اوومه نېټه.
۳. د سند متن:

بسم الله خیرالاسماء
بسم الله الرحمن الرحیم
« لوړشان [نښان‌لرونکي] فرمان حکم دا دی چې د قاین د الکا اوسنی او راتلونکی حاکم او کارکوونکي، چې د شاهانه بې‌پایه مهربانیو او د پاچاهۍ د بې‌حده پېرزوینو له امله سرلوړي شوي دي، پوه دې شي:

په دې وخت کې یو لیکلی سند زموږ د همایوني نواب له مبارک نظره تېر شو. په هغه کې راغلي و چې د ګورکاني پاچاهانو د فرمان له مخې، په ۹۰۷ هـ.ق. کال کې د ګُل کلي له مالیاتو څخه د څلورو تبریزي تومانو اندازه د رحمت او بښنې وړ، په عرفاني پوهنو خبر او ستر شیخ‌الاسلام، شمس‌الدین خلوتي، الله دې د هغه آرامځای روښانه کړي، د مزار د رڼا، غَلور او د دروېشانو د ګوزارې د مرستې لپاره د کلنۍ مالي مرستې په توګه ټاکل شوې وه. اوس دې هم دغه ټاکلې مالي مرسته زموږ د همایوني نواب د مبارک لیکلي حکم له مخې پر خپل حال ټینګه او نافذه وساتل شي.

له همدې امله، د شاهانه بې‌پایه شفقت او مهربانۍ او د خسروانه بې‌حده لطف او پېرزوینې له مخې، د روان مبارک کال له پیله چې په ترکي کلني حساب کې د «ای‌تایل» کال بلل کېږي، د ګُل کلي له مالیاتو څخه مو څلور تبریزي تومان د یاد فیض‌لرونکي مزار د رڼا، غَلور او د دروېشانو د معیشت د مرستې لپاره، د پخوانۍ طریقې پر بنسټ، چې د ګورکاني پاچاهانو د فرمان له مخې ټاکل شوې وه، د مرستې او لورېینې په توګه منظور کړل. هر کال دې یاده اندازه د ګُل کلي له مالیاتو څخه ترلاسه او د مزار پر رڼا، غَلور او نورو اړوندو چارو ولګول شي، څو د اعلی او اشرف حضور د ذات لپاره د خیر د دعاوو د ترلاسه کولو لامل وګرځي. د کلي حاکمان او ماموران دې هر کال دغه حکم منظور او نافذ وګڼي او د نوي مبارک فرمان غوښتنه دې نه کوي.

د اعلی دیوان درانه او ستر مستوفیان دې د دغه واجب‌الاطاعه لیکلي حکم رسمي نقل په اړینو دیواني دفترونو کې ثبت کړي، له ټاکل شوي حکم سره سم دې عملي کړي او پلي کول دې پر خپله غاړه لازم وبولي. د ۱۱۷۹ هـ.ق. کال د رجب‌المرجب میاشتې په اوومه نېټه.
(آیتي، ۱۳۷۱: ۲۱۷)

د سند په اړه یادونې

۱. آیتي د هغه حکومتي فرمان په پېژندنه کې، چې د ده په واک کې و، یوازې د فرمان د نېټې او موضوع پر یادولو بسنه کړې او د ناڅرګندو لاملونو له امله یې د فرمان د صادرونکي پاچا د نوم له اخیستلو ډډه کړې ده. نوموړي دا فرمان په «ګورکاني او صفوي پاچاهانو» پورې اړوند بللی؛ خو هغه نېټه چې ده یاده کړې، د دې خبرې برعکس ښيي.

۲. اوس دا پوښتنه را منځته کيږي چې پورتنی فرمان د چا دی او آیتي ولې د فرمان د صادرونکي د نوم له اخیستلو ډډه کړې ده؟ دې پوښتنې ته به د دغه بحث په پای کې ځواب ورکړو.

۳. د سند د متن پر بنسټ، د دغه فرمان د لیکلو پر مهال د تیموریانو د پېر یو بل حکومتي فرمان هم شتون درلود، چې دویم فرمان د هماغه پخواني فرمان پر بنسټ صادر شوی دی.

۴. د سند په متن کې له شیخ شمس‌الدین خلوتي څخه د «شیخ‌الاسلام الاعظم» په لقب یادونه شوې، چې د هغه د ځانګړي مقام څرګندونه کوي. د لیکوالانو په اند، نوموړی د خلوتیه طریقې له سترو شیخانو څخه و او د خپل ځانګړي او لوړ ځایګي له امله یې مزار د بېلابېلو واکمنانو د پاملرنې وړ و.

د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې لیکوالانو د دې فرمان متن د احمدشاه دراني له هغه فرمان سره پرتله کړی، چې د بُجد په کلي کې د علامه عبدالعلي بیرجندي د دوو تنو لمسیانو له مالیې څخه د معافیت په اړه صادر شوی و. همدارنګه، دوی دغه فرمان له آستان قدس رضوي سره له اړوندو دریو سندونو (فاطمي مقدم، ۱۳۸۹: ۱۲۱) او د ګزیک ښار د ساداتو له مالیې څخه د معافیت په اړه د احمدشاه دراني له هغه فرمان سره هم پرتله کړی، چې د ګزیک له ساداتو سره ساتل کېږي.

