لیکنه او راټولونه: عبدالرحمان ثاقب
په افغانستان کې د پښتو د حقوقي مقام بحث هغه وخت بیا تود شو چې د افغانستان واکمن حکومت د دفاع وزارت سرمفتش لطفالله حکیمي وویل: «پښتو ملي ژبه ده او دري یې رسمي ژبه ده.»
د دې خبرې تر شا یوه مهمه حقوقي پوښتنه ده: پښتو په افغانستان او پاکستان کې په قانون کې څه مقام لري؟
د دې پوښتنې ځواب باید د سیاسي شعارونو پر ځای په اساسي قوانینو او رسمي اسنادو کې ولټول شي.
د افغانستان د ۱۳۴۳ هـ ش اساسي قانون په ۳۵مه ماده کې پښتو په څرګندو ټکو «ملي ژبه» بلل شوې وه. په همدې اساسي قانون کې پښتو او دري دواړه د دولت رسمي ژبې هم ګڼل شوې وې.
یعنې د هغه وخت حقوقي جوړښت داسې و: پښتو = ملي ژبه، پښتو + دري = رسمي ژبې.
خو د ۱۳۸۲ هـ ش/۲۰۰۴م اساسي قانون په ۱۶مه ماده کې پښتو او دري دواړه د دولت رسمي ژبې وبلل شوې. په دې قانون کې پښتو د ۱۳۴۳ قانون په څېر په صراحت «ملي ژبه» نه ده بلل شوې، خو پښتو خپل ځانګړی تاریخي او ملي ځای درلود.
د همدې قانون له مخې د هېواد په هغو سیمو کې چې د نورو ژبو ویونکي اکثریت ولري، د ازبکي، ترکمني، پشهیي، نورستاني، بلوڅي او پاميري په څېر ژبو ته هم د سیمهییز رسمي حیثیت زمینه ورکړل شوې وه.
د پاکستان د اساسي قانون ۲۵۱مه ماده په صراحت وايي چې اردو د پاکستان ملي ژبه ده. په همدې مادې کې ویل شوي چې تر هغه وخته چې اردو د رسمي موخو لپاره د انګلیسي ځای ونیسي، انګلیسي د رسمي موخو لپاره کارېدلی شي. په دې ماده کې د پښتو یا هم د پاکستان نورو مورنیو ژبو نومونه نه دی راغلی. او ورسره نه پښتو د پاکستان ملي ژبه بلل شوې او نه د فدرالي کچې رسمي ژبه.
د همدې مادې درېیمه فقره صوبايي اسمبلیو ته اجازه ورکوي چې د خپلې صوبايي ژبې د زدهکړې، ودې او کارونې لپاره قانون جوړ کړي.
له همدې امله د پاکستان په اړه دقیق حقوقي تعبیر دا دی چې پښتو په اساسي قانون کې په نوم نه ده پېژندل شوې؛ بلکې د صوبايي ژبو په عمومي چوکاټ کې یې د ودې او کارونې لپاره زمینه برابره شوې ده. خو بیا هم د پښتو نوم نه ده راغلې یوازې، د اساسي قانون کې د صوبو د ژبو خبره شوې.
د خیبر پښتونخوا د ۲۰۱۲ کال د سیمهییزو ژبو د ودې قانون
د خیبر پښتونخوا د ۲۰۱۲ کال د سیمهییزو ژبو د ودې په قانون کې د «پښتو» نوم په مستقیم ډول نه دی یاد شوی. په قانون کې د «سیمهییزو ژبو» عمومي اصطلاح کارول شوې او د دغو ژبو د زدهکړې، ودې او کارونې لپاره یې قانوني چوکاټ رامنځته کړی دی. له همدې امله دا قانون پښتو په نوم رسمي یا صوبايي ژبه نه اعلانوي.
په بلوچستان کې د ۲۰۱۴ کال په قانون کې د پښتو یادونه
په بلوچستان کې وضعیت باید له مبالغې پرته بیان شي. د بلوچستان په رسمي اسنادو کې پښتو د صوبې له سیمهییزو او مورنۍ ژبو څخه په صراحت یاده شوې ده. د مورنۍ ژبو د زدهکړې اړوند صوبايي قانون هم پښتو په نوم شامله کړې ده.
خو تر دې هاخوا د پښتو لپاره په بلوچستان کې د پراخ اداري استعمال، د تعلیم د بشپړ نظام، د رسمي دفترونو د ژبې، یا نورو لویو عملي حقوقي اقداماتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.
نو په بلوچستان کې د پښتو لپاره قانوني پېژندنه شته، خو قانوني پېژندنه له عملي رسمي کېدو سره یو شی نه ده.
اصلي توپیر څه دی؟
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پښتو د حقوقي مقام تر ټولو مهم توپیر دا دی:
افغانستان: د ۱۳۴۳ اساسي قانون پښتو په صراحت ملي ژبه بللې وه او پښتو او دري یې رسمي ژبې ګڼلې وې. د ۱۳۸۲ اساسي قانون بیا پښتو او دري د دولت رسمي ژبې وبللې.
پاکستان: اردو د اساسي قانون له مخې ملي ژبه ده. پښتو په اساسي قانون کې په نوم نه ده یاده شوې، خو صوبايي اسمبلۍ ته د سیمهییزو ژبو د ودې او کارونې لپاره د قانون جوړولو واک ورکړل شوی دی.
بلوچستان: پښتو په صوبايي رسمي اسنادو او د مورنۍ ژبې په قانون کې پېژندل شوې، خو دا پېژندنه تر اوسه د پښتو د پراخ رسمي اداري او تعلیمي استعمال په معنا نه ده