Home+د «ټول‌شموله حکومت» تر پردې لاندې د نیابتي ډلو ملاتړ

د «ټول‌شموله حکومت» تر پردې لاندې د نیابتي ډلو ملاتړ

انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
انگریزانو د افغانستان له غرونو، درو، کوڅو او خلکو سره د خپلو دریو خونړیو جگړو ترخې تجربې هېڅکله له یاده نه دي ایستلې. د ډاکټر برایډن مرموزه ورکېدل او د مکناتن وژل کېدل د تاریخ هغه برخې دي چې استعمار یې له حافظې نه شي ایستلای. هند هم د لودیانو، سوریانو او ابدالیانو د واکمنۍ او یرغلونو تاریخ لا نه دی هېر کړی؛ تر دې چې د دغو تاریخي پېښو پر بنسټ تر نن ورځې فلمونه جوړېږي.
امریکایان او روسان هم، په افغانستان کې خپلې لاسوهنې، جگړې او ماتې په اسانۍ نه شي هېرولای. همدارنگه ، ایران هم د هوتکیانو د واکمنۍ او د اصفهان د جگړې تاریخي خاطره هیڅکله له یاده نه شي ایستلای او پاکستان، د نیم پاکستان مساله.
اوس پوښتنه دا ده:  چې ولې زموږ «دوست» گاونډیان د افغانستان په اړه دومره حساس دي، چې د خپلو هېوادونو لپاره بیا هغه معیار نه مني چې د افغانستان لپاره یې غواړي؟
دا خبره مې د شانگهای د ناستې د غړو هېوادونو په تړاو ځکه تکرار کړه، چې دغه هېوادونه د افغانستان په اړه په ډېرو مواردو کې دوه‌گوني تگلاره  مخته وړي.
له یوې خوا،  پاکستان،هند، ایران، چین، روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره د تعامل، اړیکې او رسمي مناسباتو خبرې کوي او په ظاهره په افغانستان کې د سولې، ثبات، پرمختگ او   همکاریو ملاتړ څرگندوي ؛ خو له بلې خوا، د پردې تر شا د قومي او سیاسي اختلافاتو، بحران او بې‌ثباتۍ د دوام لپاره د بېلابېلو نفوذي او نیابتي ډلو د ملاتړ او د افغانستان په سیاسي چارو کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅې « د ټول شموله حکومت» تر عنوان لاندې کوي.
که «ټول‌شمولیت» واقعاً یو اصل وي، نو بیا ولې دا اصل یوازې د افغانستان لپاره نسخه کېږي؟ ولې له ځانه نه پوښتي چې هغه نسخه چې موږ ته یې سپارښتنه کوي، ولې یې پر خپلو هېوادونو کې نه عملي کوي؟
د افغانستان په اړه تر ټولو خطرناک سیاست دا دی چې د افغانانو له ارادې، نظر او حضور پرته، بهرني لوري د خپلې خوښې ډلې او څېرې د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د ځای پر ځای کولو هڅه وکړي او بیا دې کار ته د سولې، استازیتوب او «ټول‌شمولیت» نوم ورکړل شي.
دا ټول‌شمولیت نه دی؛ دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه، د نفوذ د ساتلو لپاره یوه خطرناکه سیاسي لوبه او د نیابتي سیاستونو د توجیه کولو وسیله ده.
افغانستان نور د نیابتي جگړو، بهرنیو نسخو او پټو معاملاتو توان نه لري. افغان ولس حق لري چې د خپل هېواد د نظام، راتلونکي او برخلیک په اړه خپله پرېکړه وکړي؛ نه دا چې د گاونډیو د سیالیو، ستراتیژیکو موخو او سیمه‌ییزو محاسبو قرباني شي.
که هند، ایران، چین، روسیه او د منځنې اسیا هیوادونه او بین المللي  ټولنه په رښتیا په افغانستان کې سوله او ثبات غواړئ، د افغانانو اراده ومنئ، نیابتي سیاست پرېږدئ، قومي او سیاسي اختلافاتو  تحریک نه  دې ډډه وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه پای ته ورسوئ.
ځکه قوي، متحد او باثباته افغانستان د خپلو گاونډیانو دښمن نه دی؛ خو هغه افغانستان چې د نیابتي لوبو، بهرنیو فشارونو او پټو معاملاتو قرباني وي، نور د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه دی.
همدارنگه اصلي غږ باید د افغان ولس د هغو ټولو غلا شوو شتمنیو د بېرته راگرځولو لپاره وي چې د جمهوریت د شلو کلونو په موده کې د فساد، اختلاس او سیاسي مافیا له لارې لوټ شوې او له هېواده بهر انتقال شوې دي.
د افغان ولس ملي شتمنۍ په بهرنیو بانکونو کې زېرمه شوې، په میلیونونو ډالرو کورونه او جایدادونه اخیستل شوي او د شخصي شرکتونو او نورو سوداگریزو معاملو له لارې د ملت مال په شخصي سرمایه بدل شوی دی.
په ښکاره توگه باید دا غږ بدرگه کړو: د افغانستان غلا شوې شتمني باید بېرته افغان ولس ته وسپارل شي. هېڅ فاسد چارواکی، زورواکی، سیاسي معامله‌گر او یا د فساد شبکه حق نه لري چې د یوه ملت پر غلا شوو شتمنیو خپلې راتلونکې نسلونه آبادې او سیاست وکړي.
له نړیوالې ټولنې، په ځانگړي ډول له هغو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو  او د شانگهای هیوادونو څخه هیله داده چې د دغو شتمنیو د موندلو، کنگل کولو او بېرته راگرځولو غږ بدرگه گړي او لومړی له خپلو هیوادونو  څخه پیل کړي.
ته بیا، دا  ترامپ  او امریکا  ته گوره! ۱۸ میاشتې یې له طالبانو سره خبرې وکړې، بیا یې له همدې ډلې سره د دوحې تړون لاسلیک کړ او د همدې تړون له مخې یې خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل او پښې یې سپکې کړې؛ اوس وایي چې له ترهگرو ډلو سره خبرې نه کوو.!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...