د دې پرتله پایلې ښيي چې د شیخ شمس‌الدین خلوتي د مزار لپاره فرمان هم د احمدشاه دراني له خوا صادر شوی و. آیتي یا په قصدي توګه د احمدشاه دراني د نوم له یادولو ډډه کړې، یا ورته معلومه نه وه چې دغه فرمان کوم واکمن صادر کړی دی.

د علامه عبدالعلي بیرجندي د لمسیانو، د ګزیک ښار د ساداتو او د ګُل په کلي کې د شیخ شمس‌الدین خلوتي د مزار لپاره د احمدشاه دراني له خوا د حکومتي فرمانونو صادرېدل، د هغه د اخلاقي ځانګړنو او مخورو، پوهانو، عارفانو او صوفیانو ته د ځانګړې پاملرنې څرګندونه کوي او د هغه تصوفي لېوالتیا ښيي؛ ځکه له احمدشاه دراني څخه د شعرونو یو دېوان پاتې دی، «چې په وینا کې یې د تصوف رنګ په ښه توګه څرګند دی … هغه د خپلې زمانې دوو عارفانو ته عقیدت درلود … او د تصوف او عرفان په اړه ځینې منثورې خبرې او ملفوظات هم ترې پاتې دي …» (حبیبي، ۱۳۴۹: ۹۹).

په دغه تاریخي متن کې د ځينو نومونو او اصطلاحاتو پېژندنه

بُجد او ګُل د ایران د اوسني جنوبي خراسان دوه تاریخي کلي دي. بُجد د بیرجند اړوند کلی، د نامتو ریاضي‌پوه، نجوم شناس او فقیه علامه عبدالعلي بیرجندي د زېږېدو ځای او د هغه د آرامځای سیمه ده؛ له همدې امله د احمدشاه دراني په فرمان کې د نوموړي د اولادې له مالیې څخه د معافیت په تړاو یاد شوی دی. ګُل بیا د خوسف اړوند کلی دی چې د شیخ شمس‌الدین او شیخ ابوسعید خلوتي ګُلي مزارونه پکې پراته دي. د «مزار ګُل» ودانۍ د تیموریانو د پېر تاریخي اثر ګڼل کېږي او د احمدشاه دراني په فرمان کې یې د رڼا، غَلور او د دروېشانو د ګوزارې لپاره د ګُل کلي له مالیاتو څخه ځانګړې کلنۍ مرسته ټاکل شوې وه.

قاین د تاریخي قهستان له مهمو او لرغونو ښارونو څخه و او اوس د ایران د جنوبي خراسان ولایت د قاینات ولسوالۍ مرکز دی. دغه ښار په اسلامي پېر کې د قهستان تر ټولو لوی ښار او د مهمو سوداګریزو لارو یو مهم تمځای ګڼل کېده. «الکا» یوه ترکي مغولي تاریخي اداري اصطلاح ده چې په پخوانیو فرمانونو کې د یوه واکمن تر ادارې لاندې ټاکلې جغرافیایي، اداري او مالیاتي سیمې یا قلمرو ته کارېده. له همدې امله «د قاین الکا» یوازې د قاین ښار نه، بلکې قاین او د هغه تر ادارې لاندې شاوخوا سیمې هم رانغاړلې. په اوسنۍ پښتو کې یې نږدې مانا «د قاین اداري سیمه» یا «د قاین قلمرو» ده.

«غَلور» د خراسان په سیمه کې له غنمو یا بلغورو څخه پخېدونکو دودیزو غلیظو خوړو، آش یا حلیم ته ویل کېږي. غَلور به په زیارتونو، خانقاوو او مزارونو کې د نذر او خیرات په توګه پخېده او پر دروېشانو، بېوزلو او زیارت‌کوونکو به وېشل کېده. په دې فرمان کې «غَلور» د مزار له منظمو خیریه لګښتونو څخه یو و؛ یعنې د ټاکل شوو پیسو یوه برخه به د غَلور پر برابرولو او پخولو لګېده. «غلورخانه» هم هغه ځای ته ویل کېده چې د بېوزلو، دروېشانو او نورو اړمنو کسانو لپاره به پکې غَلور پخېده.

«ای‌تایل» د تاریخي متن ناسمه لوستنه یا ټایپي بڼه ښکاري او سمه بڼه یې «ایت‌ییل» ده. «ایت» په ترکي کې «سپی» او «ییل» «کال» معنی لري؛ نو «ایت‌ییل» د «سپي کال» په معنی دی. دا د ترکي ـ مغولي دولس‌ګوني حیواني کلیز د یوه کال نوم دی چې هر کال پکې د یوه حیوان په نوم نومول کېږي او دغه لړۍ په هرو دولسو کلونو کې بیا تکرارېږي. په یاد فرمان کې ۱۱۷۹ هـ.ق. کال د همدې دودیز کلیز له مخې «ایت‌ییل» بلل شوی؛ له همدې امله یې سمه لیکنه او ژباړه «ایت‌ییل (د سپي کال)» ده.

نوټ: د درېیمې برخې پای، نورې برخې هم لري

د احمدشاه بابا د ۷ نویو موندل شویو فرامینو پېژندنه او شننه – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...